روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د انگریز ډېورنډ کش کړې ۱۲۸کلنه ناقانونه کرښه !!

عبدالعزیز ابوبکر

د نړۍ له کوټ کوټ څخه د پناه غوښتنې، پناه غوښتلو او پناه غوښتونکو صحنې مې له انلاین رسنیو پرته نږدې نه وې لیدلې، د تېر دیسمبر میاشتې په لومړیو کې خپله هغه مهال ورسره مخ شوم چې د پکتیکا ولایت څخه آخوا مې سفر درلود او پاکستانی عسکرو دروازه نه راته پرانیستله.

مجبوراً تار مو پرې کړ او نږدې۲۲تنه ترې واوښتلو، د تار هاخوا مې ختیځ لور ته د پولې پر اوږدو سفر درلود، لکه چې هلته هم د اسلامی امارت حاکمیت وی؛ ټول ولسونه په افغانستان کې د اسلامی امارت راتلو ته خوشاله او خوشبین ول، په تېر کې چې پاکستانی پوځیانو کوم چیک پوائنټونه جوړ کړی و، زیاتر یې اوس خالی او له منځه وړل شوی و.

بلوچستان له ژوب تر کوئټې زیاتر چیک پوائنټونه او د خیبر پښتونخوا هنگو ولایت ټل ولسوالۍ او اړوند سیمو کې چیک پوائنټونه د کوهاټ تونل چیک پوائنټ پوری هم ټول تش شوی و، دره آدم خېل کې هم پوځیان نه ښکارېدل، پېښور تر اټکه د خوښۍ بارانی اوښکې تویولې، هره خوا امن و او امنیتی پولیسو هڅه کوله وگړو او مسافرو ته د اسلامی امارت مجاهدینو پېښې وکړی او له نرم چلند سره ورته را وړاندې شی، زما افغانی سادگۍ او لنگوټې ته پر کتو یې د منفی شک پر ځای مثبت یقین ته لومړیتوب ور کاوه.

په دې ډول اوس اغزن تار هغه غاړه ولسونه هم ازاد او د ارامۍ له احساس څخه برخمن شوی و، په هېواد کې د اشغال له پیل سره سم د هغه تر وروستۍ شېبې په همدې سیمو کې ترېنګلی او اوسنی وروستی أمن غبرگو وضعیتونو د گران هېواد افغانستان اصلی جغرافیه او نقشه له ورایه ښوده او هم یې دا حقیقت بشپړ څرگنداوه چې اغزن تار په مادی، معنوی، فزیکی او هم فکری گڼو لحاظونو د یو ولس او کورنۍ پرسینه تېر شوی، هغه یې یوې او بلې غاړې ته پر وېشلو دوه ټوټې کړی او اوسنی وضعیت یې د زوال، ټولېدو او له منځه تللو زېری او پیغام دی.

د گران هېواد افغانستان له جنوب غرب څخه پیل د ختیځ تر یوې برخې د شاوخوا۲۶۴۰کیلومتر اوږده پوله باندې پر ۱۸۹۳ز کال امیر عبدالرحمن د انگلیس استازی ډېورنډ سره په موقتی ډول (تر۱۹۹۳ز پوری سل کاله) رمزی کرښه لاسلیک او کش کړه چې د گډې پولې په توگه یې اوسنۍ هاغاړه رامنځته شوه.

هغه مهال د بین المللی ټولنې او بین المللی قانون نه شتون څه چې آن ملتونه او ترمنځ یې د سایس بیکو بېلونکی مرزونه لا هم نه و چې په پلمه یې یاده ټولنه او قانون را منځته شی، لا پاکستان له هند څخه استقلال نه و أخیستی او لا هم د انگلیس تر اشغال لاندې و، د پاکستان استقلال ترلاسه کولو وروسته هم یاده کرښه هماغسې پاتې شوه.

له۱۹۹۳ز سل کاله مودې پوره کېدو راهیسی تر اوسه۲۸کاله موده چې کوم قانونی حیثیت نلری فرضی او خیالی کرښه گڼله کېږی او په دې ډول د امیر عبدالرحمن له لاسلیک پرته دغه کرښه له پیله هم له هر قانون او بین المللی چوکاټه وتلې او تر اوسه هم همداسی بې بنسټه او پر هیڅ قانون ولاړه نه ده.

په افغانستان کې ماتې خوړلی نړیوال اشغال په وروستیو کلونو کې د امریکایی چارواکو پر لاسوهنه، مالی لگښت منلو او د تېر فاسد رژیم اعلی سر فاسد اشرفغنی د پټې معاملې له لارې هڅه وشوه پر یاده کرښه (او ځینې سیمو کې پر افغان خاوره کې څو کیلومتره دننه) د اغزن تار تېرولو سره ورته د تلپاتې رسمی رمز بڼه ور کړی‎.

د افغانستان په خاوره کې دننه پر خیالی کرښه د امریکایی جگړه مارو چارواکو په هڅونه او مالی همکاری اغزن تار نښلول له ډېر نور څه ور هاخوا له شک او تردد پرته د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او له پاکستان څخه ډېر وړاندې ترلاسه کړی استقلال تر سوال او آن تر برید لاندې نیول دی.

دا چې د امیر عبدالرحمن او ډېورنډ ترمنځ د دې کرښې ټاکلې موده د اسلامی امارت تر تېرې واکمنۍ لیږ وړاندې پوره شوې او د هېواد اړوند سمت هم د اسلامی امارت تر واک لاندې راغلی و، د یو مسئول-ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن- د ولس د خوښې اسلامی حکومت په توگه اسلامی امارت لا همالته باید دغه کرښه له منځه وړې او لکه څرنگه چې یې حق او د امیر عبدالرحمن لاسلیک ته د افغان ولس پوره سل کاله تعهد او ژمنتیا غوښتنه وه له اوسنی پاکستان سره گډه پوله یې د افغان خاورې برخه گرځولې وای.

خو دا چې هغه مهال کرښه خیالی وه او زموږ ولسونو د کرښې را منځته کړې گډې پولې په اوږدو کې په ډاډه زړه او د امن پراخه فضاء کې هر لور ته تگ راتگ کولای شو، پر کرښه او د هغې او دغې غاړو پر اصطلاح یې ډېر باور نه درلود او کومه د پام وړ ستونزه یې هم نلرله، د هېواد پر٪۹۵د رښتونی اسلامی نظام په توگه د اسلامی امارت واکمنۍ له امله داسی نښې نښانې هم نه ښکارېدې چې وښیی دغه خیالی او فرضی کرښه به یو وخت د نن ورځی پر فزیکی اغزن تار اوړی، صلیبی اشغال او د هغه را وارد کړی رژیم و چې نن موږ دا ورځ هم وینو.

له دې هرڅه سره اسلامی امارت زیات په جگړه کې را ښکېل و، د سیاست او ډیپلوماسۍ اړخ یې کمزوری او همدارنگه تبلیغاتو ته یې ډېره پاملرنه نه درلوده، له جگړې څخه لا وزگار شوی نه و او نه هم د دې شرائط رامنځته شوی و ترڅو د خیالی او فرضی کرښې اصطلاح له منځه وړلو باندې غور وشی، بیاهم که پاکستان تورخم باندې دروازه جوړه کړه او یا هم یوه لوېشت د افغان خاوره کې را مخکی شو، سمدلاسه اسلامی امارت هم خپل غبرگون ښودلی او په دې اړه پر هغې او دغې غاړې ویشل شوی ولس له موقف څخه یې ننگه کړې وه.

د یو بنسټیز، ستر او حساس لامل په توگه چې باید هر وخت او ځای کې ورته متوجې یو؛ د گاونډیو هېوادونو پر فرصت طلبۍ هم سترگې نشی پټېدای چې زموږ له درد څخه پورته کېدونکی آه ته یې غوږ او ځخم څخه څڅېدونکو وینو ته لاس نیولی وی او همدا فرصتونه که هر څومره زموږ او دوی گډ دښمن ورته را منځته کړی؛ لټوی.

که په لومړۍ دوره کې اسلامی امارت په جگړه کې د ښکېلتیا له امله چانس ونه موند او بیا دلته د صلیبی اشغال پر راتلو یې نور هم تمه له منځه لاړه، پاکستان هم د خیالی کرښې پر حقیقت اړولو جرأت، فرصت، دلیل او پلمه، زور او پرې د اغزن تار لگولو لگښت نه لرلو له امله پرې چوپ، خو په عین حال کې د جرأت، فرصت، پلمې او توان موندلو په لټه کې و.

په همدې لټه او تمه پاکستان صلیبی اشغال ته لاس ور کړ او هغه هم د همدې کرښې پر سر (د پاکستان له استقلال خپلولو را پیل) مزمن رقابت څخه په استفاده د ناڅېزه، پوچو او خیالی ژمنو په بدل کې پاکستان د افغانستان پر وړاندې وکاراوه.

خو چې پاکستان له اشرفغنی څخه د یوې پټې معاملې له لارې پوله اخیسته او د اغزن تار نښلولو لگښت یې پر امریکایی چارواکو مانه، بلا مالی او ځانی زیانونه یې گاللی، خپل حیثیت یې زیانمن کړی او ډېر ناوخت و چې له امله یې بیا هم دغه معامله او اغزن تار دواړه لا نیمگړی، اشغال ترې له خپل تپلی رژیم سره پر گونډو او د یادو زیانونو پر گاللو رامنځته کړی فرصت یې یوځل بیا له زوال سره مخ دی.

له اشرفغنی سره د پټې معاملې له مخې د تیر رژیم پر مهال پاکستان پر افغان خاوره راکټونه ویشتل ترڅو پولې ته نږدې پراته وگړی د سیمې پرېښودو ته اړ او د اغزن تار نښلولو او له خیالی کرښې را دېخوا افغان خاورې ته ننوتلو کې اسانتیا را منځته کړی.

اوس چې پاکستان لا هم تمه لری له اسلامی امارت سره به په معاملگرۍ نیمگړې معامله او اغزن تار بشپړ کړی، یو ځل بیا یې د راکټونو نسخه تکرار کړه ترڅو په پلمه یې دلته چارواکی راولېږی او په دغه تړاو له نږدې څخه د اسلامی امارت چارواکو اندونه، طرحې او وروستی او اصلی موقف مالوم کړای شی، خو فکر نه کېږی چې دا وړۍ دې ور شړۍ شی.

اسلامی امارت او افغان ولس ښه درک کړې او پوهېږی چې اشغالگرو د تېښتې په درشل دا ډول معاملې او کرښې په سیمه کې د نیابتی او تلپاتې شخړو په موخه رامنځته کړې، پاکستان هم د اشغالگرو د زر او زور تر سیوری لاندې او د اشغال پر وړاندې زموږ له کمزورۍ او هغه مهال دلته بد وضعیت څخه په گټه اخیستنه جرأت، فرصت، پلمه او توان ترلاسه کړی چې اوس پر له منځه تللو سره به یې بیا نه تکرارېږی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ انگریز ډېورنډ کش کړې ۱۲۸کلنه ناقانونه کرښه چې له هند څخه د پاکستان جلا کېدو سره سم باید پرې له سره غور شوی وای تر اوسه ۷۰ کاله زیاتې مودې د رقابت لامل شوه، اشغالگرو د ناسم اټکل پر بنسټ ښایی تمه کړې وی چې دا چاره به یې د یاد رقابت اور نور هم ژبغړاند کړای شی.

خو افغان ولس او اسلامی امارت که څه هم د لومړۍ دورې جگړې پسې دا دی د دوهمې دورې له پیل سره تبلیغاتی او اقتصادی جگړه کې ښکېل ساتل کېږی او سیمه یې ښکېلتیا ته د فرصت په سترگه گوری، خو چې د نړۍ په کچه یواځینی مطرح اسلامی مسئول نظام دی، د خپل نړیوال او هم سیمه ییز حیثیت، استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو او د یو رښتونی اسلامی هېواد په توگه د افغانستان د نړیوالتوب اړتیا او غوښتنې پوره کولو ته ژمن دی، ټولې سیاسی او ډیپلوماټیکی هڅې به پر کار واچوی چې د خیالی او فرضی کرښې او هغې دغې غاړې اصطلاح په اغزن تار کې نغښتې له منځه یووړله شی ان شاءالله. په همدې هیله

ممکن است شما دوست داشته باشید