روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

دپاسپورت ریاست ۴۰۵۵۵۸۲۲۵۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړی

اختر محمد اکاخیل

څو ورځې وړاندې د پاسپورت عمومی ریاست مرستیال شیرشاه قریشی او نورو چارواکیو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکزکې ملت ته دحساب ورکولو دلړۍ پر دوام دخپلو کاری فعالیتونو، لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه رپوت وړاندې کړ.

په دې خبری غونډه کې د پاسپورت عمومی ریاست مرستیال شیرشاه قریشی دپاسپورت د اداری د فعالیتونو او لاسته راوړنو په برخه کې ووېیل:

«د پاسپورت عمومی ریاست دکابل له فتحې را وروسته د تېر کال د تلې یا میزان میاشتی په ۱۳ مه دکمپیوتری پاسپورتونو د توزیع لړۍ پیل او د اسد میاشتی تر دیرشمی ورځې پورې یې۷۱۴۳۳۷ جلده پاسپورتوڼه وېشلی دی.»

هغه زیاته کړه: موږ د تېر ۱۴۰۰ زیږز کال د تلې دمیاشتی له ۱۳مې نیټی را پدی خوا ۴۱۷۱ پاسپورتونه تمدید کړی چې له امله یې ۸۸۵۲۳۵ امریکایی ډالر، او ۲۲۹۰۰ یورو عواید تر لاسه او د دولت خزانې ته تحویل شوی دی.

د نویو چاپ شویو پاسپورټونو په اړه هغه ووېیل، چې تازه ۳ میلیونه جلده پاسپورټونه په لیتواتیا هېواد کې چاپ شوی دی او ژر به هېواد ته را ولېږدول شی. همدارنګه د ۲ میلیونه نورو پاسپورټونو دچاپ وړاندیز هم شوی دی.

دپاسپورت دعمومی ریاست مرستیال د افغانستان د امنیتی ارګانونو منسوباتو ته دپاسپورت دورکړې په اړه وویل:موږ د اسلامی امارت مجاهدینوته دپاسپورت دورکړې او صادرولو په موخه په کورنیو چارو وزارت کې یوه اجراییوی څانګه ایجاد کړی ده.

همدارنګه مو د حاجیانو دپاسپورت دورکړې دلاسهولت په خاطر پروسه رامنځته کړې وه.

همدارنګه مو دپاسپورت دلړۍ دلاښه سهولت په خاطر په الکترونیکی ډول بانګی چارې اسانه کړې دی.

شیرشاه قریشی وویل: پاسپورت اخستونکو ته مو دلاآسانتیاو او دګڼې ګوڼې د راکمولو په خاطر د هېواد سوداګروته دکابل ښار د اتمې ناحې اړوند دمرکزی ثبت ملکیتونو په ریاست کې د پاسپورت څانګه پرانیستې ده.

دپاسپورت عمومی ریاست سره دولایتی مدیریتونو نښلول،د بهرنیو وګړو لپاره د ویزې غوښتنې آنلاین فورم فعالول، برېښنایی پېژند پاڼو له سیستم سره دپاسپورت سیستم نښلول او دبهرنیو چارو وزارت له ډیتابیس سره دپاسپورټ سیستم نښلول زموږ نورې لاسته راوړنې دی.

ده همدا رنګه زیاته کړه، چې دپاسپورت په اداره کې یې د افغانستان بانک ۷ مه ښاری څانګه پرانیستی ده، چې د پاسپورټ پیسې به په کې لنډې تحویلېږی.

همدا رنګه هغه ووېیل چې ګڼ شمېر جعل کاران نیول شوی هم دی.

دپاسپورت د احاطی او قره ول د امنیتی کامروه نصب او فعالول.

د پاسپورټونو د وېش په اړه هغه زیاته کړه، چې هره ورځ ۴۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږی، خو د پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره هره ورځ لسګونه زره آنلاین نوم لیکنه کېږی، خو موږ غواړو چې په کابل ښارکې ظرفیت لوړ کړو او دڅلورو سایټونو څخه خدمات عرضه کړو او له ۴۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې پاسپورټونه خلکو ته ووېشو.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید