روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د کانونو د استخراج څرنګوالی

په دې وروستیوو کې د کانونو د استخراج چارې چټکې شوې دی، په ګڼو ولایتونو کې د قیمتی ډبرو راسپړل او استخراج پیل شوی دی، د افغانستان د لوی کان چې د لوګر د عینک مسو کان دی، د چینایی کمپنۍ ( ام سی سی) له خوا یې د را سپړلو چارې چټې شوې دی او د کورنیوو چارو وزارت هڅه کوی، چې د دغه کان د ساحې د خوندیتابه لپاره خپل پلانونه عملی کړی.

په ننګرهار ولایت کې هم له چین سره په ګډه داسې هڅې روانې دی، چې د دغه ولایت او په ټوله کې د هېواد قیمتی ډبرې نه یوازې استخراج، بلکې په لوی او ملی نندارتون کې نندارې ته هم وړاندل کړل شی.

دغه راز په بېلابېلو ولایتونو کې هم د کانونو د اسختراج لپاره هڅې روانې دی، د چین، روسیې ، برېټانیې او ترکیې په شمول، ګڼو هېوادونو د افغانستان له حکومت سره په دې اړه خبرې کړې دی او دې ته یې لېواتیا ښکاره کړې، چې د افغانستان پر کانونو پانګونې وکړی. د افغانستان نور ګاونډی هېوادونه به هم خپلې هڅې کوی او دا د دغو هېوادونو لپاره ډېره مهمه مسئله او ستره سیالی ده، چې هغوی هم د افغانستان د کانونو پر را سپړلو پانګونې وکړی.

چارواکیوو په دې وروستیو کې له کورنیو او نړیوالو کمپنیو سره د کانونو د استخراج لپاره د قراردادونو پروسه چټکه کړې ده. په دې ترڅ کې د بریتانیا د میتال شرکت یو پلاوی هم په کابل کې د کانونو او پترولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره کتلی دی. د چارواکو په حواله وېیل شوی، چې دا شرکت غواړی په تېره بیا د افغانستان د کرومایټ په کانونو کې پانګونه وکړی. له دې وړاندې د روسیې او ترکیې پلاوی هم کابل ته راغلی وو او پر همدې مسئله یې له چارواکیو سره بحثونه کړی دی.

په عین حال کې د چین د ایم سی سی کمپنۍ چې د مس عینک د کان قرارداد ورسره شوی هم په کابل کې له د ریس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره کتلی دی.

کانونه د افغانستان ملی شتمنی ده، دا شتمنی د افغانستان او د افغان ولس لپاره ستر اهمیت لری، د کانونو استخراج هم لویه ملی مسئله ده، که د دغو کانونو د استخراج لپاره د افغانستان په مسئله کې را ښکېل لوری او هېوادونه را مخې ته شی او د یوې رڼې او شفافې پانګونې په صورت کې د کانونو په استخراج کې پانګونې وکړی، نو باور دی، چې په افغانستان کې به نه یوازې د کار زمینې برابرې شی، بلکې ورسره سم به ناوړه او تپل شوې جګړې هم پای ته ورسول شی!

که پام وکړو، د افغانستان په مسئله کې را ښکېل لوری او په تېره بیا ګاونډی هېوادونه، د خپلو ګټو لپاره جګړه پر مخ وړی، یا په بله وینا هغوی اوبه خړوی او خپل کبان په کې نیسی، په دې اړه ګڼې اندېښنې شته، چې د دې ناوړې سیالۍ له امله نه یوازې افغانستان ناامنه او بې ثباته شوی، بلکې سیمه او نړۍ هم ورسره بې ثباته شوې ده.

د جګړې او ناقانونه کډوالۍ لاملونه هم تر ډېره فقر او غربت دی، که دا فقر او غربت ورک کړل شی، نو هم جګړه له منځه ځی او هم د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی کېږی. په دې مانا چې هم افغانستان ثبات ته رسېږی او هم سیمه او نړۍ له بېلابېلو فشارونو او شخړو خوندی کېږی.

د همدې لپاره یوازنۍ لاره دا ده، چې افغانان په خپل کور کې پر خپلو ملی شتمنیوو بسا کړل شی، چې یوه یې هم همدا کانونه دی. د کانونو د استخراج لپاره پانګونه افغانان دې خپلې موخې ته رسولی شی او همدا رنګه د افغانستان په مسئله کې را ښکېل لوری یوې تل پاټې او باوری سولې ته رسېږی، د دې ترڅنګ پر یو او بل باور رامنځته کېږی او د شخړو او تقابل مخنیوی کوی.

د افغانانو لپاره غوره دا ده، چې د کانونو پر استخراج یې پانګونې وشی، دا پانګونې ډېرې مهمې دی، افغانان دې ته د زړه له تله هرکلی وایی، خو دا ملی شتمنی باید په سمه او قانونی توګه پر ثروت بدله کړل شی. د قانون په رڼا کې افغانان کولی شی، چې خپل کانونه پر لویوو او وړو پانګونو بدل کړی، په دې مانا چې د افغانستان قیمتی ډبرې، سره او سپین زر او نور آن کلیوالی او کورنۍ بوختیاوې رامنځته کوی. د بېلګې په توګه که د سرو او سپینو زرو او دغه راز د قیمتی ډبرو پر کانونو سمه پانګونه وشی او په شفافه او رڼه توګه را ورسپړل شی، نو کولی شو، چې د زرګرۍ لپاره پروسس او آن ښځې هم په کې بوختې شی. یعنې ښځې کولی شی، چې دغه سره او سپن زر او یا قیمتی ډبرې د وړو او لویوو پورونو په توګه خپل کور ته یوسی او ترې ګاڼې جوړې او بیا یې په بازار کې وپلوری. نورې نړیوالې ګټې خو یې تر دې هم لوړې دی، چې د افغانستان د کانونو مواد له پروسس وروسته په نړیوال بازار کې وړاندې کړل شی!

له همدې امله ستره اړتیا ده، چې په قانونی توګه د کانونو د را سپړلو لپاره هڅې وشی، په دې کې شفافیت هم د قانون له مخې رامنځته کېدای شی، په دې مانا، باید هر کان مالوم او سروې کړل شی، چې څومره مواد په کې پراته دی، څو کسان په کې پر کار ګومارل کېدای شی، څومره وخت یې پر راسپړلو لګېږی، د ملت د خزانې لپاره یې ګټه څومره ده، په کې د پانګوال حق څومره کېږی او … دا ټول د قانون له مخې کېدای شی.

همدا اوس چې په افغانستان کې د سراسری امنیت خبرې کېږی، ښه او غوره موقع ده، چې دا کانونه په قانونی او منظمه توګه داسې را وسپړل شی، چې هم په کې شفافیت وی او هم ولس ترې خبر وی، چې په دې ملی شتمنیوو کې یې څوره ګټه ده! لویه غوښتنه هم دا ده، چې د کانونو په برخه کې قراردادونه په قانونی او شفافه توګه وشی، چې هم ولس او هم پانګوال په کې ښکېل وی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید