روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلام د ستر پیغمبر(ص) د پاک ژوندانه کرونو لوژیک اړخ ته کتنه

په اسلامی نړی په تیره په افغانستان کی هر کال د ربیع الاول ۱۲مه چی د اسلام د ستر پیغمبر جناب حضرت محمد(ص) د نیکمرغه پیدایښت (مولود شریف) سره برابر ده، ځانګړی مراسم په ځای کیږی.

سږ کال د ۱۳۹۷ل د لړم (عقرب) ۲۹مه د اسلام د سپیڅلی پیغمبر(ص) د ۱۴۴۷می کالیزی سره سمون لری او په ټول افغانستان کی د ټولو مسلمانانو له خوا په خورا شاندار مراسمو سره نمانځله کیږی. او د پاک الله(ج) دغه ستر او سپیڅلی استازی ته د خپل عقیدت باج وړاندی کوی.

د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) د پاک ژوندانه کرونو لوژیک اړخ او وقایع:

– پیدایښت (تولد)= ربیع الاول له ۵۷۱ میلادی کال سره سمون لری.

– بی بی آمنی (دهغه پیغمبر مور) یی ورسپارل ۵۷۱م کال.

-له مورڅخه یې جداینه ۵۷۵ م کال

– خپله موریی له لاسه ورکړه او عبدالمطلب (نیکه)یی سرپرست شو، ۵۷۷م کال.

– د شام (اوسنی سوریی) پرلوری یی لومړنی سفر ۵۸۳ میلادی کال.

– له بی بی خدیجی سره یی ازدواج (واده) ۵۹۶ میلادی کال.

– د حکم په توګه یی ټاکل ۶۰۶ میلادی کال.

– د پاک الله(ج) له لوری لومړنی وحی او د اسلام د پاک دین ظهور ۶۱۰ میلادی کال.

– اسلام دین ته په څرګنده بلنه (دعوت) پیل شو ۶۱۳ میلادی کال د بعثت څلورم کال.

– حبشی ته هجرت ۶۱۵ میلادی کال= د بعثت په ۶ کال.

– د حضرت حمزه مسلمانیدل ۶۱۶ میلادی کال د بعثت اوم کال.

– د حضرت عمر مسلمانیدل ۶۱۶ مسلمانیدل د بعثت اوم کال.

– د خپګان (حزن او اندوه) کال یعنی د بی بی خدیجی او ابو طالب وفات ۶۱۹ میلادی کال.

– طایف ته یون (سفر) ۶۲۰ میلادی کال.

– د لومړنی عقبه بیعت ۶۲۰میلادی کال د بعثت ۱۱ کال.

– د معراج معجزه او د لمونځ فرض کیدل ۶۲۱ میلادی کال د بعثت ۱۲ کال.

– د دوهم عقبه بیعت= ۶۲۲م کال= د بعثت ۱۳ کال.

– هجرت ۶۲۲ میلادی کال د بعثت ۱۳ کال.

– له حضرت عایشی بی بی سره یی واده ۶۲۳ میلادی کال= د هجرت ۲ کال.

– له قدس څخه د کعبی شریفی ته د مسلمانانو د قبلی بدلون (تغییر) ۶۲۳م= ۲ هجری کال.

– د بدر غزوه ۶۲۳ م کال= ۲ هجری کال د روژی ۱۷مه.

– د روژی او زکات فرض کیدل ۶۲۳ م کال= ۲ هجری کال.

– له قینقاع او یهودیانو سره جګړه ۶۲۳م کال= ۲ هجری کال.

– د احد جګړه (غزا) ۶۲۵ میلادی کال= ۴ هجری کال.

– د خندق غزا- ۶۲۷ میلادی کال= ۶ هجری کال.

– د حدیبیی سوله ۶۲۸ میلادی کال = ۷ هجری کال.

– د خیبر سوبه (فتح) ۶۲۸ میلادی کال= ۷ هجری کال.

– د یو شمیر هیوادونو د مشرانو دعوت (اسلام ته) ۶۲۸ میلادی= ۷ هجری کال.

– د موته غزا ۶۲۹ میلادی کال= ۸ هجری کال.

– د مکی فتح- ۶۳۰ میلادی کال= ۹ هجری کال.

– د تبوک فتح ۶۳۰ میلادی کال= ۹ هجری کال.

– د وداع حج او د وداع خطبه ۶۳۲ میلادی کال= ۱۰ هجری کال.

وفات ۶۳۲ میلادی کابل ۱۰ هجری کال دربیع الاوال ۱۲ مه

– یادداښت: د اسلام لوی پیغمبر حضرت محمد(ص) حجه الوداع د ‌ذی الحجه جمعی ورځ له غرمی وروسته د خپلی اوښ چی قسوه نومیدله حجه الوداع وکړه کوم چی ۱۲۴ مسلمانان د عرفات په ډګرکی راټول وو مسلمانانو ته یی خپله ارزښتناکه تاریخی وینا وفرمایله.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید