روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د اوکراین د غَلو دویمه محموله لبنان ته رسېدلې

د اوکراین د زیربناوو وزیر اولیکساندر کوبراکوف وېیلی چې څلور کښتۍ ټولټال ۱۷۰ زره ټنه غله لېږدوی لبنان ته رسېدلې دی. پر اوکراین د روسیې له برید وروسته له دغه هېواده د غلې دانې صادرات ودرول شول، خو د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب اوس د اوکراین د غلو کښتیو ته د انتقال اجازه ورکړل شوه. د موافقې په پایله کې، لومړۍ بېړۍ د اګېست په لومړۍ نېټه له اوکراین څخه ووتله او په همدې ورځ ترکیې ته ورسېده. د فبرورۍ په ۲۴ مه د جګړې له پیلېدو وروسته د اوکراین بندرونه وتړل شول، خو اوس د دغه هېواد یوازې دری بندرونه د غلو دانو د صادرولو اجازه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید