روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانانو د بری راز په ملی یووالی کې نغښتی دی

دا بایدسل په سلوکې ومنو چې دگران هیوادسر لوړی افغانستان آبادی، سمسورتیا ترقی او پر مختگ یوازی او یوازی دافغانانو په ملی یووالی، یو موټیتوب او دټولو میشتو ورونو قومونو په پیاوړو او ځواکمنو مټو شونی دی، ځکه دهیوادودانول دافغانانو له زیار گاللو پرته دبل چا په لاس امکان نه لری او یوازی دافغانانو پر ټینگ عزم او پوره یووالی او دغه راز ددوی پر ځواکمنو مټو آبادیدلی شی، پردی اساس موږ هغه وخت کولی شو خپل جگړه ځپلی هیوادودان کړو چې بشپړ یووالی ولرو او زیات زحمتونه او زیارونه وگالو، البته دایو څرګندواقعیت دی چې دافغانستان ځواک او قوت په ملت کې دی، څرنگه چې دغه ملت په اتفاق یووالی او یوی لاری سره روان دی  نوله دی امله حکومتی چارواکو او دغه راز سیاست پوهانو او دسیاسی  گوندونو او ډلو چارواکو ته هم لازمه ده چې خپل هیوادته په بشپړ یووالی او اتفاق سره پرمختگ ورکړی، داسی  چې خلک یی هیله لری، همداشان دافغانستان جګړه  ځپلی مظلوم ولس له ټولو سیاسی ډلو او مشرانو څخه ددی هیله اوغوښتنه هم لری چې دبیلابیلو فکرونو او پروگرامونو په لرلو سره دملت دآبادی په لاره کې یو لاس او یو موټی شی او دنظام په ټینگښت کې هلی ځلی وکړی، اوهم ددغه هیوادخلک نن له حکومتی او سیاسی چارواکو څخه یووالی او له مصیبت څخه دخپلو خلکو دخلاصون په خاطر هلی ځلی غواړی. او هیله لری چې مشران یی په اتفاق سره دغه خاوره له مصیبت څخه وژغوړی، البته دافغانستان دپرمختگ دښمنان هره ورځ هلی ځلی کوی ، دبی اتفاقی په اچولو سره دهیواددپرمختگ مخه ونیسی، خو موږ بایدهوښیار او بیدار واوسو او په بشپړی هوښیاری او بیداری سره دغه هیوادهغه ځای ته ورسوو، چې خلک یی غواړی او زموږ شهیدانو په دغی لاره کې خپلی وینی تویی کړیدی، بناً دوخت غوښتنه هم  داده  اوروان حالت هم داایجابوی چې دولتی چارواکې، سیاست وال او داړوندو گوندونو مشران بایدپه پوره همغږی، یووالی او دهیوادپالنی په لوړه او عالی روحیه له هر ډول توپیرونو پرته یوازی او یوازی دیو سپیڅلی افغان په توگه خپلی هلی ځلی یو موتی کړی  او په دی توگه هیواداو هیوادوالو ته ترقی، پرمختگ، نیکمرغی او هوساینه ور په برخه کړی، نو ای دگران افغانستان په کوز او برکې میشتو ورونو قومونو چې ستاسو په شتون توری، میړانی، اتلولی او کار نامو سره سر لوړی  افغانستان په ۱۹۱۹ میلادی کال کې خپله ملی خپلواکې او ځمکنی بشپړتیا تر لاسه کړیده او دتاریخ په اوږدو کې یی دنړی هیڅ یو زبر ځواک ته یی سر نه دی ټیټ کړی نو دا ټول یی دملی یووالی او بشپړ اتفاق زیږنده وه نو راځئ چې  نن هم په بشپړ یووالی سره پرته له هر ډول تربگنی او تاوتریخوالی دملی پیوستون په لوړه او عالی روحیه لاسونه سره ورکړو او خپل دغه جگړه ځپلی هیوادله هر پلوه پر خپلو پښو ودروو او دپوره یووالی په مرسته خپل مظلوم او کړیدلی هیوادوال نور دبدمرغه جگړی دناوړو ناخوالو له امله ونه کړوو، بلکې په خپل منځ کې په رښتینی توگه سره یوموتی شو او په دی توگه په هیوادکې دافغان دښمنو عناصرو دنفاق اچولو جرړی، بیخی وچې کړو او دپای ټکې ورته کېږدو او پر ځای یی دټولو پتمنو افغانانو تر منځ چې دگران افغانستان دښکلی گلبڼ راز راز ښایسته گلان دی دملی یووالی او ملی پیوستون لوړه او عالی روحیه  پیاوړی کړو چې له امله به یی دا ویجاړ افغانستان ودان شی او ځوریدلو افغانانو ته به بشپړه هوساینه او نیکمرغی ور په برخه  او دیوی تل پاتی همیشنی سولی ښیگڼی به تر لاسه کړی ،البته دا یو څرگنداو انکار نه منوونکې واقعیت دی  چې زموږ هیواددتیرو کابو دری نیمو لسیزو بدمرغه، تباه کوونکو او خونړیو جگړو په ترڅ کې له هره پلوه وران، ویجاړ او پتمنه افغانان هم دمادی او معنوی پلوه له سترو زیانون سره مخامخ شوی او په ټولیزه توگه هم دا  ټولو ته په اثبات رسیدلی چې ددغه ناوړه جگړی په ترڅ کې یوازی گران افغانستان دنابودی لوری ته وکښل شو او مظلومه  افغانان له بدمرغیو سره لاس او گریوان شوی نو نن چې موږ ته یو ځل بیا ددی زمینه برابره شوی چې ټول افغانان سره یو موټی شو او دخپل گران هیوادآبادی، ترقی او پرمختگ لپاره مټی راونغاړو او له دی لاس ته راغلی چانس او فرصت څخه ښه گټه واخلو ځکه چې دا هیواددپردیو په لاس نه بلکې یوازی دافغانانو په لاس آباد، سمسور او ښیرازه کېدلی شی او بس ، نوراځی چې دزړه له کومی سره یوموټی اومتحدشو اوپه پوره همغږی ددغه جگړه ځپلی هیوادترقی اوپرمختگ ته په  بشپړصداقت لاسونه سره ورکړو اوخپلی ملاوی هم ښی کلکې  وتړو ترهغه په دی توانیږو چې خپل جګړه ځپلی هیواددترقی او پرمختک لوړو پوړیو ته ورسوو ، دتخنیک او تکنالوجی په نوی عصرکې یی دسیالانو سره سیال کړو.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید