روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دملی یووالی حکومت له فساد سره مبارزی ته ژمن دی

دامنو چې اداری فساد، اختلاس او بیروکراسی یوه ناوړه پدیده ده چې اغیزی او تاثیرات یې دنړی په ډیرو پرمختللو او متمدینو هېوادونو کې هم لیدل کیږی خو په دی هېوادونو کې دفساد دپدیدی دمخنیوی لپاره داسی ارګانونه، سازمانونه او نهادونه هم شته چې په نطفه خنثی او له منځه یوسی.

له بده مرغه دتیر رژیم په دوران کې په داسی حال کې چې دنړیوالی ټولنی په حضور کې یوشمیر خایینو کړیو غوښتل چې دخپلو ناروا، اوشخصی ګټو په خاطر په دولتی اداروکې دپراخه نفوذ له امله په لوی لاس دی ناوړی پدیدی ته زمینه برابره کړی چې نه یوازی دقانون دحاکمیت، ښی حکومتولۍ او اصلاحاتو په وړاندی یې ډیری ستونزی او ننګونی رامنځ ته کړی بلکی دجګړی په دوام او دسولی په وړاندی یې هم ناوړه اغیزی پریښودی.

اوس چې د افغانستان اسلامی دولت دفساد پرضد مبارزه ګړندی کړی اوپه دی برخه کې یې د اصلاحاتو په منظور جدی ګامونه هم پورته کړی. دروان ۱۳۹۷ کال دقوس پر۱۸ مه دهېواد جمهور رئیس محمد اشرف غنی دفساد سره دمبارزی دنړیوالی ورځی په مناسب په صراحت دی خبری ته اشاره وکړی چې د افغانستان خلک او دملی یووالی حکومت د اداری فساد دمخنیوی لپاره جدی پریکړه کړی او په دی برخه کې خپلو اصلاحاتو ته دوام ورکوی.

دهېواد جمهور رئیس دغونډی ګډونوالو ته په خپلی وینا کې داهم وویل: یوشمیر کسان دخپلو شخصی او ډلیزه ګټو لپاره له فساد سره دمبارزی په هدف دحکومت روان اصلاحات دځان په زیان بولی خو دملی یووالی حکومت له فساد سره دمبارزی موضوع ته پوره ژمن او متعهد دی.

او هغه داچې دکانکور په پروسه کې شفافیت، په دولتی اداروکې د شفافیت له مخی ۲۲ زره کسانو ګمارل په عدلی او قضایی ارګانونو کې د دوسیو پروخت څیړل او په تدارکاتو کې شفافیت او روڼتیا دحکومت دجدی اقداماتو څخه شمیرل کیږی. جمهور رئیس زیاته کړه: په هېواد کې فساد اودبی عدالتیو بیه یوازی، او یوازی غریب او بی وزلی افغانان ورکوی چې داکار نور دزغم او تحمل وړنه دی.

بیا دفساد په وړاندی دمبارزی دنړیوالی ورځی په غونډه کې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جانبس هم وینا وکړه او ویې ویل: فساد دافغانستان د اقتصادی ودی او پرمختګ مخه نیسی او په افغان حکومت دخلکو باور او اعتماد ټکنی کوی نو پکار دی چی په وړاندی یې جدی مبارزه وشی.باور دی که د افغانستان د اسلامی دولت چارواکې عدلی او قضایی ارګانونه محاکم او څارنوالۍ، نړیوالی تفتیشی اداری دسیګار نړیوال څارونکی او نور اړوند ارګانونه ددی ناوړی پدیدی په وړاندی جدی ګامونه پورته کړی او سرغړونکی د قانون منګولوته وسپاری نه یوازی دقانون حاکمیت اوښی حکومتولی چاری به په ښه توګه پلی او تطبیق شی بلکی دسولی په وړاندی پرتو ستونزو او ننګونوته به هم مثبت ځواب ویلی وی.

ناصر شاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید