روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اقتصادی ستونزو د هواری هلې ځلې او له ملی پانګوالو سره د عالیقدر امیر المؤمنین لیدنه  

په هېواد کې د اوږد مهاله جګړې د رانده پیټی او له اشغالګرو را پاتې ستونزې، په لږه موده کې له منځه وړل کېدای نشی، ځکه د هېواد دښمنانو د تېښتې پرمهال اقتصادی ستونزې رامنځته کړې او بندیزونه یې ولګول، د اسلامی امارت په وړاندې یې بانکی خڼډونه را پیدا او د افغانانو شتمنی یې په غیر قانونی توګه کنګل کړه، دوی نوره هم هڅه وکړه چې د نړیوالو مرستندویه هېوادو مرستې هم پر افغانانو وځڼډوی او په افغانستان کې یو اقتصادی ناورین رامنځ ته کړی.اوس افغان ولس له اقتصادی ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د دې ستونزو په وړاندې د مقابلې لاره هم اسانه نه ده.

خو له دې سره سره په هېواد کې د اقتصادی ستونزو د هواری لپاره اسلامی امارت مسوولینو هڅې پیل کړې دی او په عایداتی برخو کې یې دفساد دله منځه وړو له کبله په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی. هېوادوالو ولیدل چې د روان مالی کال بودجه دکورنیو عوایدو له لارې تنظیم شوې او ترڅنګ یې د دولتی کار کوونکو د معاشونو په ور کړه کې ځنډ له منځه تللی دی. د اسلامی امارت په تشکیلاتی جوړښت کې د اقتصادی کمېسیون هڅی هم دپام وړدی، ځکه چې په کور دننه او بهر سوداګرو ته د آسانتیاو په برخه کې نوی ګامونه پورته شوی او یوشمېر افغان سوداګر د شرکتونو په جوړښت سره به وتوانېږی یولړ ستراتیژیک ګامونه پورته کړی او د وزګارو هېوادوالو لپاره به دکار زمینه برابره شی. همدا اوس ګاونډی هېوادونه لېواله دی چې زموږ په هېواد کې پانګونه وکړی او په سیمه کې د راکړې ورکړې بهیر پیل شی، ځکه دا مهال داسلامی امارت په راتګ سره په هېواد کې سراسری امنیت ټینګښت مندلی او هغه ستونزې چې د سوداګرو په وړاندې د امنیت له اړخه پرتې وې، له منځه تللې دی. د اسلامی امارت د ډاډګیرنې له مخې به هغه پروژې په کار پیل وکړی، چې د امنیتی دلایلو له کبله بندې شوې وې.

د هېواد سوداګرچې په هېواد کې د اسلامی امارت له سوله ییزو هڅو څخه خوښ ښکاری، هیله من دی چې دیو لړ نورو آسانتیاو د رامنځ ته کولو له کبله په اوسنیو اقتصادی ستونزو برلاسی شی او د اقتصادی پیاوړتیا لپاره لار هواره شی، همدا وجهه ده چې د اسلامی امارت امیر المومنین شیخ الحدیث مولوی ملاهیبت الله  آخندزاده د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونی او د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې ګډ پلاوی سره په قندهار کې وکتل او دسوداګرو غوښتنې یې له نیږدی څخه و اورېدې، تمه ده چې د امیر المومنین له لارښوونی سره سم به په سوداګرییز بهیر کې نوی خوځښت رامنځ ته شی او د هېواد سوداګر به د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره د هېڅ ډول هلو ځلو څخه دریغ ونه کړی ،چې هېوادوال د اوسنیوو اقتصادی ستونزو څخه وژغورل شی. باوری یوو چې د اسلامی امارت دمسؤلینو دنه ستړی کېدونکو هلوځلو له امله د اقتصادی پیاوړتیا لپاره بنسټیز کارونه پیل کړی ،چې وزګار هېوادوال په کارونو وګمارل شی او د هېواد دپرمختګ لپاره اوږد مهاله او ستونزمنه لار رالنډه شی. یوشمیر بهرنی هېوادونه هم په هېواد کې پانګونی ته لېوال دی ځکه چې په هېواد کې د امنیت د رامنځ ته کېدو له کبله پانګونې ته لار هواره شوې او هر څوک کولی شی چې د هېواد د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره پآنګونه وکړی او هېوادمو له احتیاج څخه خلاصون ومومی.

د ازبکستان دملی امنیت سلاکار چې هېواد ته دیوه دوستانه سفر لپاره راغلی و د اسلامی امارت د اقتصادی کمېسیون د رییس ملابرادر سره په لیدو کتو کې ډاډ څرګند کړی چې د دواړو هېوادو د اړیکو د پراختیا ترڅنګ به د اقتصادی پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې نه درېغوی او هغه پروژې چې نیمګړې پاتې دی، په رغاونه کې به یې اقدام وکړی. دویلو ده د ټاپی پروژه چې یوه ستراتیژیکه پروژه ده دتخنیکی کارونو دپوره کولو سره سم به په کار پیل وکړی چې له امله به یې زیات شمېر هېوادوال په کار وګمارل شی.

همدارنګه ګاونډی هېواد ایران دبرېښنا په برخه کې پانګونې ته تیاری ښودلی او د هېواد دبرېښنا شرکت له مسؤلینو سره یې په لیدوکتو کې وېیلی چې دبرېښنا شرکت تخنیکی پلاوی دې ایران ته سفر وکړی ،چې په لومړیتوبونو خبرې وشی او دپانګونی لپاره لار هواره شی. د اسلامی امارت په وړاندې هغه ستونزې له منځه تلو په حال کې دی چې د اشغالګرو دمنفی تبلیغاتو له امله رامنځ ته شوې، ځکه چې د یو شمېر بهرنیوو هېوادونو  دکانونو په راسپړنه کې سینه ډبولی او تیاری یې ښودلی چې په دې برخه کې به له اسلامی امارت سره په ګډه کارو کړی، همدا اوس دکانونو او پترولیم وزارت په یوه اوونی کې د ۱۹/۳/۱۴۰۱ نیټی څخه تر ۲۵/۳/۱۴۰۱ نیټی پورې څه باندې ۳۷۵ میلیونه افغانی او څه باندې یو میلیون ډالر عواید ترلاسه کړی دی. داپه داسی حال کې ده چې د اسلامی امارت دتیر حکومت دستونزمنو ستونزو په رغاونه بوخت دی هڅه کوی چې ژر تر ژره په اقتصادی ستونزو برلاسی پیدا کړی او هېوادوال دشتو ستونزو څخه په لنډ مهاله کې وژغوری.

هیله ده،چې ولس خپله حوصله او زغم له لاسه ورنه کړی او دیوې روښانه راتلونکی لپاره له اسلامی امارت سره یوځای د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې مرستې وکړی او په ګډه سره د هېواد د دښمنانو دلاس وهنې مخنیوی او د هېواد د آبادۍ  او د اوسنیو اقتصادی ستونزو درغاونې لپاره ګامونه پورته کړی او لاس وهونکی هېوادونه دې ته پرې نږدو چې هېواد مویوځل بیا دوینو په سمندر ورګډ کړی.

متین

ممکن است شما دوست داشته باشید