روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دکډوالو د راستنیدوله پاره به مناسبه طرحه جوړه شی

پوښتنه؟ الحاج محمد ارسلا خروټی د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال معلومات راکړی چې تاسو تراوسه پوری کوم کارونه ترسره کړی دی او په کومو برخوکې دی؟

ځواب: اسلامی امارت په خاصه توګه دکډوالو وزارت دکډوالو دبیرته راستنیدلو او دهغوی ځای پرځای کولو په برخه کې هڅه کوی چې ژر تر ژره خپلو کورونوته راستانه شی. او هغه افغانان چې کلونه کلونه وړاندی په نورو هېوادوکې کډوال دی دهغوی د راستنیدو لپاره پلان لرو چې دوی په با عزته توګه خپل هېوادته را ستانه شی او همدارنګه هغه کسان چې دهېواد په دننه کې بی ځایه شوی دی بیرته خپلو کورونو ته ستانه شی. خپلو ولایتونو او ساحوته دی لاړشی باید ووایم کله چې اسلامی امارت واک ترلاسه کړ، ډیر بی ځایه شویو کډوالو دکابل په پارکونو او سرکونو کې بی سرپناه ژوند کوو او دډیرو ستونزو سره مخامخ شوی وو ددی لپاره مونږ د موسساتو او خیریه بنسټونو په همکاری هغه کډوال چې شمیر تقریبا ۶ زره شاه وخوا کورنیوته رسیده خپلو ولایتونو او کلیوته ستانه کړل او د دوی لپاره ترانسپورتی سهولتونه برابرشول او همدا راز دوی ته نقدی او خوراکۍ مرستی د دری څلور میاشتو له پاره ورکړل شوی. او هغه افغانان چې له نورو هېوادونه خپل هېواته راستانه شوی دی هغوی سره هم مونږ کوښښ دادی چې دخیریه بنسټونو دلاری مرسته وشې او دالړی دوام لری.

پوښتنه په بهرنیو هېوادونو او په ځانګړی توګه په ایران او پاکستان کې څومره قانونې او غیر قانونی کډوال ژوند کوی؟

ځواب: تقریبا په پاکستان کې دوه نیم میلیونه شاوخوا قانونی او غیر قانونی کډوال ژوند کوی او همدارنګه په ایران کې هم دوه نیم نه تر دری نیم میلیون افغانان هم ژوند کوې.

پوښتنه: مشخص کړی چې څومره تعداد؟

ځواب: تقریبا یو میلیون خلکو ته چې ملګرو ملتونو او د یو اس آر ټولنی په همکاری اسناد ورکړل شوی دی او ددی ترڅنګ څلورنیم لکه افغانان هم هلته سروی شوی چې سند او کارت نه لری پرته له دی نه ډیر افغانان دی چې هلته ژوند کوی خو سروی شوی نه دی.

پوښتنه: هغه کډوال چې له ایران او پاکستان څخه بیرته را ستانه شی او اسناد په لاس کې لری دخیریه موسسو له خوا او دمهاجرینو وزارت سره په همآهنګی ورسره مرستی کیږی که نه؟

ځواب په دی کې اوس هم ستونزه شته هغه کډوال چې په دی سړه هواکې هېوادته راستنیږی یو ان سی آر فعالیتونه درولی دی ډیر کډوال چې مشخصه ورقه او سند نه لری هېواته راغلی دوی ډیره تلوسه درلوده چې هېواد ته راستانه شی زمونږ کوښښ همدا دی چې دوی ته یو قوی اسناد پیدا کړو مونږ کوښښ کړی دی چې د دوی لپاره مرسته وشی او انشالله کیږی.

پوښتنه: تراوسه پوری څومره کډوال هېوادته راستانه شوی او ستاسو وزارت له خوا په دی برخه کې کومه مرسته شوی؟

ځواب: زمونږ دمعلوماتو په اساس چې د سرحدی نمایندګیو له خوا معلومات را کړل شوی دی په دغه موده کې تقریبا څلورنیم لکه ترپنځه لکه یو ای مهاجرین خپل هېواته راستانه شوی دی.

پوښتنه: کوم تحولات چې زمونږ په هېواد کې رامنځته شول افغانانو دمهاجرت لاره خپله کړه او په بهرنیو هېوادونو کې مهاجر شول او دلاری په اوږد کې د انسانی قاچاقبرانو له خوا ګروګان او یا په بحر کې ډوب شوی دی او ځینی محدود تعداد مهاجرین دمقصد ځای ته ورسیدل دراستنیدونکو او کډوالو وزارت په دی برخه کې څومره کار او فعالیت کړی دی.

ځواب: دغه لړی خو تقریبا دتیر نظام دشلو کلونو په بهیر کې دځوانانو فرار او بهرنیو هېوادوته تلل دوام لری په دی باندی مونږ اندیښمن یو درسنیو له لاری همیشه خبر ورکړل شوی دی چې د ډیرو هېوادو په سرحدونو او یا په بحرکې یوشمیر افغانان تلف شوی دی او په ډیرو ځایونو کې په کمپونو کې سخت حالات او ژوند سره مخامخ دی. اسلامی امارت دولسونو سره په تماس کې دی چې دوی نور د زهرجنو تبیلغاتو ترتاثیر لاندی لارنه شی افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی افغانان باید په خپل هېواد کې پاتی شی او د افغانستان د آبادی او ترقی دپاره په اتفاق سره کار وکړی هغه دعزت ژوند چې په خپل هېواد کې دی نورو هېوادونو کې نشته ځوانانو ته زمونږ سپارښتنه داده چې په خپل هېواد کې پاتی شی؟

پوښتنه: په دی وروستیو کې نړیوال خیریه سازمانونه دمهاجرینو دمرستو لپاره خبر ورکوی آیا تراوسه دکډوالو سره مرسته شوی ده او که نه؟

ځواب په دی رابطه باندی شک نشته چې په ټول افغانستان کې مرسته شوی ده او دوام لری اعلانونه په کوم پیمانه او سطح دی هغه اندازه مرسته تراوسه پوری نه محسوسه کیږی د دغه مرستو ترتیب او تنظیم شوی دی دخلکو ستونزی هواریږی په دی کې شک نشته چې مرستی دوام لری خودا کافی نه دی.

پوښتنه: ستاسو پیشنهاد او پیام د اسلامی امارت لوړ پوړو چارواکو ته څه دی؟

ځواب: په مجموع کې دی شک نشته دی په تیر نظام کې خلک د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان وو او دغه ستونزی چې اوس اسلامی امارت ته په میراث پاتی دی په ډیرو برخو کې هېوادوال د ستونزو سره مخامخ دی خو د مهاجرینو موضوع یوځانګړی ځای لری چې دا انسانی او بشری موضوع ده اسلامی امارت هڅه کوی چې په آینده کې دمهاجرینو ستونزو او کړاونو ته ځانګړی توجوو لری او په دی برخه کې خاصه پاملرنه وکړی.

پوښتنه: په دی وروستیو کې په ځینو ولایتونو په ځانګړی ډول دباغیس په ولایت کې سیلابونه سرازیر شول او زلزله شوی وه چې له امله یی یوشمیر زمونږ هېوادوال تلف او خساره مند شوی دی دمهاجرینو وزارت په دی برخه کې څومره کارونه او فعالیت کړی دی؟

ځواب: دحوادثو د اضطراری حالت لپاره اسلامی امارت یو ځانګړی کمیټه تعیین کړی چې پکې دیارلس وزارتونه او پنځه ریاستونه دملابرادر په مشری باندی تعیین شوی دی دستونزو دهواری لپاره تدابیره نیول شوی دی مرستی شوی دی او په آینده کې هم که کومی طبعی پیښی کیږی ددغه کمیسیون دلاری نه ورته رسیدګی کیږی په کوم ځایونو کې چې سیلابونه راغلی و او یا حوادث رامنځ ته شوی دی دهغوی لپاره خاص رسیدګی شوی ده او دمهاجرینو وزارت هم په دی کی خاصه وڼډه اخستی ده چې په غور او بادغیس کې مونږ په خاصه توګه مرستی کړی دی.

پوښتنه: آیا د راستنیدونکو او کډوال وزارت له ستونزو سره مخامخ دی او که نه؟

ځواب به مجموع کې خو دا موضوع چې ما مخکی ورته اشاره وکړله د تیر نظام  له خوا اسلامی امارت ته چې کومی ستونزی په میراث پاتی دی دهمدی جملی نه دکډوالو وزارت هم ستونزی لری او په تیر نظام کې د کډوالو وزارت د کډوالو لپاره کومه ښه طرحه جوړه کړی اونه یې دکډوال دجلبولو لپاره کوم میکانیزم یې درلود په داخل کې تاسوته معلومه ده چې دبی ځایه شویو تعداد په لکونو رسیږی دا لویه ستونزه ده چې دکډوالو وزارت ورسره مخ دی ددی لپاره مونږ هڅه کوو او په دی کار روان دی چې دیوی منظمی برنامی په اساس سره دمهاجرینو د راستانیدو اوځای پرځای کولو چاری سمبال کړو دبلی خوا نه د کډوالو وزارت دا مهال هغسی پانګه په لاس کې نه لری چې په مناسبه طریقه تری کار واخستل شی او ددی کارونو په ترتیب کې تری په ښه توګه استفاده وکړی.

پوښتنه: د وروستی پوښتنی په توګه ستاسی پیشنهاد او پیام کډوالو او هغو ته چې هېواد یې خوشی کړی او بهرنیو هېوادونو ته ځی څه دی؟

ځواب: د اسلامی امارت مشرتابه چې عفو اعلان کړی ده دهغه په اساس ټول افغانان پرته د اندیښنو دی ژوند وکړی او ددښمن دزهرجنو تبلیغاتو ترتاثیر لاندی دی رانه شی او په خپل هېواد کې پاتی یې شی او دخپل هېواد د آبادی او سوکالی دپاره کار وکړی او په نورو هېوادونو او نورو وطنونو کې دعزت ژوند نه ترلاسه کیږی خوښه خبره داده چې په خپل هېواد کې پاتی شی او په خپل کورکې په امنیت او اطمینان سره خپل ژوندته ادامه ورکړی. د راتلونکی نوی نسل دپاره  دی په خپل هېواد کې دښه شرایطو برابرولو دپاره هڅه وشی.

محمد نعیم نوابی

ممکن است شما دوست داشته باشید