روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دولسمشریزو ټاکنو لپاره دنوماندانو دنوم لیکنی پیل

دټاکنو خپلواک کمیسیون دمهال ویش سره سم، دشنبی ورځ چی دجدی ۱ نیټه ده دافغانستان دولسمشریزو ټاکنو لپاره دنوماندانو دنوم لیکنی پروسه رسماَ شروع کړی، او تر ۱۲ ورځو پوری به دنوم لیکنی پروسه دوام ولری، او ټول هغه کسان چی پر شرایطو برابر وی کولای شی چی دافغانستان دولسمشری لپاره ځان نوماندکړی، تر نوم لیکنی وروسته دجدی دمیاشتی د۲۸ نیټې څخه دحمل تر ۲۸ نیټی پوری نوماندان دکمپاین کولو حق لری، او دحمل دمیاشتی پر ۳۱ نیټه به دجمهوری ریاست لپاره ټاکنی ترسره شی.

ولسمشریزو ټاکنو کی درایه ورکوونکو نوم لیکنه هم دجدی د۱ نیټې څخه پیل بیا ددلوی یا سلواغې تر ۴ نیټې دوام کوی،  ولسمشریزو ټاکنو دمصوبې له مخې درایه ورکوونکو لومړنی نوملړ به ددلوې دمیاشتې په ۱۸ مه او وروستنی به یې دکب یا حوت دمیاشتې په ۹ نیټه اعلانیږی.

دټاکنو کمیسیون ویلی دی چې دولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به دثور دمیاشتې په ۲۱ مه او نهایی پایلې به یې دجوزا دمیاشتې په ۲۵ مه نیټه اعلان شی.

دټاکنو خپلواک کمیسیون دپریکړی سره سم دغزنی ولایت دولسی جرګې ټاکنی به هم دولسمشریزو ټاکنو سره یوځای ترسره کیږی.

دټاکنو کمیسیون دمهال ویش سره سم، دولایتی شورا او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنی به دراتلونکی لمریز کال دوږی یا جوزا دمیاشتی پر ۳۰ نیټه ترسره کیږی، دولایتی شورا او ولسوالیو شوراګانو دټاکنو، دولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته ترسره کیدو دلیل دادی چی ولسمشریزی ټاکنی په ښه ډول ترسره شی او په صحیح ډول مدیریت شی.

دټاکنو دخپلواک کمیسیون رئیس عبدالبدیع صیادویلی چی  دټاکنو دمهالویش او کړنلاری تطبیق له کارنده عملیاتی ټیم او بودجې پوری تړلی دی، همدارنګه صیادوویل چی دټاکنو دنیټو ټولی برخی عملیاتی، تخنیکی او بودجوی پلان ته اړتیا لری.

دولسمشریزو ټاکنو دنوماندانو دنوم لیکنی سره سم ۶ کسه نوماندانو معلوماتی کڅوړی اخیستی دی، دټاکنو کمیسیون له لوری ددې کڅوړی ویش دقوس دمیاشتی پر ۲۸ نیټه شوع شوه، چی تر اوسه پوری انورالحق احدی، نورالحق علومی، عنایت‎الله حفیظ، محمدحکیم تورسن، عظیم الله عظمیی او نورالرحمان لیوال یادی کڅوړی دټاکنو کمیسیون له دفتر څخه تر لاسه کړیدی.

دټاکنو دکمیسیون دویاندمرستیال، عبدالعزیز ابراهیمی په وینا چی دا کڅوړی په آنلاین ډول دټاکنو دکمیسیون په سایټ کی هم موجودی دی، ممکن ځینی نوماندانو دخپلی نوماندۍ لپاره په انلاین ډول هم ترلاسه کړی وی.

تر اوسه پوری ولسمشر محمداشرف غنی، دملی امنیت شورا پخوانی سلاکار محمدحنیف اتمر، په هندکی دافغانستان مخکنی سفیر شیدامحمدابدالی او دملی وفاق دحرکت رهبر احمدولی مسعودپه رسمی ډول خپله نوماندی اعلان کړیده.

ولسمشر محمداشرف غنی ویلی چی ځکه ځان نوماندکوی، چی ځینی کارونه یې لا نیمګړی پاتی دی او اراده لری چی دا کارونه پای ته ورسوی.

دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړی استازی یماموتو، ویلی وه چی دافغانستان ولسمشریزی ټاکنی بایددپارلمانی ټاکنو په ډول ونه اوسی، دپارلمانی ټاکنو تیروتنی بایدبیا تکرار نشی، ولسمشریزی ټاکنی  په پوره ډول مدیریت شی.

خو مهمه خبره داده  چی ولی ځینی خلګ دټاکنو دځنډیدو او دموقت حکومت په اړه فکر کوی او ولی غواړی چی مخکی له دې چی دجمهوری ریاست لپاره ټاکنی ترسره شی بایدموقت حکومت اعلان شی؟

افغانستان یو اسلامی، جمهوری دولت دی، او داسلام دټولو اصولو او ارزښتونو په نظر کی نیولو ته ژمن دی، او دخلګو داساسی حقوقو دتضمین په خاطر اساسی قانون هم موجوددی، چی پکښی ددولت او خلګو حقونه او مکلفیتونه مشخص دی.

داساسی قانون دلومړۍ مادې مطابق، افغانستان خپلواک، واحداو نه بیلدونکی اسلامی جمهوری دولت دی.

ددې سره سره چی دافغانستان دین داسلام مبارک دین دی، او افغانستان داسلام ټولو ارزښتونو ته ژمن هیواددی، دډیموکراسی او دخلګو ارادې ته هم ژمن دی.

ټاکنی دډیموکراسۍ اساس دی، او دافغانستان جمهور رئیس هم دخلګو دآزادو، عمومی، پټو او مستقیمو رایو په اساس ټاکل کیږی.

لکه څرنګه چی اساسی قانون خلګو دا حق ورکړیدی چی پخپله خوښه یو کس دولسمشری لپاره وټاکی، او دولسمشری لپاره هر نوماندچی زیاتی رایی یوسی هغه به دافغانستان جمهور رئیس ټاکل کیږی، او زیات نور حقونه هم خلګو ته ورکړیدی، تر څنګ یې دحکومت او خلګو پر اوږو ځینی مکلفیتونه او مسؤلیتونه هم ورایښی دی، چی یو له هغو څخه دادی چی بایدددې اساسی قانون او نورو قوانینو احکامو ته پابنداو په وړاندی یې مسؤل واوسی.

دا چی دملی وحدت حکومت دهیوادملی ارزښتونو او داساسی قانون احکامو ته خپل ژمنیتا په عمل کی ښکاره کړیده، دولسمشریزو ټاکنو لپاره یې دټاکنو خپلواک کمیسیون له مهال ویش او طرحی ملاتړ کړی، او دراتلونکی ولسمشریزو ټاکنو ته یې خپله ژمنتیا اعلان کړیده، او ویلی چی دنورو نوماندانو سره به یو ځای یو ځل بیا ټاکنیزه مبارزه کوی.

نو اوس وار دخلګو دی چی داساسی قانون دا وجیبه چی ددوی پر غاړه یې وراچولې ده، دوی هم په خپل وار سره دا وجیبه ترسره کړی، او دیو ژوندی ملت او ولس په حیث په ټاکنو کی په پراخه پیمانه برخه واخلی، خپل دخوښی وړ نوماندته رایه ورکړی، او دافغانستان دیو روښانه راتلونکی په جوړولو کی برخه واخلی.

دا چی افغانستان وار په وار دځان بسیاینی په لور روان دی، دمنطقې داستخباراتو په اوړو کی شګه پیدا شوې ده، او پدې لټه کی دی چی په څه ډول افغانی ملی ارزښتونه تر پښو لاندی کړی، ولسواکی له خطر سره مخ کړی، او په افغانستان کی دولسواکی په اړه دخلګو په ذهنونو کی شکونه او خبری پیدا کړی، کله وایی چی په افغانستان کی به ټاکنی ترسره نه شی او کله نور څه.

خو خوشبختانه چی افغان حکومت ددوی په جواب کی خپل ملت ته هر څه په عمل کی ثابت کړیدی، او دولسواکی ټول اصولو ته یې ژمنتیا ښکاره کړیده.

خو اوس دا استخباراتی کړۍ کوښښ کوی چی افغانان پخپل منځ کی یو دبل په وړاندی سره وجنګوی، او په ډیره بې شرمانه ډول دموقت حکومت درامنځته کیدو مفکوره دخلګو په منځ کی خپروی، او داساسی قانون داحکامو دنقض مفکوره خلګو ته ورکوی.

په داسی یو حالت کی چی موږ پر خپلو پښو ولاړ حکومت لرو، وسلوال پوځ مو هم پر خپل ځان متکی شوی دی، موقت حکومت پرته له دې چی افغانستان یو ځل بیا څو کاله شاه تګ ته اړ کړی نور څه ندی، او دا مفکوره به افغانان یو ځل بیا اړ کړی چی څو کاله شا تګ وکړی، او کومی قربانی چی خلګو او افغان حکومت په دې برخه کی ورکړیدی ددې قربانیو دعبث او بېهوده ګرځولو څخه پرته بل څه ندی.

مسعودافغان

ممکن است شما دوست داشته باشید