روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بامیانو په بندامیر کې به ډېر ژر یو روغتیایی مرکز پرانیستل شی

د هېواد دعامې روغتیا وزارت سرپرست قلندرعباد بامیانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې  د ولایتی روغتون او د امام خمینی له ۱۲۰ بستریز روغتون څخه چې د ایران په مالی مرسته جوړیږی، وکتل.

نوموړی له دې روغتون څخه د کتنې په ترڅ کې د دوست او ګاونډی هېواد ایران له مرستو مننه او خوښی څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د دې  ١٢٠ بستریز روغتون په پرانېستلو سره به د بامیانو د زیاتو هېوادوالو ستونزې لیری شی.

هغه زیاته کړه، هڅه کیږی چې د یاد روغتون امکانات او ظرفیتونه له نړیوالو معیارونو سره سم سمبال شی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بامیانو د شهیدانو روغتیایی کلینیک هم وکوت     او د بامیانو د عامې روغتیا مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به له مرکز څخه د بامیانو مرکزی روغتون او نورو روغتیایی مرکزونو ته نوی طبی وسایل ولېږی، ترڅو د هغوى نیمګړتیاوې حل او ستونزې لیری شی.

هغه ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د بندامیر په مرکز کې یو سمبال روغتیایی مرکز پرانستل شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید