روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د اوبو او برېښنا وزارت په سکتورونو کې لاسته راوړنې ستونزې او د حل لارې

اختر محمد اکاخیل

څو ورځې وړاندې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور او نورو چارواکیو د حکومت د رسنیوو په مرکز کې ((د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې لاسته راوړنې، ستونزې او د حل لارې.)) تر نامه لاندې کنفرانس کې د خپلو لاسته راوړنو،کړنو او مسوولیتونو په اړه رپوټ وړاندې کړ. په دې غونډه کې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور د لاسته راوړنو په اړه په څو برخو کې جزئیات وړاندې کړل:

د اوبو مدیریت په برخه کې:

  • له شرعی اړخه د اوبو چارو د تنظیم قانون د بیا کتنې لپاره ذیصلاح مقام ته واستول شو.
  • د اوبو په سکتور د (اا) مقررو د مسوداتو بیاکتنه او له اړوندو مراجعو سره شریکول.
  • د اوبو په سکتور کې د ۱۰ تخنیکی کړنلارو بیاکتنه.
  • د اوبو په سکتور د ۱۰ نویو تخنیکی کړنلارو د مسوداتو تسویدېدل.
  • په اوبه خوړکی د سیلاب او وچکالۍ مدیریت د لومړنۍ مسودې جوړول.
  • د بیړنیوو بشری مرستو د جلبولو په موخه د اوبو سکتور د ۲۰۰۰ پروژو د ارقامو او معلوماتو راټولول، توحید او له اړونده تمویلونکو سره شریکول.
  • له GTZ مرستدویه موسسې سره په همغږۍ د هېواد په پنځه عمومی سیندیزو حوزوکې د اوبو سکتور له لارې د بشری مرستو پروګرام پیلول همدارنګه د ترکیی هېواد د IHH خیریه بنسټ سره د همغږۍ په پآیله کې د اوبو رسولو شبکو د پلی کېدو د تمویل ډاډ ترلاسه کول.
  • د اوبو سکتور د پروژو د پلی کېدو لپاره د پانګونې د جلب په موخه د پانګوالو، خیریه بنسټونو، د خوړو نړیوال پروګرام «UNDP» «UNICEF» «SCA» «GTZ» «WFP» «ACTED» «UNOP» او نورو دونرانو سره همغږی.

همدا رنګه د اوبو سکټور د پروژو د تمویل او پلی کېدو په موخه له «ACTED» موسسی سره هوکړه لاسلیک کول.

د اوبو سکټور د ستراتیژیکو موخو سره سم د هېواد په کچه د متوازنې ودې په پام کې نیولو سره د ۱۴۰۱ کال لپاره ۱۱،۳ میلیارده افغانیو په مجموعی لګښت د ۳۳۴ پراختیایی پروژو د پلان چمتو کول.

ملا عبدالطیف منصور د اوبو سرچینو د پېژندنې په اړه ووېیل:

– د هېواد په کچه د هایدرولوژیکی او هایدرو جیولوجیکی شبکو د ساتنې، پاملرنې، ودې او پراختیا په برخه کې د ۹۲ پایوو سټیشنونو بیارغونه.

– په کابل کی تر ځمکې لاندې اوبو شبکو ساتنه او پاملرنه او په څلورو فرعی سیندیزو حوزوکې د څلورو نویو شبکو پراختیا.

– د سټېشنونو د فعال ساتلو په موخه سندیزو حوزوته د هایدرولوژیکی او هایدروجیولوژیکی وسایلو سپارل.

– د هلمند، هرات، مزارشریف، نیمروز او جلال آباد په ښارونو کې تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د څېړنیزو او څارڼیزو پنځه شبکې ګټې اخستنې سپارل.

– د هېواد د فرعی سیندیزو حوزو څخه د ځمکې سطحی او لاندې اوبو د ارقامو راټولول، شننه او د اوبو سرچینو په ملی ډیتابېس کې یې خوندی کول.

– بل د لومړی ځل لپاره د هېواد د سرچینو او کاریزونو د ثبتولو ډیټابیس جوړول.

– په کابل، غزنی، پروان، او یو شمېر نورو ولایتونو کې د دولتی ادارو، خصوصی سکټور او مراجعینو لپاره په ۱۰۰ سیمو کی تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ارزونې سروې ترسره کول.

د اوبو کیفیت، جیومیخانیکی، جیوتخنیک او ساختمانی موادو د چک کولو د څلور لابراتوارونو بیا فعالول.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د وچکالۍ په اړه ووېیل:

– د وچکالۍ شاخص په پام کې نیولو سره د ۱۴۰۱ او بیزکال د وضعیت ارزول او وړاندوینه.

په ۳۵ فرعی سیندیزو حوزو کې د ۱۰۱ هایدرولوجیکی سټیشنونو له ارقامو څخه د ۱۴۰۰ هـ ل کال د کال نامی جوړول.

– په سیندیزو حوزوکی د سیلاب تر ګواښ لاندې سیمو د نقشو چمتوکول او د سیلاب د راتګ خبرداری.

د اوبو په لګښت کې سپما او د اوبو سرچینو ساتنې کلتورته د ودې ورکولو په موخه د اسلامی شریعت او تخنیکی اصولو په چوکاټ کې د عامه پرهاوی د ملی کمپاین په لاره اچول.

د ودانیوو له بامونو د باران اوبو د راټولولو طرحې په ګډون د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیه په موخه د ۳۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د پروژو کانسپټ  او ډیزاینونو چمتو کول.

ملا عبدالطیف منصور د انجنیری چوپړتیاوو په اړوند ووېیل:

  • د ۱۰۰ مېګاواته اضافه د برېښنا انرژۍ د تولید په وړتیا کې د کجکی بند د دوهم فاز د ودانیزو، چارو ۱۰۰ سلنه بشپړېدل چې په راتلونکو ۳ اوونیوو کې په رسمی توګه به ګټې ته وسپارل شی. همدارنګه په نیمروز کې د کمال خان بند په هلمند کې د کجکی، په هرات کې د پاشدان، په فراه کې د بخش آباد او په کابل کې د شاه او عروس بندونو او اړوندو تاسیساتو څخه د غوره تنظیم او چارو د بیا پیل کېدو په موخه د څارنو او لیدنو ترسره کول. باید ووېیل شی چی په نیمروز کې د کمال خان، په هلمند کې د کجکی، په کابل د شاه او عروس بندونو د ودانیزو چارو بیا پیلېدل او د اړونده ادارو په مرسته د شاه او عروس بند اړونده د استهلاک شویو ځمکو خاوندانو ته ۱۳۷ جریبه ځمکې وېشل.
  • په زابل کی د توری بند د امکان سنجی مطالعاتو او تفصیلی ډیزاین پیلېدل او پنځوس سلنه د کار پرمختګ، په پکتیا کې د ۱۰ بندونو د تخنیکی سروې بشپړېدل.
  • په غزنی کې د سلطان بند د مطالعاتو او تفصیلی ډیزاین د پاتې ۴۵ سلنه کارونو ارزونه او د تمدید په موخه یې راپور جوړول. همدارنګه په کندهار کې د لوری ارغستان بند د امکان سنجی او تفصیلی ډیزاین پیلېدل.
  • په پکتیا کې د پلټونی بند د امکان او تفصیلی ډیزاین پیلېدل او کابل ښارته د اوبو روسول په موخه د باغدرې، شاه او عروس بندونو او د کابل پنجشیر پروژو د امکان سنجۍ په موخه د کار پیلېدل.
  • د کابل ولایت د ابریزو سیمو د مدیریت او د کابل ښار د اوبو ستونزو د حل په موخه د اوبو زیرمو بندونو او چک ډیمونو سروې او ډیزاین چې تراوسه د پغمان ولسوالۍ د ابریزونو سیمو سروې بشپړه او د نورو ولسوالیو دوام لری. داوبو او برېښنا سرپرست وزیر زیاته کړه:
  • د ساتنې او څارنې په موخه د سردې بند، د غصب شوو ځمکو د احصایی راټولو او د ۴۲ منځنیو او لویو بندونو د ډیزاین تړون بیا کتنه.
  • په سېندیزو حوزو کی د اوبو تاسیساتو د ۱۴۰ پروژو سروی ډیزاین او د تخنیکی اسنادو کره کتنه.

– د کانالونو او سربندونو تر کار لاندی د ۱۷ پروژو.

  • د ودانیزو چارو بشپړول همدارنګه د خوراکی توکیو په مقابل کې د کار له لارې تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیی او کانالونو پاکولو د ۱۸۲ پروژو بلی کول.
  • په کابل ښارکې د سرسبزۍ په موخه تر ځمکې لاندې اوبو پرځای د سطحی فاضلاب د تصفیې په موخه د درېیو سیمو سروې او ډیزاین او د نورو سیمو د سروی پلانول.
  • د نیم کاره پروژو د غیر اختیاری بودجې بررسۍ، پروپوزل جوړنه او نړیوالو تمویل کونکو ته یې سپارل چی د بشپړېدو وعده یې هم شوی ده.

داوبو د تنظیمولو په اړه سرپرست وزیر ووېیل:

په کابل ښارکې د اوبو رسونې ګڼ شمېر خصوصی شرکتونو سروې د وضعیت تحلیل او دهغوی دچوپړتیاوو دکیفیت ارزونه شوې ده.

بل د افغانستان او ایران ترمنځ دهلمند اوبو په اړه د ۱۳۵۱ ل کال دمعاهدې دبشپړپلی کېدو په موخه دکمیسارانو دګډې کمېټې جوړول. او همدارنګه د اوبوغوره تنظیم په موخه دکوز هریرود،او منځنی کابل فرعی سیندیزو حوزو لپاره د اوبو لګولو دتخصیص ماډل جوړول.

همدارنګه دکمال خان بند د ۱۷۴ زره هکتاره ګرنیزی ځمکې د اوبو لګولو سیستم دمدیریت او ځمکی وېش، دطرحې جوړول او ذیصلاح مرجع ته سپارل. باید ووېیل شی چی سربېره پردې په کابل ولایت کې د اوبو څخه ۹۶ ګټه اخستونکو دفعالیتونو بندولو، او په کابل کې دمکروریانونو په شمول داستوګنیزو اپارتمانونو د اوبو مصرف تعینول.

ملا عبدالطیف منصور زیاته کړه: په هریرود، مرغاب، هلمند، او کابل په سیندیزو حوزو کې داوبو تنظیم او تخصیص په موخه دمختلفو سکټورونو د اړتیاوو را ټولول. همدارنګه مو په سیندیزو حوزوکې داوبو سرچینو دتنظیم په موخه معدنکارو شرکتونو ته موکتبی اجازه صادرې کړې دی.

ښاغلی منصور د دې پوښتنې په ځواب کې چې د انرژۍ په سکتور کې څه لاسته راوړنې لری، ووېیل:

د انرژۍ په سکتور کې مو دستراتیژیکو موخو سره سم دهېواد په کچه دمتوازنې ودې په پام کې نیولو سره د ۱۴۰۱ ل کال لپاره ۲،۲ میلیارده افغانیو په مجموعی لګښت د ۹ پراختیایې پروژو پلان چمتو کړی دی. همدارنګه د انرژۍ په سکټور کې مو خصوصی پانګونې په موخه له خصوصی شرکتونو سره موتفاهم نامې لاسلیک کړې دی.

هغه د مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې زیاته کړه، د اوبو او برېښنا وزارت رهبری ډېرې هلې ځلې کوی چې دکورنیو طبیعی منابعو څخه لکه باد، د ډبرو سکاره، اوبه، لمر او نفتو او ګازو څخه ،د برېښنا تولیدات پراخ کړی

همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت دتخنیکی خدماتو لوی رییس محمد عابد انورزی ووېیل چې اوس زمونږ بریښنا ۸۰ سلنه وارداتی برېښنا ده او ۲۰ سلنه له  کورنیوو بندونو تر لاسه کېږی، چې دا هم بسنه نه کوی. دا زموږ ستراتیژی، دنده او مسوولیت دی چې موږ له خپلو منابعو برېښنا تر لاسه کړو.  د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر او نورو چارواکیو د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ووېیل.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید