روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دښمن تراوږد مهاله دګواښ توان نه لری

ګران هېواد افغانستان دتاریخ په اوږدوکې دزیاتو لوړو ژورو سره مخامخ شوی خو دهری کورنی او بهرنی ستونزی په وړاندی یې خپله حوصله له لاسه نه ده ورکړی او په میړانی او ځان تیریدنی سره یې هېواد د ستونزومنو ستونزو څخه را ایستلی دی. هېوادوالو ته جوته ده چې دنړی ځبرځواکونو څو څو واری زموږ دهېواد په وړاندی تیری کړی او دیوه مجهز پوځی ځواک څخه په کار اخیستنی سره یې جګړه را تپلی خو دهېواد سرښندونکو بچوپه میړانی دهېواد دخپلواکۍ او ځمکنی بشپړتیا څخه یې دفاع کړی او تیری کوونکو ته یې تاریخی ماتی ورپه برخه کړی ده. همداوجهه ده چې دهېواد اوسنی ځلمی دخپلو پلرونو او نیکونو په څیرتاریخی کړو وړو ته په کتو سره په تش لاس دتیری کوونکو په وړاندی جنګیږی او هیڅ برید ګرته ددی اجازه نه ورکوی چې خپلی ناوړه موخی ته ورسیږی.

اوس هم دپردیو په لمسون دیوی نا اعلام شوی جګړی سره مخامخ یو او هر ورځ دهېواد ساتنی په لارکې میړنی ځلمی قربانی ورکوی نه پریږدی چې دولسواکۍ رامنځ ته شوی نظام له منځه ولاړشی ځکه د ډیرو جګړییزو ناخولو سره سره هېوادوالو ددموکراسی پربنسټ ولسواکۍ رامنځ ته کړی او په هر شکل چې وتوانیږی ورڅخه دفاع کوی. هېوادوالو ولیدل چې په روانه جګړه کې چې مختلفو هېوادوپه مختلفه بڼه لاس وهنی پیل کړی او دهری ورځی په تیریدو سره دجګړی دبڼی دبدلیدو او پراخیدو له پاره لاری چاری لټوی خو د یوه سرښندونکی ملی وسله وال پوځ په وړاندی هر ډول تیری دماتی سره مخامخ کیږی او دمخامخ جګړی توان له لاسه ورکوی.

همدا اوس دهېواد په یوشمیر سیموکې مخالفی وسله والی ډلی هڅه کوی چې دګواښ لمن پراخه او د خلکو سوله ییز ژوند دزیات ګواښ ترپولی ورورسوی. خو دملی وسله وال پوځ دنویو پوځی عملیاتو په پیل کیدو سره دمخالفو وسله والو د راټولیدو ځای ذګی له منځه وړل کیږی او د امنیت دټینګښت له پاره لار هواروی.

هېوادوالو ډاډ ترلاسه کړو چې اوس ملی وسله وال پوځ په یوازیتوب سره ددښمن هر ډول سنګرونه دړی‎وړی کولی شی او ترڅنګ یې نه‎پریږدی چې دهېواد په دننه کې دراټولیدو له پاره تراوږد مهاله ځای پیدا کړی دهلمند ولایت تر ډیره دمخالفو وسله والو طالبانو دسخت او پرله پسی بریدونو لاندی و یوشمیر ولسوالی هم دوسله والو تر کنترول لاندی راغلی وی خو ملی وسله وال پوځ په ډیره میړانه او مناسب مدیریت سره وکولی شول دهلمند په ولایت کې چاڼیز عملیات پیل او ددښمن پټن ځایونه له منځه یووسی او هغه سنګرونه چې مخالفینو نه ماتیدونکی ګڼل په یوازیتوب سره دړی وړی کړل او مخالف وسله وال طالبان دماتی سره مخامخ شول هلته په هلمند کې دښرښندونکو سرتیرو دسرښندنی له امله امنیت ټینګښټ مندلی او هغه زندانونه چې مخالفو واسله والو درلودل له منځه تللی دی اوس دغزنی په ولایت کې مخالفه وسله والی ډلی هره ورځ دملی وسله وال پوځ دځپونکو ګوزارونو سره مخامخ کیږی او هر ورځ ددښمن لمن دټولیدو په حال کې ده پوهیږی چې ملی وسله وال پوځ دخپلو ځانګړو ځواکونو پرمټ ددښمن منځ ته ځان ور رسوی او دهغوی دراټولیدو ځای دړی وړی کوی په نیږدو  تیرو ورځوکې دملی وسله وال پوځ ځانګړو عملیاتو په ترځ کې دمخالفو وسله والو ډلو په زندان حمله وکړه چې په بریالیتوب سره یې پرته له دی چې کوم زیان ووینی د‎آب بند ولسوالی د المار په کلی کې (۲۸) تنه بی ګناه هېوادوال دمخالفو وسله والو طالبانو دمنګولو وژغورل چې د ډیرو هېوادوالو دخوښی وړوګرځیدل ولسمشر محمد اشرف‎غنی چې ددغه ډول عملیاتو دترسره کولو له امله دځانګړو عملیاتو دقول اردو دمنسوبینو سره دکتنی پرمهال تقدیر کړل او دسرښندونکو سرتیرو داډول سرښندنه یې دخپلو نیکونو او پلرونو راپاتی شوی میړانه وبلله هغوی ته یې ډاډ ورکړو چې دملاتړ او پاملرنی ترڅنګ به هغه ستونزی هواری شی کومی چې شتون لری.

په مقابل کې دملی دفاع وزیر اسدالله خالد دولسمشر دهمیشنی پاملرنی څخه مننه وکړه وی ویل چې ددی عملیاتو ځانګړنه په دی کې ده چې مطلق افغانی و اوپه یوازیتوب سره ترسره شوی هڅه به وشی چې ستاسو دلارښوونی له مخی په مختلفو ولایتونو کې به چاڼیز عملیات ترسره شی او هغه سیمی چې دښمن یې ګواښوی ډیر ژربه یې دګواښ کچه راټیټه او له منځه ولاړه شی. ځکه اوس دخدای(ج) په مرسته او دهېوادوالو په ملاتړ ملی وسله وال پوځ لیکی دپیاوړتیا په حال کې دی او په هر ډول عملیاتو کې بری دملی وسله وال پوځ په برخه دی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید