روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دټاکنو له لاری رایه ورکول دهر افغان مسلم حق دی

ټاکنی او انتخابات نه یوازی دا چې دولسواکۍ او دموکراسۍ اساسی او بنسټیز اصل دی بلکی یوه ملی پروسه ده چې دټولنی ټول خلک او افراد په کې ګډون کوی او دخپلی خوښی نوماند ته خپله رایه ورکوی د ټاکنو مخینه دپخوانی یونان ښاری دولتونو ته رسیږی او هغه داچې په دی هېواد کې به خلکو غوښتل چې دخپلی ټولنی دنظم او ثبات په خاطر دټاکنو له لاری درایو صندوقونو لاړشی او خپل مشر او زعیم په خپله خوښه وټاکی.

د افغانستان مسلمان خلک چې داڅلور لسیزی کیږی دپردیو په تپل شووجنګونو کې دټولو نړیوالو اصولو خلاف وژل کیږی ددی تروریستی او استخباراتی جنګونو څخه ډیر بی زاره او ستړی ښکاری غواړی چې په هېواد کې یې سوله او ثبات تأمین او هېواد یې ترقی او پرمختګ وکړی.

د افغانستان مسلمانو خلکو په پوره شوق او ذوق تیاری نیولی چې د روان ۱۳۹۸ کال دمیزان په شپږمه دټول هېواد په سطحه ۴۹۴۲ درایو مرکزونوته لاړشی او دخپلی خوښی نوماند او کاندیدا ته خپله رایه ورکړی ترڅو خپل راتلونکی جمهور رئیس او مشر پخپله وټاکی.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو دمرستندویه پلاوی مشر یاماموتی دټاکنو په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلی: انتخاباتی او ټاکنیز بنسټونه باید دخلکو درایه د ورکولوله قانونی حق څخه ددفاع لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوی ترڅو افغانان دټاکنو له لاری خپل راتلونکی جمهور رئیس وټاکی.

په کابل کې دملګروملتونو دمرستندویه پلاوی مشر یاماموتو داهم ویلی: چې رایه ورکول یوازی مدنی مسؤلیت نه دی بلکی په افغانستان کې تیرو لاس ته راوړونو دساتنی او سوله ییزو سیاسی پروسو څخه دملاتړ لارهم ده او دا دټولو افغانانو مسلم حق دی چې دټاکنو له لاری خپلی رایې استعمال کړی او دټاکنو په کمیسیون هم غږ کوم چې دپاکو او شفافو ټاکنو لپاره هم لار هواره کړی او په افغانستان کې دیوی باعزتی او سراسری سولی دتأمین له پاره زمینه برابره شی.

زمونږ په باور دمیزان دشپږمی ټاکنی به هغه وخت پاکې، شفافی او بریالۍ وی چې افغان حکومت درایو دمرکزونو دامنیت دتأمین لپاره لامضبوط ګامونه واخلی او نړیوال ژمن هېوادونه هم په پوره همغږی دپلازمینی کابل په شمول دهېواد دڅلور دیرشو ولایتونو د ۴۹۴۲ مرکزونو او سایټونو د امنیت تأمین ترڅنګ دمالی او تخنیکی وسایلو سمبالتیا ته خاصه او ځانګړی پاملرنه وکړی ترڅو افغانان دټاکنو دملی پروسی له لاری له ویری پرته په ډاډه زړه درایو صندوقونو ته لاړشی او دخپلی خوښی نوماند ته رایه ورکړی او خپله راتلونکی پخپله وټاکی ځکه رایه ورکونه دهر افغان مسلم حق دی او داحق هیڅ څوک دچا څخه نه شی اخستلای.

ناصر شاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید