روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی نظام ساتنه زمونږ ټولو ګډ مسئولیت دی

قومی مشرانو د امارت پر حاکمیت خوښی څرګندوله او د اسلامی امارت حمایت لپاره یې ځانونه په شپه هم تیار وبلل هغوی زیاته کړه چې خپله خو د اسلامی امارت مخالفت هیڅکله نه کوو مګر که بل چا یې مخالفت کاوه هم په مقابل کې به یې دریږو.

مولوی عبدالکبیر یې شکریه اداء کړه، د هغوی تېر او اوسنی جهاد قربانیو ستاینه یې وکړه او د تکالیفو په ګاللو سره یې دوی هم د اسلامی امارت د کاروان خلک یاد کړل. مولوی عبدالکبیر وویل لکه څنګه چې جهاد یوازې طالبانو ندی کړی او د امریکایی اشغال په له منځه وړلو کې ولس د مجاهدینو کلک همکار پاتې شوی همداسې د اسلامی نظام ساتل هم صرف د طالبانو مسئولیت نه جوړیږی باید مجاهد ملت یې تر څنګ ودریږی تر څو د خپل نظام پخپله ساتنه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید