روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دلاس وهونکو لاس وهنی دی بندی شی

لیدل کیږی چې په دی ورځو کې زموږ په هېواد کې دجګړییزو ناخوالو دپای ته رسیدو له پاره په کور دننه او بهر یولړ هڅی پیل شوی خو لاتردی دمه دخبرو اترو بنسټیزه جوړه نه ده را بربڼډه شوی دا مهال معلومیږی چې دجګړی د دواړو غاړو ترمنځ دخبرو اترو له پاره لارنه ده هواره شوی او هڅه پردی ده چې دخبرو اترو په وړاندی یو لړکورنی او بهرنی خڼډونه چی شتون لری له منځه یووړل شی او د بین الافغانی خبرو اترو پیل یقینی شی ځکه طالبانو ته چی دسوله ییزو خبرو اترو دروازی پرانیستی پریښودل شوی تردی دمه یې د دولت سره دمخامخ خبرو څخه انکار کړی او دلسمونکو په لمسونه یې دجګړی د دوام سره مینه ښودلی ده. دملی یووالی حکومت چې دتیر کوچنی اختر په شپو ورځو کې د اوربند ترپولی خپله سوله ییزه لیوالتیا وښوده چې جګړه دستونزو دحل لارنه بلکی دکرکی دپراختیا لامل ګرځی نوځکه تیاری څرګندیږی چې دیوه بین الافغانی خبرو اترو له لاری دجګړییزو ستونزو دپای ته رسیدو له پاره ګډه لار ولټول شی او په هېواد کې څوکلنه غمیزه پای ته ورسیږی. خو په خواشینی سره ویلی شو چې لمسونکی هېوادونه چې دسیمی په ګواښونه کې دهیڅ ډول لاس وهنی څخه لاس نه اخلی هیڅ ډول سوله ییزو هڅو ته مثبت ځواب نه وایې او دترهګرو دتمویل او تجهیز له پاره دهر رنګه مرستی څخه دریغ نه کوی. خو ددی ډول لاس وهونکو هڅو سره سره تمه لرو چې په نړی کې دیوه نوی خوځښت له مخی چې سولی ته لیوالتیا لری په روانو جګړییزو ستونزو به برلاسی پیدا شی او دجګړه مارو هیلی به دخاورو سره خاوری شی. اوس دنړیوالو مرستندویه هېوادونو پام زموږ په هېواد کې دلاس وهونکو هېواد ولاس وهنی ته راګرځیدلی هغوی چې زموږ سره پدی جګړییزو ناخوالو کې ښکیل دی دپای ته رسیدو په موخه یې مناسبی هڅی ترغور لاندی نیولی ډاډه یو چې لاس ته راوړنی به ولری ځکه دناټو سرمنشی ینس استولتنبرګ  چې په کابل کې دولسمشر محمد اشرف غنی سره په لیدوکتو کې دهېواد په سیاسی او پوځی حالات خبری ترسره کړی ډاډیې څرګند کړی چې دناټو غړی هېوادونه به دتیرپه څیر خپلو مرستو ته دوام ورکړی او دپوځی نیمګړتیاو په رغاونه کې به دهیڅ ډول مرستو څخه دریغ ونه کړه دناټو سرمنشی چې په یوه ګډ خبری کنفرانس کې خبری کولی ډاګیزه یې کړل چې طالبان دی دملکی خلکو له وژنی څخه لاس واخلی او دسولی په خبرو اترو کې دی ګډون وکړی دسرمنشی دخبرو معلومیږی چې دناټو غړی هېوادونه دپوځی لاری ترڅنګ دسولی دخبرو اترو ملاتړ کوی او غواړی چې پدی لارکې هم خپلی مرستی ونه سپموی.

ولسمشر محمد اشرف غنی هم په دی مطبوعاتی کنفرانس کې یوځل بیا دپاکستان دچارواکو څخه وغوښتل چې دسولی په رامنځ ته کیدو کې رښتینی مرستی ته راودانګې ځکه اوسنی جګړییزی ستونزی په تشو خبرو اترونه هواریږی.

دغه راز د امریکا د متحده ایالاتو دبهرنیو چارو د وزیر مرستیالی الیس ویلز دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر سره په خبرو اترو کې دسوله ییزو خبرو اترو په پیل کیدو کې دپاکستان مرسته اړینه وبلله او دهغی څخه یې دعملی ګام دپورته کیدو غوښتنه وکړه.

هیله من چې دپاکستان دبهرنیو چارو دوزیر خبری اتری چې د افغانستان سره دښو اړیکو دپیوند په هکله یې څرګندی کړی رښتینی بڼه غوره کړی ځکه پاکستانی چارواکو تل په خپلو ژمنو کې د دوه مخی سیاست څخه کار اخیستی او هیڅ وخت یې دژمنو دعملی کیدو له پاره عملی ګام نه دی پورته کړی نوله دی کبله هېوادوال دپاکستان په ژمنو بی باوره دی او دهغوی څخه درښتینی او عملی مرستی تمه نه لری. ښه به وی چې د امریکا متحده ایالات چې دامهال دپاکستان سره یې دسیمی او په خاصه توګه د افغانستان په حالاتو خبری اتری روانی دی دپاکستان رښتیتنوب او عملی کړنو ته پاملرنه وکړی ځکه پاکستا ن دترهګرو دتمویل او تجهیز څخه لاس نه دی اخیستی او دترهګرو پټن ځایونه یې هم له منځه نه دی وړی نوله دی امله هېوادوال وړاندوینه کوی چې امریکاییان دی دپاکستان په غولونکو خبرو ونه غولیږی او دهغو لارو لټون ته دی پاملرنه راوګرځوی چې زموږ په هېواد کې څو کلنه جګړه پای ته رسوی. موږ ډاډه یو چې امریکایی چارواکو ته به په تیرو او اوسنیو کلونو کې جوته شوی وی چې د افغانانو دمرګ  ژوبلی جګړییز پلانونه چیری طرحه کیږی او دجګړی مدیریت یې څوک پرمخ وړی نوښه به وی چې ددی اوږد مهاله لاس وهنی دبندیدو له پاره عملی او ګړندی ګامونه پورته شی ترڅو نوره د افغانانو غمیزه پای ومومی اوسوله رامنځ ته شی. 

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید