روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بې وزلو لاسنیوی؛بشری همدرد پالنه ده

فقر، کمزوری اقتصاد او تنګسیا یوې کورنۍ ته هغه سرخوګی ده، چې تل یې زوروی او د ژوندانه په چارو یې ناهیلی رامنځته کوی . بېوزله کورنۍ دخپلو اړتیاوو دپوره کولو لپاره لا لهاندې هڅې کوی، خو څه یې لاس ته نه ورځی او ژوند یې د الله پر تکل روان کړی وی. له دغه اقتصادی وضعیت سره د هېواد ډیری وګړی مخ دی؛ خو باید چې دترحم، شفقت او انسانیت دروازې پر مخ یې خلاصې او له شته وو امکاناتو ورسره همدردی وپالل شی .

اوس مهال دژمې سوړ موسم دی، چې زیاتره خلک دیخنۍ له وجې دسون له توکو  ګټه اخلی، چې د یوې بې وزلې کورنۍ اقتصادی وضعیت له نورو فصلونو دوه برابره ځپل کیږی، ځکه  په دې سوړ موسم کې د خوراکی او د اړتیا وړ توکو بیې په بازارونو کې مخ پر لوړېدو وی، چې د اقتصادی توانایی د نشتون له کبله یوه کورنۍ له  تنګسیا سره مخ کوی.

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې ډیرى ولایتونه یې د کال په وروستی موسم کې په واورو پوښل کیږی او ور سره خلک په اندېښمن وضعیت د ژوندانه چارو ته حیران پاتی وی .

که بل لور ته فکر وشی، نو دې موسم ته بزګران او خلک په دې خوښ دی، چې اورښتونه دهیواد دښتې، غرونه او ځمکې شنې کوی، اوبه پریمانه او د کرنیزو حاصلاتو نه ګټمن کېږی. خو بل پلو د خلکو کمزورى اقتصاد په دې موسم کې ولس له ستونزو سره مخامخ وی، چې ډیرو خلکو په نورو فصلونو کې څه ناڅه ګټې او پیسې لاسته راوړی وی، نو بیا لګښت یې د خوړو او غېرې خوړو تو کو په لوړو بیو ترلاسه کولو له وجې صفر ته رسیږی .

ولس انګېری او وایی، چې دولت او بډایه وګړی دې په دغه دردیدلی او لویدلی حالاتو کې د بې وسو او مسکینانو د کورنیو لاسنیوى وکړی او په ځانګړی توګه د افغانستان اسلامی امارت له مسوولینو نه غوښتونکی دی چې دنرخو څارنه او کنټرول دې په پرله پسی توگه ترسره کړی، چې په هېواد کې د لوږی او فقر کچه راټیټه، د عدالت او برابرۍ فضاء رامنځته شی .د خلکو په باور؛ د بیو لوړېدل د خلکو پر روان منفی اغیزې کوی، ځکه چې جیبونه خالی وی، نو داړتیا وړ توکو په رانېولو به څوک وتوانیږی، چې خپل امکانات پرې برابر کړی .

سمه ده، چې نن ورځ دنړی هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا غواړی، پر افغانستان اقتصادی فشارونه راوړی، چې د دوی په باور افغان ولس به له اقتصادی ننګونو سره مخ شی. خو دا د امریکا ناسم پلان دی، هېڅ اغیزه به زموږ پر عقیدوی ولسونو ونه کړی ؛ خو ددې لپاره افغانان نه باید خپل همت له لاسه ورکړی؛ یو بل سره د همکاریو میدان ته راودانګی، د اقتصادی فشارونو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړی، چې په دې تنګسۍ حالاتو کې دبې وسو هېوادوالو لاسنیوی وکړی، چې دا د امریکا پر شوم پلان درنه څپېړه ده، چې باوری یو  ډېر ژر به د افغان ولس همت ته امریکا تسلیم شی او له افغانستان سره به ډپلوماټیکې اړیکې ټېنګې او له اقتصادی فشارونوبه لاس پر سر شی .

موږ دا نشو ویلای، چې د هېواد ډیری وګړی له بې وزلۍ سره مخ دی؛ بلکې ډیری کورنۍ شته، چې د اقتصاد له پلوه یو څه ښه دی، دوی ته لازمه ده، چې د بې وسو ګاونډیانو سره دې دخپل وس پر توان مرسته وکړی، چې د ژمی له سوړ موسم نه ووځی. نه یوازې ولس؛ بلکې د هېواد ملی او نړیوال سوداګر هم وکولای شی، خپلې مرستې له بې وسو ولسونو ونه سپموی، که دایې له وسه پوره نه وی، خو په دې هڅه کې دې شی، چې دسوداګریزو مالونو په پلورکې له عدل او انصافه کار واخلی، احتکار ونه کړی او په کمه اندازه دې خپلې ګټې پکې وسنجوی .

په تېره میاشت کې مافیایی کړیو پلان درلود، چې دهېواد اقتصادی وضعیت له رکود سره مخ کړی، دوی پر دې هڅه کې ؤ، چې دهېواد پولی واحد(افغانۍ) پر وړاندې د ډالرو بیې لوړې او ډالر بهرنیو هېواد و ته قاچاق کړی، چې ورسره جوخت د هېواد په بازارونو کې د توکو بیې اوچتې شوې .

هغه ملی خیانت ؤ، چې افغان ولس سره یې ترسره کړل، خو له نېکمرغه د اسلامی امارت له قانونی چلند سره مخ شول .

دا او ورته کړنې د خاینینو په ګټه نه؛ بلکې دملی شتمنیو او له هېواد سره لویه جفا ده، دافغانستان اسلامی امارت مسوولین دې لاهڅې وکړی، چې دهیواد او خلکو په وړاندی ملی خاینین ونیسی او قانونی سزا ورکړی، چې هېوادوال له ظلم او بې عدالتۍ نه په امن کې  پاتی شی .

د یو انسان ژوند له مرګه ژغورل دټول بشریت ژغورلو پر شان دی.

شیر محمد

ممکن است شما دوست داشته باشید