روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دناټو مرستی به دجګړی په مهارولو کې ټاکونکی رول ولوبوی

د افغانستان اسلامی دولت دسیمی دهېوادونو به تیره بیا دپاکستان د ترهګریزی او استخباراتی جګړی سره په جګړه بوخت دی چې له امله یې د امریکا متحده ایالات او دشمالی اتلانتیک نړیوال سازمان د افغان د دفاعی او امنیتی ځواکونو دروزنی، تمویل، تجهیز او هر ډول مرستو او همکاریو ته ژمن او متعهد دی او دا ژمنی او تعهد یې یوځل بیا دروان ۱۳۹۷ کال دچنګاښ پر ۲۱ مه دبروکسل په سرمشریزه کې تازه کړ.

دتاریخی شالید له مخی دغه نړیوال سازمان په ۱۹۴۹ ع کال داپریل ۴ مه رامنخ ته شو چې اوس یې دغړو شمیر ۲۸ هېوادونو ته رسیږی د دی سازمان اهداف په اروپا او دشمالی امریکا په غړو هېوادونو باندی دحملی دمخنیوی په منظور رامنځ ته شو چې په ګډه به دځان څخه دفاع کوی. دلته زمونږ بحث او خبری د افغانستان سره دهمدی سازمان په ژمنو او همکاریو دی چې د ۲۰۲۴ کال پوری به د افغانستان څخه په ټینګه ملاتړ او حمایت کوی. دبلجیم په پلازمینه بروکسل کې ددی سازمان په سرمشریزه کې چې غړو هېوادونو په کې ګډون کړی و د افغانستان د اسلامی دولت جمهور رئیس محمد اشرف غنی دخپل ګډون پرمهال وویل: زمونږ مهمه دنده او وظیفه دجنګ، فساد، او دجرایمو د خبیثه کړیول ماتول او دهغی پرځای دنجیبه کړیو جوړول او ځای پرځای کول دی مونږ دناټو دنړیوال سازمان څخه مننه کوچې زمونږ سره یې مرستو او همکاریو ته رادانګلی او مونږ ته دا توان او، وس راکړی چې دتروریزم په وړاندی خپلی هڅی دوه برابری کړو یوولسواکه دزغمه څخه ډکه اود متحرک اقتصاد لرونکی ټولنی ته چې دآسیا دڅلور لاری په توګه دسیمی د انکشاف او پرمختګ لپاره دهمکارۍ په بستر د امنیتی همکاریو دعمل او تر ۲۰۲۲ ع کال پوری دناټو سازمان دملاتړ دتمدید لپاره غور او ارزونه مونږ ته دا توان رابخښی چې دځان دبساینی لپاره هڅی وکړو او طالبان دی ته اړباسو چې دسولی له بهیر سره یوځای شی. جمهور رئیس دی خبری ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: دتروریزم بلا ټوله نړۍ  په ویره کې اچولی او داثابتوی چی ولی ناټو ته اړتیاده او ولی افغانستان دیو مخکښ دولت په توګه دنړیوالی آزادی او امنیت د دفاع په لومړۍ کرښه کې قرار لری او دا هغه څه دی چې ناټو به یې دځپلو ژمنو او تعهد له مخی له افغانستان سره ترسره کړی. زمونږ په باور دناټو دنړیوال سازمان سیاسی، امنیتی او اقتصادی همکاری او مرستی چې زمونږ د دفاعی او امنیتی ځواکونو سره یې دبروکسل په سرمشریزه کې تازه کړی نه یوازی په افغانستان کې به ترهګریزی جګړی په مهار کولو کې به اساسی او ټاکونکی رول ولوبوی بلکی افغانستان به هم په اقتصادی لحاظ یو باثباته
 او په خپل ځان متکی هېواد شی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید