روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د اسلامی امارت په وړاندې د اشغالګرو پلمیزې هڅې

څرګنده ده چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو له تېریو سره مخامخ شوی چې له امله یې خورا زیاتې ستونزې ګاللې او د پرمختګ او هوساینې په وړاندې یې زیات خڼډونه راپیدا کړی دی. همدا وجهه ده چې د هېواد د پرمختګ ځنډنی شوی او هغه څه ته لاس رسی اوږد مهاله شو چې د ټولنیز ژوند د اسانتیاو لپاره اړین برېښی. ډېر ځلې د حکومتونو بنسټیزې جرړې له بیخه راایستل شوې او د هېواد اقتصاد دومره زیانمن شوی چې رغاول او په ځان بسیاکول یې خورا ستونزمن او اوږد مهاله وی. دغه بهیر افغانان د تاریخ په مختلفو وختو کې د ازمایښت سره مخامخ کړی او د تېری کوونکو موخې پکې نه دی ترسره شوې، ځکه چې افغانان هېڅ وخت د بهر څخه راجوړشویو حکومتونو ته تن نه دی لګولی او د خپلې کلکې عقیدې له مخې یې ډېرې ستونزې ګاللې او د اسلامی ارزښتونو د پلی کېدو لپاره یې د هېڅ ډول سرښندنې څخه درېغ نه دی کړی. هېوادوال پوهېږی چې کفری نړۍ د خپلو فرهنګی او عقیدتی هڅو لپاره د بېلابېلو لارو څخه کار اخلی ترڅو داسې واکمنان رامنځ ته کړی چې د هغوی ګټې او موخې پکې خوندی وساتل شی. خو افغانان چې د هر ډول ستونزو زغم او حوصله له لاسه نه ورکوی تل یې د پردی پالو په وړاندې د جهاد له سرښندنو څخه درېغ نه دی کړی او هڅه یې کړې چې په هېواد کې اسلامی نظام رامنځ ته کړی او د اسلامی ارزښتونو په رڼا کې مسلمانان د هېواد په ابادۍ او سمسورتیا کې برخه واخلی او پردیو له خوا د راتپل شویو فرهنګی یرغلونو څخه وژغورل شی. په دې چاره کې د هېواد مسلمان ملت په پوره پیمانه د بهرنیو تېری کوونکو یرغلیزې هڅې تجربه کړې خو د آزاد او خپواک افغانستان لپاره یې د هر تېری کوونکی په وړاندې داسې مبارزه کړې چې د تاریخ پاڼې یې د سرښندنې او ځان تېرېدنې په ویاړ په زرینو کرښو لیکل شوی دی. اوس هم د تېر په څېر افغانان د کفری نړۍ د ډول ډول پلمو په رامنځ ته کېدو سره د ستونزو لمن پراخوی غواړی چې د اسلامی امارت په وړاندې د یو لړ خنډونو په رامنځ ته کېدو سره د اسلامی امارت رسمیت پېژندنه وځنډوی او د اقتصادی بندیزونو له کبله چې د اشغال د پای ته رسېدو سره سم یې په افغانستان لګولی د اسلامی امارت او خلکو ترمنځ واټن رامنځ ته کړی. خو د افغانستان ولس چې مسلمان ولس دی په دې ښه پوهېږی چې اوسنی اقتصادی بندیزونه او ترڅنګ یې یو لړ منفی تبلیغات د اسلامی امارت پرضد په لار اچولی، نه غولېږی هڅه کوی چې د اشغالګرو په وړاندې خپل یووالی او ملاتړ لاپسې پیاوړی او د تېری کوونکو شومې هڅې د خاورو سره خاورې کړی. افغانان چې د تېری کوونکو ځواکونو په وړاندې جګړو کې ښه پاخه شوی د هېڅ بهرنی ځواک د تېری په وړاندې چوپ نه شی پاتې کېدای ځکه افغانان د خپلې خاورې د خپلواکۍ لپاره په تش لاس داسې جنګېدلی چې نړیوال ورته د حیرانتیا ګوته په خوله کې نیولی. منو چې د اشغالګرو ځواکونو سره به په عصری وسلو سمبال ځواکونه شتون لری خو د افغانانو سره د الله(ج) نصرت او مظبوطه عقیده ملګری ده له دې امله په دې وتوانېده چې د نړۍ زبرځواکونو ته ماتې ورکړی او هېوادیې یوځل بیا د اشغالګرو له منګولو وژغورلی دی اوس چې د نړۍ د اشغالګرو سرلښکر بیا زموږ په هېواد کې غلچکی برید کړی او په ډېرې سپین سترګۍ سره یې د هغه تړون څخه سرغړونه کړې کوم چې په دوحه کې لاس لیک شوی و. غوره او پرځای به وی چې اشغالګران د تېرو شلو کلونو تېری کوونکی بهیر ته په ژوره توګه کتنه وکړی هلته په جګړه کې د افغان مجاهد اولس سره هېڅ ډول عصری وسلو شتون نه درلود، خو خپلې سینې یې د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې سپر کړې وې او د هر ډول تېری په وړاندې یې داسې جګړه وکړه چې لاس ته راوړنه یې ټولې نړۍ ولیده. غوره به وی چې افغان مجاهد اولس د ازمایښت لاندې ونه نیول شی خپلې عصری وسلې دې په داسې ځاینو کې استعمال کړی چې لاس ته راوړنه ولری. د افغانانو په وړاندې د هر ډول عصری وسلو استعمالول به هېڅ ډول ګټه ونه لری او هېڅ وخت به خپلې ناوړه موخې د عصری وسلو په استعمال ترلاسه نه کړی ځکه افغان د اسلامی نظام لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی هېڅ وخت به د فشار او ګوت څڼدنې څخه د خپل عقیدتی هدف چې اسلامی نظام پلی کېدل او ټینګښت دی په شاه نه شی. همدا وجهه ده چې د هېواد په مختلفو ولایتونو او د مرکز په ګډون یو شمېر هېوادوال د مظاهرو په ترڅ کې د امریکا څخه وغوښتل چې د تېری کوونکو عملونو او د دوحې تړون څخه د سرغړونې څخه دې لاس واخلی که چېرې په راتلونکې کې داسې سرغړونکې هڅې ولیدل شی نو د ناوړه پېښو مسوولیت به د تېری کوونکو په غاړه وی اسلامی امارت هم په خپله خپره شوې اعلامیه کې دافغانستان حریم ته د امریکا د بې پیلوته الوتکې ننوتل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼلی او د دوحې د تړون څخه د سرغړونې په هکله یې ډاګزه کړې چې که چېرې داسې سرغړونې نورې رامنځ ته شی نو د ناوړه پېښو رامنځ ته کېدل به د سرغړونکی مسوولیت وی. باید د دوحې تړون په ټوله کې رعایت او عملی جامه واغوندی. ځکه اسلامی امارت د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوی. نه غواړی چې د افغانستان له خاورې څخه امریکا او یا نورو هېوادوته ګواښ متوجه شی. اسلامی امارت په کابل کې بې پیلوته تیارې راکټی برید د کشفی او استخباراتی لارې څېړی ترڅو د پېښې د رامنځ ته کېدو په هکله کره معلومات ترلاسه کړی.

متین

ممکن است شما دوست داشته باشید