روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره فوټبال لوبډلې د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال فډراسیون پر خپل رسمی فېسبوک لیکلی چې افغان لوبغاړو سیاله لوبډله یو- صفر ماته کړه.

د اسیا د مرکز د فوټبال په لوبو کې د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډلې پرون د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان ۱۴ کلنو تېره جمعه په خپله لومړۍ لوبه کې ایران ته هم په یوه ګول سره ماتې ورکړې وه.

د افغانستان، تاجیکستان، ایران، ازبیکستان او ترکمنستان په ګډون د آسیا د مرکز د فوټبال لوبې د تېرې اوونۍ په وروستیوو کې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوې او د لړم/ عقرب تر دېرشمې دوام کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید