روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

د آزموینو ملی او خپلواکه اداره:د کانکور پایلې به ډېرې ژر اعلان کړل شی

د آزموینو ملی او خپلواکه اداره وایی، چې د کانکور پایلې به ډېرې ژر اعلام شی، دغه اداره په هېواد کې د سترو ډلیزو آزموینو لکه د کانکور، عمومی، متفرقه، دینی علومو، څوارلسم پاسانو، شپی پوهنځیو، ماسټری او دوکتورا پروګرامونو، نظامی اکاډمیو، حقوقی او قضایی ستاژونو او د نورو د آزموینو چارې او مسولیتونه په غاړه لری. دې ادارې د انیس ملی ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل چې ډېر ژر به د کانکور پایلې اعلام کړی.

د آزموینو ملی ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمر او ویاند نسیم ګل سهار د روان کال د کانکور د آزموینو په اړه وویل:

د افغانستان د ښونځیوو فارغان د۱۴۰۱ کال د کانکور آزموینې لپاره یې چې نوم لیکنه کړې وه دوی ډېر په تمه وو چې آزموینه یې ژر واخستل شی تر څو دوی خپل استعدادونه وازمایی او د لوړو زده کړو تحصیلی بنسټونو ته لاره پیدا کړی. حال دا چې د آزموینو ملی ادارې د ۱۴۰۱ کال د کانکور د آزموینې لپاره خپل ټول تدابیر له مخکې بشپړ کړی وو او سږکال مو یو غټ ابتکار کړی هغه دا چې د هېواد، د ۳۳ ولایتونو د آزموینې چارې مو په ۱۵ ورځو کې تر سره او راټولې کړې دی.

بل سږنۍ آزموینه مو په دوو پړاونو کې اخیستې ده.

په لومړۍ دوره کې د هېواد ۳۳ ولایتونه شامل وو، خو له کابل پرته، بل دا چې د ۳۳ ولایتونو د کانکور آزموینه مو په ۲ ورځو یعنې د تلې یا میزان په (۱۴ـ ۱۵) او د زورواکانو له مداخلې پرته په ډېره آرامه فضا کې واخستل شوه او آزموینه د تلې په ۱۶ مه پای ته ورسېده.

همدا رنګه د روان کال د کانکور په آزموینه کې ۱۰۰۰۰۰ داوطلبانو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه: موږ د کانکور د آزموینې د ګډون والو لپاره ځینې اسانتیاوې هم برابرې کړې وې، هغه دا چې د کانکور د آزموینې د شمولیت کارتونه مو په ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو ته رسولی وو، چې هغوی بیا د اړونده ښوونځیو ادارو ته لېږدولې وو، ترڅو فارغان وکولای شی خپل کارتونه ډېر ژر ترلاسه کړی.

په دوهم پړاوکې مو د کابل د کانکور آزموینه شامله وه چې داهم موږ په ۲ برخو وېشلی وه. په اوله برخه کې مو د کابل ښار د پوهنې ریاست اړوند ښوونځی شامل کړل او په دوهمه برخه کې هغه متفرقه کسان چې په ولایتونو کې غیر حاضر شوی وو او یایې په مرکز کې د آزموینو له ملی ادارې څخه فورمونه اخستی وو او همدا رنګه د کابل ولایت د اړوند ولسوالیو ښوونځی شامل وو. باید ووېیل شی چې په کابل کې مو د تلې په ۲۱ مه او همدارنګه د تلی په ۲۹مه د ټولو غیرحاضرانو او، متفرقه او خارج مرز کسانو څخه آزموینه واخسته.

نوموړی دا هم وویل، چې د کابل د لومړی پړاو په آزموینه کې ۲۹۰۰۰ فارغانو ګډون کړی ووخو د ولسوالیو او په متفرقه آزموینه کې بیا ۸۰۰۰ داوطلبانو ګډون کړی دی.

یعنې په سږنۍ آزموینه کې ټول ټال ۱۳۰۰۰۰ فارغانو ګډون درلود. چې په ولایتونو کې ۴۰ سلنه ښځینه قشر برخه اخستې وه.

پوښتنه: د هېواد په سطحه  د سږنی کال د کانکور په آزموینه کې د تېر کال په پرتله څه توپیر موجود وه؟

ځواب: له نېکه مرغه د روان کال د کانکور د آزموینې لپاره د آزموینې ملی ادارې په خپل ابتکار او نوښت د نوی معلوماتی تکنالوژۍ په قدرت باندې پلانونه او تدابیر جوړ کړی دی. بل آزموینه د کال په تېرېدا سره منظمه کېږی منسجمه کېږی او معیاری کېږی او د لاشفافیت په لور درومی او د څو کالو راپدې خوا چې د آزموینو ملی اداره خپلواکه شوې ده هېچا تر اوسه د حق تلفۍ په برخه کې ادعا او شکایت ندی کړی، په تېرو کلونو کې چې به مو آزموینه واخیستل شوه ټول به ناراضه وو مظاهرې به یې کولې، شکایتونه به یې کول او چا به په آزموینه باور نه درلود،خو اوس د هغو زورواکانو مخه نیول شوې ده.

نو کله چې په ۱۳۹۷ کال کې د آزموینو عمومی ریاست د پوهاند عبدالقدیر خموش ترمشرۍ لاندې راغله دغه ملی اداره په کمی او کېفی توګه او د معیاری کېدو په لور سوق شوه، نو د ارزښتنو لاسته راوړنو په پایله کې د هېواد پخوانی جمهور رییس ډاکتر محمد اشرف غنی په ۱۳۹۷ کال د زمری په ۲۲ مه د ۴۹ ګڼه فرمان له مخې نوموړی ریاست د آزموینو ملی ادارې ته په ارتقا ورکولو سره پورته کړ او د لوړو زده کړو وزارت له چوکاټه بیله شوه،چې اوس دغه ملی اداره د کابل له فتحې وروسته د افغانستان اسلامی امارت د معاشونو د تنظیم او تشکېلاتو کمېسیون د مصوبې پر بنسټ د پخوا په څېر خپلواکه پاتې شوې او خپلو ورځنیو فعالیتونو ته دوام ورکوی.   باید ووایم چې زموږ اداره اوس په تخنیکې وسایلو سمبال شوې ده او شفافیت او ښه مدیریت کوی. همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتونونو مسوولان او امنیتی ارګانونه له موږ سره همکار دی نو کله چې د کانکور د آزموینی نتایج اعلام شی ټول ورباندې باور او قناعت کوی.

پوښتنه: سږکال به د لوړو زده کړو، وزارت څومر کسان د خپل ظرفیت په اساس د هېواد پوهنتونونوته جذب کړی او بل هغه کسان چې پدی آزموینه کې بې نتیجې پاتې شی تا سو یې په اړه څه تدابیر لرئ؟

ځواب: د لوړو زده کړو وزارت د پلان له مخې سږ کال په تحصیلی دولتی بنسټونو کې یا د پوهنتونو لپاره ۸۵۰۰۰ نوی محصلان په نظر کې نیول شوی چې جذب شی. همدارنګه به ۳۸۰۰۰ نور محصلان هم په نیمه عالی تحصیلاتو ته جذب شی. بل د تېر کال په پرتله سږ کال ۲۶ سلنه په دولتی پوهنتونوکې د جذب زیاتوالی راغلی دی. هغه کسان چې پدی آزموینه کې بې نتیجې پاتې شی هغوی کولای شی خصوصی پوهنتونونو ته مراجعه وکړی او د خپلې خوښې پوهنځی ولولی.

پوښتنه: د اسلامی امارت په موجوده نظام کې اوس د ښوونځیو فارغانوته د کانکور د آزماینې لپاره څو شانسونه ورکول کېږی؟

ځواب: په تیر جمهوری نظام کې د ښوونځیو د فارغانو لپاره د کانکور د آزموینې لپاره یوازې ۲ شانسونه په نظر کې نیول شوی وو،خو اوس د نوې مقررې له مخې هغه کسان چې له ۱۳۹۱ کال نه راپدې خوا په ۲ شانسونو کې بریالی شوی ندی، هغوی هم کولای شی چې په درېیم شانس کې خپل بخت وازمایی او په آزموینه کې ګډون وکړی. دغه زمینه او امکانات د اسلامی امارت له خوا برابر شوی دی چې د دریم شانس لپاره یی هم حق ورکړی دی، بل د شپی پوهنتونونو کې د دوی لپاره موانیع شتون نلری دوی کولاشی شبانه ته امتحان ورکړی.

پوښتنه: د خبری سرچېنو په حواله سږ کال د آزموینو ملی ادارې ښځینه قشر د زراعت، انجنیرۍ او کمپیوټر ساینس پوهنځیوته جذب نکړې. لاملونه یې څه دی؟

ځواب: د لوړو زده کړ وزارت او دولتی پوهنتونونه پدی اړه په ناستو کې صلاح شوی او تفاهم ته رسېدلی ، چې په هغو پوهنځیو کې چې تحصیلی رشتې شتون درلود مګر محصلان نه ورتلل او ضرورت و، خو دیپارتمنتونه به خالی پاتې کېدل. بل موږ به هغه محصلان چې ۴ کاله فاکولته لولی، ۱۶کاله تعلیم او تحصیل کوی او دولت ورباندې مصرف کوی کله چې فارغېږی او ټولنې ته د خدمت لپاره راځی دوی ته باید د کار زمینه برابره وی لدی امله په ولایتونو کې د یادو رشتو لپاره ځینې محدودیتونه په نظر کې نیول شوی وو چې د کار زمینه موجوده نه وه.

خو په مرکز کې ډېری رشتې ښځینه قشر لپاره شتون لری او د ټولنې غوښتنې پرې ترسره کېدا شی.

پوښتنه: د کابل له فتحی وروسته تاسو څه مهمی لاسته راوړنې لرئ ؟

ځواب: په روان کال کې مو ډېرې سترې آزموینې واخستې. د معارف د ۱۰۰ زرو فارغانو ،د عامې روغتیا وزارت د ډاکترانو ، د پوهنتونونو د ماسټرانو،د طبی شورا آزموینې مو اخیستې دی، دا د هېواد په تاریخ کې لومړی ابتکار او لاسته راوړنه ده چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ۱۰۰ زرو فارغانو آزموینه په ۲ ورځو کې واخستل شوه، همدا رنګه له دینی عالمانو مو په لویه کچه آزموینه واخیسته، همدارنګه مو د وزارت مالیې د قراردادی بستونو آزموینه واخستې چې ۱۵۰۰۰ کسانو په کې آزاد رقابت کړی دی او دغه ۱۵ زره بستونو آزاد رقابت ته سپارل شوی دی.

پوښتنه: په تېرو کلونو کې خلکو ویل چې د کانکور په آزموینه کې روڼتیا شتون نلری ځکه هغه کسان کامیابېږی چې پیسې ولری واسطه ولری او زورواکو پورې تړلی وی، اوسنی وضعیت څرنګه ارزوئ؟

ځواب: په دې برخه کې بشپړ شفافیت شته، د شکایتونو د اورېدو کمېسیون شته او هر څوک خپل شکایت ورته کولی شی ،د آزموینې په ملی اداره کې هېچ فساد نشته.

نسیم ګل سهار زیاته کړه،چې د کاکنور پایلې به انشاالله د روانې اوونۍ په پا کې رسما اعلام شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید