روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اوکراین زرګونه ټنه غَله د نړیوال باز پر لور ووتله

یوه سوداګریزه کښتۍ چې ۷۰۰۰ ټنه غله پکې بار وه د اوکراین د بردیانسک ښار له ساحلونو ووتله. دا ښار روسیې اشغال کړی دی. دا د فبرورۍ له ۲۴ مې د مسکو له خوا پر اوکراین د برید له پیل راهیسې له دغه بندری ښاره لومړی باری کښتۍ ده چې د مزل اجازه ترلاسه کوی. د زاپوریزیا په سیمه کې د مسکو لخوا ټاکل شوی مشر یوګینی بالیتسکی د ټیلیګرام شبکې له لارې ووېیل چې کښتۍ د “دوستو هېوادونو” په لور روانه ده. خو هغه په ډاګه نه کړه چې د ده هدف کوم دوست هېوادونه دی. اوکراین پر روسیې پړه اچولې چې د خپل یرغل پر مهال یې د اوکراین غَله غلا کړې او د اوکراین د غَلو د وتلو د مخنیوی لپاره یې بندرونه بند کړی دی. مسکو دغه تورونه رد کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید