روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

دپاسپورټ ریاست ۴ میلیارده افغانۍ عواید د دولت خزانی ته تحویل کړې دی

اختر محمد اکاخیل

د پاسپورت ریاست د کورنیو چارو وزارت ستره عایداتی منبع ده چی هره ورځ یوازې په پلازمینه کابل کې ۲۰۰۰ پاسپورټونه پر خلکو وېشی. په همداسې حال کې یو شمېر ولایتونو د پاسپورت د کمښت له امله د پاسپورټونو د وېش بهیر درولی چې له امله یې د پاسپورت پر مرکزی ادارې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. دا چې په مرکز کې د پاسپورټ د وېش بهیر څنګه پر مخ ځی؟ د موضوع په اړوند د انیس د ملی ورځپاڼی خبریال د پاسپورت ریاست له ویاند شفیع الله تسل سره مرکه کړې ده:

پوښتنه: د پاسپورت ریاست هېوادوالو ته د پاسپورت د ورکړې په بهیر کی څه آسانتیاوې رامنځته کړې؟

ځواب: موږ د پاسپورت د وېش پروسه د لا آسانتیاوو په خاطر آنلاین کړې او د آنلاین په صورت کې د فساد او بې عدالتۍ مخه هم نیول شوې ده. همدارنګه کوم عرایض چې په آنلاین توګه ثبتېږی، سیستم همزمان نېټه پرې وهی او په هغه معین تاریخ اشخاص د پاسپورت ادارې ته مراجعه کوی، نو د آنلاین په صورت کې هېڅوک بیا نشی کولای چی خپله عریضه د واسطې او رشوت په وسیله له خپل نوبت وړاندې او یا بېرته کړی دا هم زموږ لپاره اوهم د هېوادوالو لپاره یو ښه سهولت دی او د پاسپورت د پروسې په برخه کې هم له موږ سره د ښه نظم په راوستو کی همکاری کړې ده. دتېر کال دتلې میاشتی په ۱۳ مه دپاسپورت د اداری فعالیت پیل کړ چې څلور میلیارده افغانۍ عواید یې د دولت خزانې ته تحویل کړې دی.

پوښتنه: یو شمېر خلک د پاسپورت له ادارې شکایت لری او وایی چی موږ دری میاشتې مخکی په آنلاین توګه د مو پاسپورت په اداره کی ثبت نام کړی خو پاسپورت نه دی راکړل شوی! تاسی په دې اړوند څه وایئ؟

ځواب: د پاسپورت د متقاضیانو دا خبره واقعیت لری او خامخا به ستونزه وی. ځکه چیری  چی کار وی هلته ستونزه هم وی. د پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره ۶۰۰ زره عرایض په آنلاین توګه ثبت شوی او تاریخ لری ،خو موږ د ورځې /۲۰۰۰ پاسپورټونه ورکوو. بل اوس په پلازمینه کابل کې د پاسپورت تر لاسه کولو لپاره غوښتنې ډېرې دی،خو موږ د خپلو امکاناتو په لرلو سره د ورځی /۲۰۰۰ یاسپورټونه ورکوو.

پوښتنه: په ولایتونو کی د پاسپورت د کمښت له امله پاسپورټونه نه ورکول کېږی او د توزیع بهیر یې درېدلی دی، ډیر ناروغان د هېواد له لېرو سیمو کابل ته د پاسپورت اخیستلو لپاره راځی، چی ډېری کسان حتی د شپې ځای هم نلری،تاسو ددې ستونزې د حل لپاره څه تدابیر لرئ چی خلک په خپلو ولایتونو کې پاسپورت ترلاسه کړی؟

ځواب: واقعبت دا دی چې موږ د پاسپورت له کمښت سره مخامخ یوو او په ولایتونو کی زموږ پاسپورټونه خلاص شوی دی، نو د کابل پر مرکزی ادارې ازدحام ډېر دی. موږ په لیتوانیا هېواد کې ۳ میلیونه چاپ شوی پاسپورټونه لرو،د را دلیږ لپاره یې خبرې روانې دی. کله چې دا چاپ شوی پاسپورټونه را ورسېږی، په ولایتونو کې به یې هم وېش بیا پیل او دا ستونزه به حل شی: ((هغه کسان چې له ولایتونو مرکز ته د پاسپورت لپاره راغلی او په واقعیت سره ناروغان وی، موږ د هغوی لپاره جدی تدابیر لرو او عاجلو ناروغانو ته زموږ د ډاکټرانو له خوا رسېدګی کېږی. بل موږ د معلولینو، معیوبینو او عاجلو ناروغانو لپاره دوه تنه ډاکټران له سردار محمد داؤدخان روغتون راغوښتی او مؤظف دی چې د اوونۍ په دری تاق ورځو کې عاجل ښځینه ناروغانې او د اوونۍ په درېیوو جفتو ورځو کی عاجل نارینه ناروغان او د دوی د ناروغۍ اسناد وګوری او یواځې د همدی عاجلو ناروغانو په قلمی عرایضو باندې له آنلاین نوم لیکنې او نوبت پرته د دغو ډاکټرانو له ټائید وروسته پاسپورت تر لاسه کړی.

پوښتنه: یو شمېر هغه ناروغان چی د عامې روغتیا وزارت له کمیسیونونو څخه د پاسپورت ادارې ته د مکتوب په ذریعه معرفی شوی چی د عملیاتو لپاره بهر ته تللی شی ،خو د دوی مکتووبونوته د پاسپورت ریاست رسېدګی نه کوی شکایت لری تاسو دوی شکایتونو او غوښتنو ته څه ځواب لری؟

ځواب: زه نه پوهېږم چی د عامې روغتیا وزارت د صحی چارو د ارزونې او څارنې کمېسیون به ډېر وخت موږ ته جوړ خلک د عاجل ناروغ په نوم را معرفی کول، کله چی به زموږ د ډاکټرانو دوی او د دوی اسناد وکتل، ثابته به شوه چی دوی جوړ خلک دی، نو زموږ ارزونه داده چی د عامې روغتیا وزارت په کمېسیونونو کی فساد شتون لری. چی زموږ لپاره یی دردسر او ازدحام جوړ کړی، هیله ده چې نوموړی کمېسیونونه هغه واقعی عاجل ناروغان چې علاج یې دلته امکان نلری، را معرفی کړی.

پوښتنه: د جعلی پاسپورټونو په اړه څه وایاست ؟

ځواب: موږ پرې خبر یوو چې یو څو خلکو یو څه محدود جعلی پاسپورتونه چاپ کړی ،هغوی زموږ د ویښو کشفی ارګانونو له خوا لاس په لاس ونیول شول او د قانون منګلوته سپارل شوی دی.

پوښتنه: هغه کسان چی په بهرنیو هېوادونو کی اقامی لری، محصلانو ته او سوداګرو ته چې له بهره سوداګرییز توکی واردوی او داسې نور په عاجل فهرست کې نیسی کنه چی متضرر نشی؟

ځواب: بلی هو په بهرنیو ملکونو کې اقامه لرونکو خلکو ته، محصلانوته او سوداګروته له ځنډ پرته پاسپورټونه اجرا کوو، په هغه صورت چی دوی خپل اصلی اسنادونه وړاندې کړی.

پوښتنه: په تېر وخت کی د دولتی کارمندانو لپاره تر درېیم بست پورې د پاسپورت نیمه بیه یعنې پنځوس سلنه معاف و، اوس هغه مقرره نافذ ده؟

ځواب: د دولت کارکوونکی اوس هم د پخوانۍ مقررې په اساس تر درېیم بست پورې پنځوس سلنه معاف ګنل کېږی په هغه صورت کې چی مربوطه اداره یی د برحالۍ تصدیق وکړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید