روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دګردیز ښار د ماسترپلان په مطابق جوړیږی

ګردېز ښاروالۍ د ګردېز ښار ماسټرپلان د تطبیق په لړ کې، د ارجالخېلو سړک په امتداد د دویم سړک خلاصولو چارې پیل کړې.

یاد سړک چې د ګردېز ښار ماسټرپلان مطابق جوړیږی، چې تېره ورځ یې د ګردېز ښاروالۍ انجینری ټیم له لوری یې د سروې او خط اندازی له بشپړیدو وروسته، یې چارې په ساحه کې عملاً د یاد سړک په مسیر د ځایی کورونو په تخریب پیل شوې، چې د ګردېز ښاروالۍ د ماشینری په واسطه یې د یاد سړک په مسیر کې کورونو موجود دیوالونه لرې شوه.

ګردېز ښاروال مولوی شریف الله الهام، چې یادې ساحې ته د کارونو تعقیب او څارنې په موخه راغلی وو رسنیو ته د مرکې پر مهال وویل، چې یاد سړک د پخوانی سبزی منډوی له لویدیځ لوری څخه ۴۲۰ متره په اوږدوالی او ۱۵ متره په پلنوالی تر غزنی لین رحیم ګردیزی څلور لارې سره وصلیدونکی سړک پورې رسیږی؛ نوموړی وویل، چې د یادې
 کوڅې ماسټرپلان په تطبیق کې ۲۷ بابه کورونه تخریبیږی، چې د یادو کورونو د هغو برخو مساحتونه، چې د ماسټرپلان په تطبیق کې تخریبیږی، ګردېز ښاروالۍ املاکو مدیریت لخوا په رسمی ډول مخته وړل کیږی. الهام زیاته کړه، چې ماسټر پلان په تطبیق سره د ګردېز ښار او ور څېرمه سیمې به، لویو او عمومی سړکونو سره وصل، ښاریانو ستونزې راکمې، خلکو ته کاری ساحه برابره او په ښار کې به دې ګڼه ګوڼې تر څنګ ښاروالۍ عواید هم لوړ شی.ګردېز ښاروالی د یادې سیمې له درنو اوسیدونکو څخه مننه کوی، چې د پلان په تطبیق کې له ښاروالۍ سره مرسته کوی.

د سیمې اوسیدونکو د ګردېز ښاروالۍ له لوری، د ښار ماسټرپلان په تطبیق کېدو خوښ دی او وایی، چې ګردېز ښار فرعی سړکونو او کوڅو په وصل کېدو سره به د ښار په پراختیا او ښکلا کې هم د پام وړ بدلون راشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید