روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بلخ ولایت مخابراتو ریاست لخوا سلګونه سیمکارتونه، چې په غیر قانونی توګه د بازار پر مخ پلورل کېدل، ضبط شول.

د بلخ ولایت مخابراتو ریاست په مشرۍ یوې کمېټې، چې د “ولایت مقام، استخباراتو، قوماندانۍ، څارنوالۍ او اترا دفتر” څخه تشکیل شوې ده، د مزارشریف ښار له ځینو سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې، هغه کسان چې چې په غیر قانونی توګه یې د بازار پر مخ سیمکارتونه پلورل تأدیب او سیمکارتونه یې، ټول ضبط کړل.

د بلخ ولایت مخابراتو رئیس قاری ذبیح الله شاهین وویل، چې د مخابراتی سیستم د قانونمندۍ او خپل‌سریو د مخنیوی لپاره، یوه مشترکه کمېټه جوړه شوې او د بازار پر مخ د سیمکارتونو د توزېع مخنیوی کوی.

نوموړی زیاتوی، چې اسلامی امارت ژمن دی، تر څو ټولې چارې قانونی کړی او د جعلی فیسبوکی او مکالماتی مزاحمتونو مخه ونیسی.

همدا رنګه ښاغلی شاهین وایی، چې یادې کمېټې له مزارشریف ښار له خپل‌سرو سیمکارت پلورونکو څخه ۱۴۰۰ سیمکارتونه ټول او ضبط کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د مخابراتی شبکو تر فعالیت وروسته، چې کابو دوه لسیزې کېږی، دا لومړی ځل دی چې د مخابراتو ریاست د خپل‌سریو د مخنیوی په پار، له بازار څخه هغه سیمکارتونه چې په غیر قانونی توګه پلورل کېږی مخنیوی کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید