روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی امارت ژمنی باوری او ډاډمنی دی

زموږ ګران هېواد د افغانستان د خپل جغرافیایی موقعیت له مخی د یو شمیر لاس وهونکو هېوادو لاس وهنی له امله د پرمختګ چاری ټکنی او د جګړییزو ستونزو څخه په امان نه دی پاتی شوی همداوجهه ده چې د ژوند اسانتیاوی د کمښت سره مخامخ دی خو د اړتیا له مخی یی د زغم او حوصله مندی څخه کار اخستل شوی او د هر لاس وهونکې هېواد ته یی مناسب ځواب ورکړی دی. ډاډه یو چې اوس به هم د اشغالګرو ځواکونو د وتلو راوروسته چې کومی اقتصادی ستونزی رامنځ ته شوی د اسلامی امارت په مدیریت سره ورغاول شی. ځکه اسلامی امارت د بری راوروسته په ټولو ادارو کې د فساد جرړی و چې کړی او د دولت چاری په ښه توګه پرمخ وړل کېږی ښه به وی چې هېوادوال د تیر په څیر حوصله له لاسه ورنه کړی ځکه چې د نړی د زبرځواکونو ماتیدل او په جګړه کې د مجاهدینو بری لاس وهونکو هېوادوته د زغم وړ نه ښکاری له دی کبله پلمی لټوی او اقتصادی ستونزو په رامنځ ته کېدو کې د هیڅ ډول هلوځلو څخه دریغ نه کوی. له دی امله پر افغانانو ده چې د لاس وهونکو لاس وهنی چې د هېواد د پرمختګ او هوساینی په وړاندی رامنځ ته کېږی ځانونه نانګاره نه کړی ځکه د هېواد او خلکو دښمنان هیڅ کله نه غواړی چې افغانان په ځان بسیا او پرمختللی هېواد ولری هغوی د مختلفو پلمو په لټون بوخت دی غواړی چې افغانانو له پاره یو همیشنی سرخوږی د خپلو ګوډاکېانو له لاری رامنځ ته کړی او د سوله ییز افغانستان په وړاندی د جګړی سنګر تود وساتی. ښه به وی چې هېواد وال په ټوله کې د تیرو جګړییزو ناخوالو زړه بوګنونکې پیښی هیری نه کړی او د تل پاتی سولی له پاره د اسلامی امارت سره مظبوط ملاتړ له پامه ونه غورځوی او د هغو ډلو ټپلو په وړاندی د ملی یووالی پیوند لاپسی غښتلی او د لڼډ غرو ناوړه او بی ځایه انګازی چې د پردیو په لمسون اوریدل کېږی سخته او نه ستړی کېدونکې مبارزه وشی ترڅو هېواد مو یو ځل بیا د پردی پالو په لمسون د جګړی ډګرونه ګرځی. پوهیږو چې ستونزی شتون لری باید د ستونزو د بنسټیزو رغاونی له پاره د چارو په سمبالښت کې بی توپیر پاتی نه شو او د رغاونی له پاره ګډ وهڅو ته ادامه ورکړو.

د فاریاب په ولایت کې راپیښه شوی پیښی ته یو ځل بیا فرصت طلبو عناصرو هڅه وکړه چې د قومی رنګ ورکړی او د اسلامی امارت ترمنځ دی بی باوری په رامنځ ته کېدو سره او به خړی کړی او کبان پکښی ونیسی چې اسلامی امارت په مناسب وخت کې د ستونزی د حل لارو لټوله او مافیایی ډلی ټپلی چې د فیسبوک له لاری یی ناوړه تبلیغاتو ته ادامه ورکوله په نطفه کې خنثی او د تښتیدلو  مافیایی ډلو ټپلو هیلی یی په اوبو لاهوکړی. غوره به وی چې هېوادوال مناسبه قضاوت وکړی او د لاس وهونکو او پردی پالو د کړنو په هکله بی پری قضاوت وکړی ترڅو د تیرو واکمنانو د فساد ډکی چاری او کړنی له یاده ونه باسی. هېوادوال چې دا مهال د اشغالګرو د اقتصادی فشار له امله د ستونزو سره مخامخ دی باید ومنی چې د اسلامی امارت مسولین د هر بی وسی او ناتوانه هېوادوال ستونزمن ژوند نه شی هیرولی هڅه کوی چې مختلفی لاری ولټوی او د حل همیشنی لار ورته په نیږدی راتلونکې کې ومومی. د اسلامی امارت مسولین چې د نړیوالو سره په خبرو اترو بوخت دی وتوانیدل چې د ملګرو ملتونو د سازمان پام راوګرځوی او خپلو بشری مرستو ته ادامه ورکړی. همدا اوس په یوه تازه راخپاره شوی خبرکې معلومات ترلاسه شوی چې د ملګرو ملتونو اداری د خپلو مرسته کوونکو موسیسو له خوا اړمنو هېوادوالو ته د مرستی د ویشلو ترڅنګ د یونسف له خوا پنځه شپیته زره کورنیو ته د ماشومانو د خوارځواکې د مخنیوی په خاطر د نورستان په ولایت کې خپلی مرستی پیل کړی تمه ده چې دا لړی د هېواد نورو ولایتونو ته پراختیا ومومی او ټاکل شوی مرستی په مستحقو کورنیو وویشل شی. خو د ملګرو ملتونو د سازمان پرویشل شویو مرستو یو لړ نیوکې رامنځ ته شوی هېوادال غواړی د مرستو د ویش د روڼتیا په خاطر په ویش کې د اسلامی امارت د مسولینو لارښوونی په پام کې ونیول شی ترڅو د مرستو ویش په پوره روڼتیا سره په مستحقو کورنیو وویشل شی. ډاډه یو د اسلامی امارت روانی هڅی به په نیږدی راتلونکې کې شته ستونزی هواری کړی او د نړیوالو سره به دیپلوماتیکې اړیکې په رسمی توګه ټینګښت ومومی. د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقی وروستی سفرونه چې ایران او ترکمنستان ته یی درلودل د ډیرو لاس ته راوړنو سره مل و ځکه د ګاونډیو هېوادو سره د لیدو کتو پرمهال په یو لړ اړینو ستونزو خبری شوی او د مقابل لوریو څخه د مرستی ډاډ څرګند شوی دی. دغه راز د اسلامی امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشی د هغی وینا ستاینه او ملاتړ وکړو چې د امریکا له خوا د افغانانو د کنګل شویو پیسو د آزادیدو غوښتنه یی وکړه. دا په داسی حال کې ده چې د نړی بشرپاله وګړی پرافغانانو د امریکا اوسنی اقتصادی بندیزونه ناسم او د بشر د حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ګڼی ځکه د سیاسی فشار له مخی د افغانانو د پیسو کنګل کېدو د افغانانو اقتصادی ستونزو د زیاتیدو لامل وګرځید چې اوس یی په پوره پیمانه د وګړو د ژوند اسانتیاو په وړاندی خڼډونه راپیدا کړی دی د افغانانو په وړاندی د امریکا دغه ډول ناوړه کړنی په نړیواله کچه د غبرګون سره مخامخ شوی او د چېن د بهرنیو چارو وزیر په خپله یوه وینا کې د افغانانو د کنګل شویو پیسو د راخوشی کېدو غوښتنه کړی او دغه ناوړه عمل یی غندلی دی. ډاډه یو چې نړیوال سوله غوښتونکې هېوادونه به هرومرو د افغانانو غږ واوری او د افغانانو سره به د مرستو په رالیږنه او د هېواد په بیا ابادونه کې دریغ ونه کړی ځکه په افغنستان کې سوله رامنځ ته کړی او د هری ترهګری ډلی په وړاندی چې په سیمه او نړی کې اسلامی امارت کولی شی سراسری او تل پاتی ګواښ او ویره رامنځ ته کوی مبارزه وکړی او همیشنی سوله چې د ټولو هېوادو په ګټه ده ټینګښت ومومی.

پرځای به وی چې لاس وهونکې هېوادونه د هغو لاس وهنو څخه لاس واخلی کوم چې زموږ د هېواد له پاره ګواښ ګڼل کېږی د افغانستان اسلامی امارت ټولو هېوادو سره د ښو اړیکو د رامنځ ته کېدو غوښتونکې دی هیله ده چې نور هېوادو تعه هم د اسلامی امارت سره د ښو اړیکو په فکر کې شی مناسبه به وی چې زموږ د اوسنیو ستونزو څخه ناوړه ګټه پورته نه شی ځکه ځینی هېوادونه لا اوس هم د یو لړ ناوړه فرمایشونو او وړاندوینو له مخی دا سی څرګندونی کوی چې افغانانو د ملی ګټو سره سمون نه خوری نو هیله پردی ده چې د سیمی امنیت د خوندیتوب او په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو د له مینځه وړو له پاره یوازینی لار د افغانستان د اسلامی امارت سره د ښو او رڼو اړیکو د ټینګښت څخه بله لار شتون نه لری د اسلامی امارت د مسولینو د دریځ له مخی جوتیږی چې د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې د لاس وهنی نیت نه لری او هیڅ وخت به د افغانستان د اسلامی امارت له خوا کوم هېواد ته د ګواښ له پاره لار هواره نه شی. له دی امله اسلامی امارت د ټولو هېوادو څخه غواړی چې د څو تنو مافیایی ډلو چې خپل امتحان یی ورکړی په منفی او بی ځایه تبلیغاتو ونه غولیږی او د اسلامی امارت په ترسره شویو ژمنو باورمن ووسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید