روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس د غمشریکۍ پیغام

د افغانستان د اسلامی حرکت ګوند د موسس مرحوم مولوی محمد نبی د زوی الحاج محمد ولی محمدی د وفات په مناسبت د جمهوررئیس د غمشریکۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ خبر شوم چې د افغانستان د اسلامی حرکت ګوند د موسس او مشر مرحوم مولوی محمد نبی محمدی زوی الحاج محمدولی محمدی په متحده عربی اماراتو کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی.
انالله و اناالیه راجعون
ارواښاد الحاج محمدولی محمدی چې په حاجی شېراغا مشهور و، پر افغانستان د پخوانی شوروی اتحاد د وسله وال یرغل پرمهال د افغانستان د خلکو برحقه جهاد په کلونو کې له خپل مرحوم پلار (مولوی محمدنبی محمدی) او نورو مجاهدینو سره په جهاد او د مجاهدینو په تجهیز او انسجام کې فعاله برخه لرله، نوموړی خیرخواه، مصلح او حلیم انسان و، مړینه یې د افغانستان لپاره ضایعه ده.
د ارواښاد الحاج محمد ولی محمدی کورنۍ، د افغانستان د اسلامی حرکت ګوند غړو او پلویانو او ټولو هیوادوالو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم، ارواښاد ته د لوی الله له دربار څخه د فردوس جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر دعا کوم.
محمد اشرف غنی
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس

ممکن است شما دوست داشته باشید