روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د بلخ ولایت د ولایتی پراختیایی کمېټې یا PDC ناسته د ولایت مقام مرستیال په مشرۍ ترسره شوه.

دغه ناسته د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوی نورالهادی په مشرۍ، د یو شمېر دولتی ادارو مسؤلینو، د نړیوالو مؤسساتو او سازمانونو استازو او مسوولانو ګډون درلود.

لومړۍ د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوی نورالهادی د ولایتی پراختیایی کمېټې ناسته د بیارغونی او پراختیایی او مرستندویه چارو د تنظیم او خلکو ته د عام المنفعه چارو په برخه کې مهمه وښوده زیاته کړه چې د افغانستان اسلامی امارت ژمن دی ترڅو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندی کړئ. د بلخ ولایت والی مرستیال په وینا د دغه کمېټې لاری کوښښ کوی؛ بڼستیزې پروژې پلې کړئ. ټولې ملی او نړیوال سازمانونه او مؤسسات دې خپل فعالیتونه ته د پخوا پشان ادامه ورکړی. د افغانستان اسلامی امارت او په ځانګړی توګه د بلخ ولایت مقام د ټولو پراختیایی او بیارغونی او مرستندویه ادارو او مؤسساتو هرکلئ کوی او مجاهدین یې امنیت ټینګوی.

په شمال زون کې د احمد شاه د یونسیف دفتر سرپرست رئیس وویل چې اوسمهال په افغانستان خلک د یو شمېر اقتصادی ستونزو سره مخ دی او دغه دفتر هلې ځلې کوی ترڅو خلکو ته خدمات او مرستې ووېشی.

همدارنګه د یو شمېر ملی او نړیوال سازمانونه او مؤسساتو استازو او مسوولینو پداسې حال کې چې د اسلامی امارت مجاهدینو او امنیتی مسوولینو لخوا د امنیت ټینګښت څخه خوښی څرګنده کړه ډاډ ورکړ چې خپلو چارو ته به د پخوا په څیر ادامه ورکوی او تر خپله وسه د بیوزله کورنیو لاسنیوی کوی.

همدارنګه پدغه ناسته کې د دولتی ادارو مسؤلینو او د نړیوالو او کورنیو مؤسساتو استازو او مسوولینو خبرې وکړی، د خپلو کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه یې ګزارش وړاندی کړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید