روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دملی وسله وال پوځ په پیاوړتیا سره به دسوله ییز ژوند څخه برخمن شو

په هېواد کی دملی وسله وال پوځ دتاریخ په اوږدو کی په مختلفه بڼه په هېواد ساتنه کی ونډه اخیستی او هېواد یی دتیری کوونکو ځواکونو څخه ساتلی دی تاریخی پاڼی راښایی چی دنړی دزبرځواکونو دلوی غوښتنی په وړاندی افغان سرتیری چی هیڅ ډول پوځی تجهیزات ورسره شتون نه درلوده او مقابل لوری سره هیڅ رنګه نه پرتله کیدل وتوانیده چی داستعمارګرو په وړاندی په تش لاس وجنګیږی او دهېواد دآزادی او خپلواکی بیرغ رپانده وساتی.

دهمغو میړنیو دسرښندنی له امله دنړی زبرځواکونه دی ته اړ شوی چی په شاه تګ ته اړ شی او دافغانانو په وړاندی دجګړی څخه لاس واخلی هغوی پوهیدل چی که افغانان هر څومره دستونزمن ژوند ترڅنګ دجګړی پرمهال دمرګ ژوبلی سره مخامخ شی خو خپله هېوادنی حوصله او مینه له لاسه نه ورکوی او دهر ډول غمیزی په زغم سره ددښمن په وړاندی په اوچته غړی جګړه کوی او نه پریږدی چی دافغانانو خپلواکی او آزادی وګواښوی نو له دی امله هر واکمن چی دهېواد واکی ترلاسه کړی دملی وسله وال پوځ دځواکمنتیا چاره یی لټولی او دهېواد ساتنی له پاره یی چمتو کړی دی.

هېوادوال چی دتیرو تاریخی بدلونونو لیدونکی دی پوهیږی چی هیڅ یو بلو سګر په دی نه دی توانیدلی چی دزور او ګواښ له لاری خپلی شومی موخی ترلاسه کړی نو یی هڅه کړی چی دافغانانو ترمنځ بی اتفاقی واچوی اودخپلو ناوړه موخو دترلاسه کولو له پاره مختلفی لاری ولټوی خو بیا هم دافغانانو دهېوادنی مینی له مخی ددښمن شوم پلانونه نه شی عملی کیدای او دسرښندونکو سرتیرو دسرښندنی له امله دماتی سره مخامخ کیږی همدا اوس په جګړییزو کلونو کی دهېواد دښمنانو دخپلو ناوړه موخو دترلاسه کولو له پاره مختلفو لاری لټولی او هڅه یی کړی چی دملی وسله وال پوځ له مینځه یووسی او په هېواد کی یو ګوډاګی واکمن واک ته ورسوی خو په دی پلان کی یی بریالیتوب ترلاسه نه کړو او یوی اوږد مهاله جګړی ته یی لمن ووهله چی له امله یی زیات شمیر هېوادوال دمرګ ژوبلی سره مخامخ شول دپرمختګ په وړاندی یی ډیر خڼډونه او ستونزی رامنځ ته کړی خو ددی ټولو لاس وهنو سره سره افغانان وتواندیل چی دړی وړی شوی ملی وسله وال پوځ بیا راجوړ او دتجهیز او تمویل له پاره یی عملی لاری چاری ولټوی.

لیدل کیږی چی دهېواد دښمنان لا اوس هم دستونزو او جګړییزو ناخوالو په پراختیا بوخت دی هڅه کوی چی دملی وسله وال پوځ دپیاوړتیا او غښلتوب په وړاندی ډول ډول خڼډونه راپیدا کړی څو هېواد مو بیا دیوه پیاوړی پوځی ځواک څخه برخمن نه شی خو ددی ټولو ناوړه او دښمنانه هڅو دمخنیوی ترڅنګ دهېواد واکمنان په دی بریالی شوی چی دنړیوالو ملاتړ ترلاسه کړی او دیوه ځواکمن ملی وسله وال پوځ په جوړښت کی را سره لازمو مرستو ته دوام ورکړی.

موږ ډاډه یو چی که مرګ ژوبله زیاته ده خو هېواد ساتنه مو نه ده کمزوی شوی ځکه دهر سرتیری شهادت دنورو سرتیرو دمیړانی احساسات لا پسی پیاوړی کوی او دخپل شهید ورور دغچ اخیستنی له پاره ددښمن په وړاندی د جګړی اوسپنیزه لیکه ماتوی او دښمن دماتی سره مخامخ کوی لیدل کیږی چی دهېواد دښمنان دیوی پراخه جګړی په لټون بوخت دی تمه لری چی په جګړه کی به لاس ته راوړنی ترلاسه کړی خو تیرو جګړییزو کلونو راښودلی چی په یوه سیمه کی هم جګړه مارو ستراتیژیکه سیمه نه ده نیولی او تراوږ مهاله یی تر کنترول لاندی نه ده راوستلی نو له دی کبله غلچی بریدونو ته ادامه ورکوی او په بمی چاودونو کی پلونه او پل چکونه ورانوی چی دورانی دا ډول هڅی به یی هم په راتلونکی کی لاسته راوړنی ونه لری ځکه چی دملی وسله وال پوځ دلیکو دپیاوړتیا اودهېوادوالو دملاتړ له کبله به ددښمن هر ډول پلان رسوا او دماتی سره مخامخ شی.

همدا اوس په یوشمیر سیمو کی ددښمن مظبوط سنګرونه له مینځه تللی او هغه سیمی چی په تیرو کلو کی یی ترلاسه کړی وی اوس دامنیتی ځواکونو دچاڼیزو عملیاتو په نتیجه کی پاکی شوی او دښمن نه شی کولی چی دتیر په څیر په ځینو سیمو کی اوږد مهاله شتون ته لار هواره کړی.

منلی شو چی په جګړه کی به مرګ  ژوبله رامنځ ته کیږی خو باوری یو چی زموږ دسرتیرو په پرتله به تیری کوونکو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتی دی دښمن ته جوته شوی چی افغانان سرورکوی خو سنګر نه ورکوی نو ځکه یی دسرښندنی په هکله تاریخی پاڼی را ډکی دی او نړیوال ګوته په خوله دی چی دتاریخ په اوږدوکی زیاتی جګړی پرافغانانو ورتپل شوی خو افغانان لا اوس هم ژوندی دی او دخپلو تاریخی کار نامو څخه دفاع اوننګه کوی هغوی دخپلو پلرونو او نیکونو په څیر توانیدلی چی په تش لاس دهېواد څخه ساتنه وکړی او هیڅ پردی پالی ته اجازه نه ورکوی چی دنورو په دستور خپلی ناوړه موخی ترلاسه کړی.

همدا اوس په جګړییزو عملیاتو کی په یوازیتوب سره دسیمی دلاس وهونکو هېوادو دلاس وهنی په وړاندی  په جګړه کی بریالیتوبونه ترلاسه کوی او دهری ورځی په تیریدو سره په تیری‎کوونکو بریدونو ته دوام ورکوی چی اوس مهال یی زیاتی سیمی ورڅخه پاکی کړی او خپلو یرغلیزو عملیاتو ته یی ادامه ورکړی تمه ده چی دملی یووالی دحکومت دواکمنانو دځانګړی پاملرنی له مخی به په پوځی تجهیزاتی چاروکی ښی لاس ته راوړنی ترلاسه شی او هغه نیمګړتیاوی به پوره شی کومی چی شتون لری دخوښی او ډاډګیرنی ځای دی چی ولسمشر دخواخوږی پربنسټ دملی وسله وال  پوځ دشهیدانو کورنیو ته دکوپون دورکړی په هکله ګټوره پریکړه وکړه او دسرتیرو اندیښنی یی په ډاډګیرنه بدلی کړی چی دزیاتو هېوادوالو دخوښی لامل شو.

باوری یو چی ولسمشر دهغو لارو په لټون بوخت دی په کومو کی چی دملی وسله وال پوځ پیاوړتیا او تشی را ډکیږی په ډیرو لیدو کتو کی یی ټینګار پردی وی چی دملی وسله وال پوځ اوږد مهاله ملاتړ او دمرستو په هکله ژمن هېوادونه وهڅوی چی ژرتر ژره دملی وسله وال پوځ اړتیاوی دزمانی دغوښتنی سره سمی پوره او دیوه ځواکمن پوځ په درلودلو سره وتوانیږو د هېواد په وړاندی داوسنی ګواښ لمن دتل له پاره ټوله او دیوه سوله ییز ژوند له پاره مناسبه لار هواره شی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید