روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د الجزیرې خبریالې ‘شېرین ابو عاقله’ وژونکې سخت حساسیتونه را پارولی دی!

ز، شهباز

د اسرایلی ځواکونو له خوا د الجزیرې خبریالې ‘شېرین ابو عاقله’ وژنې په نړیواله کچه سخت حساسیتونه را پارولی دی، پر خبریالې’شېرین ابو عاقله’ برید، د وینا پر ازادۍ، خبریالانو او پر رسنیوو برید بلل شوی دی.

د ټولو غوښتنه داده، چې د دې وژل شوې خبریالې قاتلانو ته سزا ورکړل شی. په دې اړه راځو لومړی نړیوالو حساسیتونو ته:

د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتېرش د دې خبریالې وژنه په کلکو ټکو غندلې ده، ده وېیلی، چې په‌ لوېدیځه غاړه کې د الجزیزې تلوېزیون د دې باتجربه خبریالې ‘شېرین ابو عاقله’ وژل کېدو حیران کړی دی.

د ښاغلی ګوتېرش له ادرسه په خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې “اړوند چارواکی دې د دې پېښې په تړاو خپلواکې او رڼې څېړنې وکړی او دا دې ډاډمنه کړی‌ چې له عاملانو سره یې حساب کېږی.”

په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې “سرمنشی پر ژورنالېستانو ټول بریدونه او د هغوی وژل غندی او پر دې ټینګار کوی‌ چې خبریالان باید هېڅکله د تاوتریخوالی هدف ونه ګرځی.”

د فلسطین ولسشمر د دې پېښې بشپړ مسوولیت د اسرائیلو پر حکومت اچولی او دا یې “وژونکی جرم” بللی دی.

د فلسطین ولسشمر محمود عباس پر خبریالانو دا برید په کلکو ټکو غندلی او ادعا یې کړې چې دا د “یرغلګرو ځواکونو تګلاره ده چې خبریالان په نښه کړی، د رېښتیا او حقیقت غږ غلی کړی چې د دوی جرمونه پټ پاتې شی.”

د اسرائیلو لومړی وزیر بیه هڅه کړې، چې د دې خبریالې د قتل مسوولیت د فلسطینی ځواکونو پر غاړه ور واچوی، خو دا شونې نه ده، هغه وېیلی چې ښایی د دوی د ځوابی ډزو پر مهال د فلسطینیو وسلوالو لخوا ویشتل شوې وی. په اصل کې دا مسئله پټه پاتې کېدای نه شی، په دې مانا چې دا خبریاله هغه مهال په ډزو ووژل شوه، چې هغې او نورو ملګرو یې د نښتې د سیمې د وضعیت په پار د  تصویر اخیستو هڅه وکړه، په اخیستل شویوو وېډیو ګانو کې په رڼا ورځ ښکاره کېږی، چې پر دې خبریالې د اسرایلی ځواکونو له خوا ډزې کېږی او پر مځکه را لوېږی.

د افغانستان اسلامی امارت له خوا هم د دې خبریالې وژل کېدل غندل شوی او دا یې د بیان پر ازادۍ برید بللی دی. په دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښکاره کړی او دا وژنه یې غندلې ده. د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په ټوېټ پیغام کې دغه وژنه د بیان پر ازادۍ برید بللی دی.

د هغه په خبره، اسرائیل د بیان پر آزادۍ په برید سره غواړی، چې په فلسطینی ولس د دوی ظلمونه نړۍ ته څرګند نه‌شی.

له دې سره هممهاله امریکا هم د دې فلسطینۍ – امریکایۍ خبریالې وژنه غندلې او هغه یې افسانوی خبریاله بللې ده.د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکی پر ټوېټر لیکلی چې د ابو عاقله له وژل کېدو او د پروډیوسر له ټپی کېدو یې خبرېدو امریکایان خواشینی کړی دی.

نوموړې زیاته کړې “موږ د هغې کورنۍ او ملګرو ته د زړه له تله تسلیت وایی او وژنه یې په کلکه غندو.”

د الجزیرې تلوېزیون دغه خبریاله د چارشنبې پر ورځ د اسرایلی ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شوه. الجزیره خبری شبکه د خپلې شبکې د خبریالې په اړه وایی، چې۵۱ کلنه خبریاله شیرین ابو عاقله اسرائیلی پوځیانو په “رڼا ورځ” او “قصدآ” وژلې. د دې خبریالې پروډیوسر یا خبر جوړونکی هم په ډزو ویشتل شوی خو ټپی دی.

دا پېښه داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې د اسرائیلیو پوځیانو او فلسطینیانو تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی.

اسرائیلیو پوځی چارواکو وېیلی ځواکونو یې د جېنېن سېمې د کډوالو پر یوه کمپ چاپه وهلې وه چې په وینا یې “شکمن ترهګر” یې په نښه کړی.

د فلسطین روغتیایی چارواکی وایی، شیرین ابو عاقله د خبریالۍ پر مهال په سر ویشتل شوې وه. ډېره ټپی وه چې روغتون ته یوړل شوه او وروسته بیا ومړه.

یو بل فلسطینی خبریال علی سمودی چې له الجزیرې سره کار کوی، ویشتل شوی خو روغتیایی حالت یې اوس ښه دی.

ښاغلی سمودی د پېښې په اړه وایی: “موږ د اسرائیلی پوځیانو عملیاتو عکاسی کوله او بیا یې سملاسی پر موږ ډزې وکړې، پرته له دې چې له موږ وغواړی چې عکاسی بنده کړو یا سیمه پرېږدو. لومړۍ مرمۍ پر ما ولګېده او دویمه مرمۍ پر شیرین ولګېده.”

نوموړی زیاته کړه: “د پېښې ځای کې د فلسطینیانو له اړخه هېڅ ډول وسلواله مبارزه نه وه.”

الجزیرې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې اسرائیلی حکومت او پوځ یې “په لوی لاس” د خبریالانو په “نښه کول او وژل” وپوښتی او مسوول یې وګڼی.

ابو عاقله د الجزیرې یوه له وتلیو څېرو او په نړیواله کچه پېژندل شوې خبریاله وه.

د نوموړې همکارې ندا ابراهیم وېیلی،‌ شیرین ابو اقلا یوه منل شوې همکاره وه چې ټولو یې درناوی کاوه او د وژنې خبر یې د ټولو لپاره ټکان ورکوونکی و.

موږ په کلکه د دې خبریالې وژنه غندو او د عاملینو د نیولو پر سزا رسولو غوښتنه یې کړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید