روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بلخ ولایت دینی علماوو مجمع رامنځته شوه

نن د بلخ ولایت مقام کې د بلخ ولایت له ګڼ شمېر علماء کرامو سره د دې ولایت والی، مرستیال والی او نورو مسؤلینو غونډه ترسره کړه.

 په دغه ناسته کې چې د بلخ ولایت ګڼ شمېر نامتو او مشهورو شیوخو او دینی عالمانو ګډون درلود د اسلامی امارت د دغه اقدام څخه هرکلۍ وکړ او له اسلامی امارت څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

په یاده ناسته کې د بلخ ولایت والی مولوی قدرت الله «ابوحمزه» په دغه ولایت کې د دینی عالمانو د کړنو او هلوځلو څخه ستاینه وکړه.

 نوموړی دینی عالمان د پیغمبرانو اصلی وارثان یاد کړل او د هیواد د پرمختګ او ښه اسلامی نظام جوړولو لپاره یې د علماء کرامو رول او مرسته مهمه وګڼل.

 والی وویل « په پام کې لری د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړی او په دغه ولسوالیو کې د شته مدارسو او جوماتونو څخه لیدنه وکړی.

نوموړی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په هکله موضوعات یاد کړل او د بلخ ولایت د دینی عالمانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغه ریاست سره هر اړخیزه همکاری او پوره مرسته وکړی.

په همدې حال کې د بلخ ولایت یو شمېر دینی علماوو هم په دغه ناسته کې خبرې وکړې او د بلخ ولایت والی او مسوولینو د هر اړخیزو هلوځلو څخه ستاینه وکړه او د علماء مجمعې رامنځته کول یې یو ښه ګام یاد کړ.

نوموړو د اسلامی امارت له نظام سره د هر راز همکاری  او مرستې ژمنه وکړه او د اسلامی امارت راتګ یې د هغوی تر ټولو ستره هیله وګڼل

 په بلخ ولایت کې دینی عالم مولوی محبوب الحق نعمانی او د بلخ ولایت د تشیع مذهب د علماوو شورا رئیس سید حسین علی بیانی، د اسلامی امارت د بریا او اسلامی نظام ټینګښت څخه هرکلۍ وکړ او د دینی عالمانو د مجمع رامنځته کېدو څخه یې ستاینه او د هر ډول همکاری ډاډ یې ورکړ.

د یادولو وړ ده چې په هېواد کې د اشغال ختمېدل او د اسلامی امارت نظام له ټینګښت سره د بلخ ولایت والی  او اړوندو مسوولینو د خلکو سره د همکارۍ او مشکلاتو د رسید‌گی لپاره ډیرې هلې ځلې کړې.

 همدارنګه د بلخ ولایت د دینی علماوو د مجمع رامنځته کولو څخه موخه د خلکو سره د اړیکو او د علماوو سره د مشورې لپاره ده او ټاکل شوې چې د دغې مجمعې ناسته هر میاشت یو ځل او د بلخ ولایت والی په مشرۍ ترسره کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید