جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د ۱۹۴۸ م کال د ډیسمبر پر لسمه د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلی د بشر حقوقو نړیواله ورځ د یوی اعلامیی په ترڅ کې تائید او اعلان کړه.
دغه اعلامیه چی نن یې د یو نړیوال قانون بڼه خپله کړې ده تقریبا د نړۍ ټولو هیوادونو امضاء کړې او د عملی کولو ژمنه یې کړی هغه هیوادونه چی دا اعلامیه په صحیح توګه نه تطبیقوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د مختلفو فشارونو او بندیزونو سره مخ کیږی.
نن د امریکا حکومت خپل ځان د دې اعلامیې مخکښ بولی، چی ګواکی دوی نړۍ په دغه اعلامیې سره ونازوله او هر کال پر دې ورځ د امریکا د هغه وخت د رییس جمهور روزویلټ خورا ډېره ستاینه او درناوی بیانیږی.
خو واقعت دادئ چی د نړۍ اکثره ملتونه او اوسېدونکی یې د امریکا او د امریکا د متحدینو له لاسه د خپل اساسی انسانی او بشری حقوقو څخه بې برخی دی.
که چېری د بشر دحقوقو د نړیوالو سازمانو د تېری یوې او دوو لسیزو کلنی رپوټونه وګورو نو د امریکا اصلیت به را معلوم شی چی څنګه یې بشری حقوق نقض کړی او د نقض کوونکو ملاتړ یې کړی دئ.
انسانی ورورګلوی او د هیوادونو تر منځ د مساواتو کوم ژغ چی ملګرو ملتونو ۷۰ کاله تر مخه پورته کړی وو، د هغه تر ټولو لوی نقض کوونکی خپله د ملګرو ملتونوسازمان دئ، ځکه چی د امنیت د شورا پنځه دایمی غړی هر وخت او په هر حالت کې د خپلو شخصی ګټو لپاره د ملګرو ملتونو هر فیصله رد کولای شی، پر هر چا او هر هیواد بندیزونه لګولای سی، سیاسی لاسوهنی کولای شی او حتی د نظامی استعمار حق هم دوی ته ورکول شوی دئ، نو که چیری دا انصاف او برابری وی، باید د بې انصافۍ او ظلم له پاره نوی تعریفونه پیدا کړو.
د بشری حقوقو نړیواله اعلامیه عملاً یوه داسی وسله (صلاح) ده چی کله یې څوکه د غریبو او اسلامی هیوادونو خواته وی د یوه داسی تېره خنجر بڼه خپله کړی چی هر څه پرې کوی او کله چی یې څوکه د سرمایه دارو او غربی هیوادونو و خواته شی نو داسی پڅه چاړه ځینی جوړه شی چی د پیشی پزه هم نه شی پرې کولای.
نن ددې اعلامیې د اعلان څخه ۷۳ کاله وروسته د بشر حقوقو نړیواله ورځ په داسی حال کی لمانځل کیږی چی د نړۍ اکثره انسانان د اولیه انسانی حقوقو څخه محروم دی.
واقعت دادئ چی د بشر حقوقو د لمانځلو پر ځای یې باید مرثیه وویل شی، ځکه چی پر نړۍ باندی د یو څو هیوادونو اجاره داری او حاکمیت، پر غریبو هیوادونو ظلم، د اسلامی نړۍ مسلسل استحصال، د نړۍ پر اقتصادی سرچینو د یو څو غربی هیوادونو قبضې، د اسلامی نړۍ او مسلمانانو عام قتل، د نړۍ ډېرو ځاینو کی لوږه او قحطی او … ټوله هغه غمونه دی چی باید مرثیې ورته وویل شی.
لیکوال: احمدولی حقمل