روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بهرنیو مرستو لږوالی د روږدو کسانو د درملنه ټکنۍ کړې

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مالی مرستو کمېدل د دې لامل شوی چې د نېشه‌یی موادو غوښتنې کمېدلو روغتیایی پروګرامونه زیانمن شی.

د معتادینو د درملنې مرکزونو چارواکی وایی، که څه هم له دوی سره د ملګرو ملتونو د ادارې په ګډون بهرنیوو مرستندویه ادارو د مرستو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه دې ادارو خپلې ژمنې نه دی عملی کړې.

د ملګرو ملتونو له نېشه‌یی موادو سره د مبارزې ادارې هغه راپور چې یوه اوونۍ مخکې خپور شو وایی چې، دا مهال په نړۍ کې (۲۸۰) میلیونه معتادین ژوند کوی.

په راپور کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې له کړکېچ سره مخ دی، د معتادینو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او پر دې ټکی ټینګار شوی چې په دغو هېوادونو کې معتاد ځوانان او ښځې د درملنې لږ اسانتیاوی لری.

د نجات مرکز د نېشه‌یی موادو غوښتنې کمولو د برخې مسئول محمد امان رووفی وایی، د بهرنیو مرستو کمېدل د دې لامل شوی چې، د دوی بستری کېدونکی ناروغان سم نیمایی راکم شی.

د ملګرو ملتونو څېړنې ښیی چې، په ښځو کې د کېمیاویی نېشه یی موادو استعمال ډېر شوی دی.

د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې مرکز مسئوله ډاکتره ښایسته حکیم وایی، نه یوازې دا چې د بستری شویو ناروغانو د خدماتو په برخه کې اقتصادی ستونزې لری، بلکې څو میاشتې کېږی چې د دوی کارکوونکو معاشونه نه دی اخیستی او له جدی اقتصادی ستونزو سره مخ دی.

ملګری ملتونه داسې مهال د معتادینو د روغتیایی خدماتو په اړه اندېښنه ښېی چې، په افغانستان کې له نهو میاشتو راهیسې د معتادینو د درملنې له اتیا مرکزونو څخه تر څلوېښتو ډېر یې د بودیجې د نشتوالی له امله تړل شوی دی.

د معتادینو د درملنې مرکزونو د معلوماتو له مخې، په وروستیو میاشتو کې ډېر باتجربه او متخصص کارکوونکو یې د میاشتنی معاش نه اخیستلو له امله خپلې وظیفې پرې ایښې او یا له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته تللی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید