روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دچاپیریال ساتنه یو ټولنیز مسولیت دی

ګرانو هېوادوالو د افغانستان، نهیلو، لالهاندو، جنګ ځپلو او مسلمانو خلکو هیله لرم چې اوس مو د افغانستان د اسلامی امارت په بریالیتوب سره نا امیدی موپه امید، پریشانی مو په خاطر جمعی او دړندو شپنیو، هوایی بمباریو له امله تښتیدلی خوبونه مو په خواږه خوبونو بدل شوی وی. اوس ټول خلک پدی پوهیږی هرهغه هېواد چې له ډیری اوږی او تپل شوی جګړی نه بریالی را وتلی وی خامخا به یې په ټولنه کې دویجاړتیاو له امله چاپیریالی ستونزی هم وی. او دا یو څرګنده واقعیت ده چې دنړی یو زیات شمیر هېوادونه کله چې له استعمار او له اشغال څخه آزاد شوی او خپلواک شوی دی دخپل ملک دبیارغونی لپاره یې په ټولیزه توګه هڅی پیل کړی او بډی را نغښتی دی چې یوه ژوندی بیلګه یې لکه جاپان، هندوستان، ترکیه او داسی نور ملکونه دی. چې خلکو یې په ډیر صداقت او ایمانداری سره خپلو ملکونوته کار کړی او خپل ولسونه یې دپردو له احتیاج څخه خلاص کړی دی. باید وویل شی انسانان په ټولنه کې له هرڅه ړومبی یو پاک او شین زرغون چاپیریال ته اړتیا لری خو دیوه پاک چاپیریال جوړ ونه او بیایې ساتنه یو ټولنیز مسولیت دی؟ نو پدی اساس دټولنی هر آګاه انسان ته پکار داده چې دچاپیریال په پاک ساتلو کې دخپل وس په اندازه مسولیت پذیره وی. او داونه وایې ماته یی څه؟ ځکه هېواد په یوازی نه جوړیږی. دنړی په کچه خلکو دپآک اوشین زرغون چاپیریال لپاره ډیر کار کړی لاملونه یې دادی کله چې یو ملک له اوږدی جګړی څخه راوځی او ځوان قشر یې تر ۴۳ کلن عمر پوری په جګړه، ناورین، کډوالی، اوپه پردیو ملکونو کې په خواری او مزدوری تیر کړی وی حال داچې تعلیم او زده کړه دهر انسان طبیعی حق ده تری بی برخی پاتی شوی دی لکه افغانستان چې د ۴۳ کالو په مودوکې له فراه نه ترکنړه پوری تنکی ماشومان، تنکی ځوانان ېی له تعلیم او زده کړی څخه عمداً او قصداً لری پریښودل شوی دی. دوی عامه پوهاوی ته اړتیا لری چې دملک دبیارغونی او چاپیریال ساتنی او پاکونی مسؤلیت وپیژنی او کارته اوږه ورکړی خو هرهغه څوک چې دچاپیریال ساتنی او پاکونی له مسولیت منلو څخه تیښته او ګریزکوی دا عقلانی کارنده. داهم باید ووایم چې یوشمیر هېوادوال او هټی لرونکی او تښګیان او دلاس ګراچیوخاوندان چې په بازاراونو کې کار و بار کوی او حلاله ډوډۍ پیدا کوی دقدر وړدی خو دچاپیریال دپاک ساتلو مسؤلیت په غاړه نه اخلی او له ډیرو څخه اوریدل شوی دی چې چاپیریال پاکونه یوازی دښاروالی او دچاپیریال ساتنی د اداری مسؤولیت ګنی حال داچې داسی خام فکر چې دوی یی لری هغسی نده. بلکی چاپیریال ساتنه یو ټولنیز مسؤلیت دی. دکابل ښاروالی دناحیو پخوانیو ریسانو سره چې مرکی شوی دی هغوی به خپلی ستونزی دخدماتی پرسونل او ماشینری دکمبوداتو یادونه کوله مګر دا اوس هم دښاروالیو مسولان ډیرو کوچنیو مسؤلیتونوته غاړه نه ږدی چې یوه بلیکه یې داده چې یوشمیر موتړ شویان دی چې دعبدالحق د څلور لاری نه دعامی روغتیا وزارت ترڅلور لاری په سړک او دبنایی څلور لاری نه دڅلورم مکروریان پرپاخه سړک اوړی او ژمی موټر مینځی مګر ددی احساس اوپوهه نلری چې دیادوسړکونو پرجوړونه څو میلیونه ډالر عامه شتمنی مصرف شوی دی ولی داسړکونه ویجاړشی او ټول پوهیږو چې دسړکونو د ویجاړتیا لوی دښمن اوبه دی او ورسره چاپیریال هم ککړوی. مګر پدی اړوند نه دپولیسو ترافیک چې موتړ داره او پیاده ګزمی لری او نه هم دښاروالیو ریسان چې هره ورځ په یادوسړکونو تګ او راتګ کوی اوموتړ شویان په خپلو سترګو وینی مګر مخنوی یې نه کوی. همدارنګه دکابل کارنیزیون چې د امریکایانو قرار ګاوه دمیدان هوایی په لور، پیاده رویې کانکریټ وه اوس یې وګوری چې نابینایان، معلولان خولاڅه کوی چې جوړ خلک دویجاړتیا له امله دشپی له خوا خوڅه کوې چې په رڼا ورځ څوک ورباندی تک راتګ نه شی کولای. دپخوانی حکومت دچک پاینټونو غرفوته څیرمه چې وګوری بی مسؤلیته ښاریان هلته بولی کوی او چاپیریال ککړوی. همدارنګه یوشمیر تنکی ځوانان چې په ښارکې پیاده او یا په موتړوکې تګ راتګ کوی دنوشابو او دخوراکی څیزونو پاتی شونی دموتړوله هند ارو څخه دسړکونو پرسر ور اچوی همدارنګه د دریم او څلورم مکروریانونو په مارکیت کې قصابان اومیوه فروشان او ترکاری فروشان او په جاده نادر پشتون کې ماهی فروشان و ګوری چې څومره یې چاپیریال ککړ کړی دی همدارنګه په ژمې کې دبریښنا دکموالې له امله زیاتره بی وزله کورنۍ د کورونو دتودولو لپاره د ډبروسکرو، سوخته مبلاییلو، ربړونو او پلاستیکونو څخه ناوړه استفاده کوی او چاپیریال ککړوی او دانه پوهیږی چې ددی کار له ګټی تاوان ډیر دی لیدل شوی دی چې واړه ماشومان او زاړه بوډاګیان اکسراً دککړی هوا له امله په تنفسی ناروغیو اخته شوی دی دا ټولی هغه نیمګړتیاوی دی چې مسول مقامات باید دچاپیریال دککړولو عواملو دمحتوی لپاره جدی پاملرنه وکړی، بل ډیره اړینه ده چې دټولنی آګاه قشر او تحصیل یافته کسان دچاپیریال په برخه کې نوی نظر یی او مفکوره پیدا کړی مګر زیاتره خلک ټول شیان دخپل ځان په ګټه او دځان لپاره غواړی او خپل ځان له طبیعت او چاپیریال څخه بیل ګڼی باید پدی پوه شو چې پاک چاپیریال د انسانانو د ژوند یوه مهمه برخه ده.

داهم باید ووایم چې دچاپیریال ساتنی د اداری ځینی چارواکې وایې چې مونږ خو پالیسی جوړونکی یو خو ځینی پوهان بیا پدی فکر دی او وایې چې دچاپیریال نافذه قوانین په ټوله کې نشی کولای چې سل په سلوکې دچاپیریال دضررونو په مخنیوی کې اغیز وکړی مګر دچاپیریال دقوانینو ترڅنګ دچاپیریال په ملاتړ او څارنی او ساتنی په اړه عامه پوهاوی که هغه دراډیو او تلویزیون او یا چاپی رسنیو له لاری وی او که دمسجدونو دممبر له لاری وی هغه کولای شی دچاپیریال دقوانینو په پلی کولو کې اغیزمن رول ولوبوی. همدارنګه که چیری دښوونځیو شاګردان موپه شین او زرغون چاپیریال کې پاک وګرځی پاک واغوندی او په عامه پارکونو کې پاک او صحی خواړه وخوری بل دښوونځیو د استادانو له خوا دوی ته پوهاوی ورکړل شی که څه هم دمعارف په تعلیمی نصاب کې دی، مضمون ته هم ځای ورکړل شوی خو ډیر تاکید باید پری وشی ښه نتیجه به موتر لاسه کړی وی بل ددی په څنګ کې اولیای امور هم خپلو تنکیو ماشومانو او زامنو ته دکورنۍ تعلیم او تربیه په څنګ کې دوی وپوهوی چې دسړکونو دغاړی واړه نیالګی مه ماتوی چې سبا لوی ونی تری جوړیږی او هغه ونی بیا سیوری ورکوی، لرګی ورکوی او هم آکسیجن چې دانسانانو د ژوندانه یوه حیاتی ماده جوړوی وپوهیږی ګټه به یې ډیره زیاته وی.

دچاپیریال څارنه:

دمعلوماتو له مخی په نورو هېوادونوکې پارکونه، سړکونه، عامه واټونه او دشین اوزرغون چاپیریال هره برخه بیل بیل دمسولو څارونکو موظفو له خوا یې څارنه اوساتنه کیږی او هیچاته ددی اجازه نه ورکول کیږی چې دسړک پرسر، په عامه واټونو کې ناپوهه اوبی مسولیته افراد او اشخاص کثافات او دخوراکی څیزونو پاتی شونی وغورځوی او که غواړی چې دچاپیریال ساتنی قوانین ژر اوښه پلی شی کیدای شی چې سرغړونکی نقدی جریمه شی چې دا بیا دوه ګټی لری یوه چاپیریال ژوندی پاتی شی اوبل دجریمی پیسی به دشین او زرغون چاپیریال په لا ښایسته کولو کې ګټه تری واخلو لکه چې دعامی روغتیا وزارت په هر روغتون کې ۲۰ افغانی فیس له مریضانو څخه دمعاینی په نوم مروج کړی اوتری اخلی چې  اغیزیی خورا د اهمیت وړده:

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید