روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزې او ګڼ اقتصادی زیانونه

حمزه

په دې وروستیوو کې افغانی بانکنوټونه ډېر زاړه شوی دی، څوک یې سم نه اخلی او د بهرنیوو اسعارو په راکړه ورکړه کې خو بیخی په تاوان دی.نوی هغه هم بازار ته نه دی را وتلی او یا هم د زړو بانکنوټونو د ټولولو اقدام نه دی شوی، چې د افغانستان بانک یې په بدل کې سمې او د چلند وړ پیسې وړاندې او په دې توګه روانه اقتصادی ستونزه حل کړی!

په اصل کې افغانستان له داسې پرمختګ نه پاتې دی، چې په راکړه ورکړه کې دې د فزیکی بانکنوټونو کارونه بنده او پیسې دې د الکټرونیکی وسایلو لکه تلېفونی کرېډېټ یا هم الکټرونیکی کارټونو له لارې وضع یا تادیه کړل شی، له همدې امله په افغانی بازارونو کې ټوله راکړه ورکړ ه، پر فزیکی بانکنوټونو تر سره کېږی، همدا وجه ده، چې بانکنوټونه ژر زړېږی او په لاسونو کې سولېږی، څنډې یې غوڅېږی او یا هم څېرېږی.

په دې وروستیوو کې ډېری بانکنوټونو سولېدلې او داسې زاړه شوی،چې د راکړې ورکړې پر مهال پرې لانجه وی، څوک یې نه اخلی او څوک یې په دې موخه زړه نازړه تر لاسه کوی، چې ګوندې بل ځای وچلېږی. ډېری داسې صرافان شته چې د بهرنیوو اسعارو په وړاندې په تبادله کې یې له همدې امله ستر ستر زیانونه ګاللی دی. همدا وجه ده، چې د راکړې ورکړې پر کارونو زړو بانکنوټونو سختې سختې منفی اغېزې کړې دی. عامه شکایت دا دی، چې د افغانستان په بازارانو کې د زړو افغانیو بانکنوټونو کارونې د راکړې ورکړې په برخه کې ډېرې ستونزې راولاړې کړې دی. په همداسې حالت کې چارواکیو امر کړی چې په راکړه ورکړه کې دې زړې افغانۍ هم واخیستل شی او که چا ترې انکار وکړ، نو پر سزا به ورسول شی. د بېلګې په توګه په هرات کې ځایی چارواکیو امر کړی چې که چېرته دوکانداران زړې پیسې نه اخلی، سزا به ورکړل شی.

څو ورځې مخکې په هرات ولایت کې د صرافانو ټولنې د زړو بانک نوټو ستونزې په دلیل، پولی خدمات د څو ورځو لپاره بند کړل چې دغه کار هم عامو خلکو او سوداګرو ته ډېرې ستونزې راولاړې کړې. خو تازه د هرات والی په غږیز پیغام کې د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ او د استخباراتو څانګې ته امر شوی، هغه کسان چې د زړو پیسو له اخیستلو ډډه کوی، بندیان کړی.

د هرات د والی په دغه غږیز پیغام کې چې رسنیوو ته هم رسېدلی، راغلی: «ټولو امنیتی او استخباراتی حوزو ته ووایئ چې دوکاندارانو او صرافانو ته ابلاغ کړی چې زړې پیسې د چلېدو وړ دی. له دې پرته، قانون ورباندې تطبیق کېږی او متخلفین به زندان ته واچول سی.»

خو د هرات ولایتی ادارې ویاند، نعیم الحق حقانی وایی چې رامنځ ته شوی مشکلات به ډېر ژر حل شی. هغه زیاته کړې خلک مکلف دی چې د افغانۍ په ساتنه کې توجه وکړی. حقانی ووېیل: «د هرات محلی اداره، په بازار کې د زړو پیسو د موجوده ستونزې د حل په برخه کې جدی او اساسی اقدامات تر سره کړی دی. څرنګه چې د یو فرمان له لارې ټولو دوکاندارانو، رستورانټونو او صرافانو څخه غوښتل شوی، هغه زړې پیسې چې رنګ ورباندې شیندل شوی نه وی او ظاهری بڼه یې د لوستلو وړ وی، له خپلو مشتریانو څخه واخلی.»

خو د مدنی ټولنې فعالان وایی تر هغې چې د افغانستان د مرکزی بانک له خوا نوی بانکنوټونه په بازارونو کې توزیع نشی او زړې پیسې ټولې نشی، دغه ستونزه به حل نشی.

هغوی غوره ګڼی چې چارواکی باید د ملګرو ملتونو له سازمان سره خبرې وکړی چې د اړتیا په اندازه نوې پیسې د افغانستان بازارونو ته واردې او زړې او ورستې شوې پیسې له بازارونو ټولې کړی. ځکه د دغو پیسو موجودیت د خلکو د کارو بار او معاملاتو بهیر سخت اغېزمنوی. دغه مشکل به د افغانستان نیم بنده اقتصاد باندې هم لویه ضربه وارده کړی.

په اصل کې دا ستونزه عامه ده، نه یوازې هرات، بلکې د افغانستان په هر ولایت او بازار کې زړې پیسې د سختې اندېښنې وړ دی او خلکو ته یې اقتصادی زیانونه اړولی دی. د افغانستان له مختلفو ولایتونو رپوټونه ورکړل شوی، چې دوکانداران او په ټوله کې عام خلک په بازارونو کې د تبادلې او راکړې ورکړې پر مهال له زړو او ورستو پیسو شکایت کوی. په همداسې حال کې د افغانستان د مرکزی بانک چارواکیو د نوو بانک نوټونو د وېشلو په برخه کې اقدام نه دی کړی. چارواکی مکلف دی، چې د زړو پیسو لویه ستونزه ژر در ژره حل کړی، دا ملی ستونزه ده او دا د ملی کرنسۍ یا ملی هویت ستونزه ده، چې حل یې هم باید ژر ولټول شی.

دا په داسې حال کې ده چې د مرکزی بانک، تازه په اعلامیه کې وېیل شوی چې پرته د هغو بانکونوټو چې ظاهری شکل یې کاملا تغییر کړی وی او یا د غیرمترقبه پیښو له امله یې یوه برخه له منځه تللې وی، پاتې نور ټول بانک نوټونه سالم ګڼل کېږی او په پولی معاملاتو کې د استفادې وړ دی. مرکزی بانک همدارنګه د چلښ نه وړ پیسو انځورونه هم خپاره کړی دی. خو اړتیا دا ده، چې نوی بانکنوټونه باید بازار ته وړاندې کړل شی، زړې او له چلښته لوېدلې افغانۍ را ټولې او له منځه یووړل شی، که نوی بانکنوټونه کم وی او یا یې هم د چاپولو اړتیا وی، نو دا د افغان ولس حق دی، چې ملګری ملتونه او نړیواله ټولنه ورته پام وکړی او د نویو بانکنوټونو په چاپولو کې همکاری وکړی. د افغانستان مخکینی حکومت به د افغانۍ بانکنوټونه په جرمنی، فرانسه، برېتانیه او پولنډ هېوادونو کې چاپول،نو د سترې ملی اړتیا له مخې باید چارواکی ژر لاسه په کار شی او په نړیواله کچه دا مسئله مطرح او د حل لپاره یې اقدام وکړی،یا هم له دغو هېوادونو سره خبرې وکړی، چې د نویوو بانکنوټونو په چاپ کې ورسره مرسته وکړی. دا ملی ستونزه ده او نړیوال هم دې ستونزې ته باید ژر د حل لاره ولټوی او په حل کې یې مرسته وکړی!

 

ممکن است شما دوست داشته باشید