روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دلاس وهونکو سره پریکنده چلند پکار دی

دلاس وهونکو په وړاندی غوڅ چلند به دسرلوړی هیواد دښمنان وپوهوی چی افغانان که هر څومره په جګړییزو ناخوالو کې ډوب وی بیا هم په اوچته غړی لاس وهونکو ته ډاګیزه کوی چی دلاس وهنی په وسیله به هیڅکله هم خپلی ناوړه موخی ترلاسه نه کړی او دهری ورځی په تیریدو سره به یی په وړاندی دسیمی او نړی په کچه کرکه زیاته شی ځکه چی جوته شوی او بیلګیزی هڅی شتون لری چی دترهګرو دملاتړ او پټن ځایونو له کبله لاس وهنو ته ادامه ورکوی او ددی لاری له یو شمیر هیوادونو څخه مالی مرستی ترلاسه کوی.

همدا اوس په نیږدی څو ورځو کی دهند او ایران پوځیانو ته دمرګ ژوبلی درامنځ ته کیدو په هکله هندی او ایرانی چارواکو په بربڼډه او مستقیم ډول پاکستان ته ګوت څڼډنه وکړه چی دترهګرو دځالو په له مینځه وړو لوکی اقدام وکړی ترڅو دپیښی عالمین په لاس ورکړی او پایی له مینځه یووسی.

دا ډول بربڼډی لاس وهنی به دلاس وهنی عمر رالڼډ کړی او دسیمی هیوادونه به دخپلو وګړو دامنیت دخوندیتوب له پاره دیوی اجماع له مخی مختلفی لاری ولټوی او هغه لار به غوره کړی چی دټولو امنیت پکښی ټینګښت ومومی.

ځکه چی په سیمه کی د دا ډول ترهګرییزو بریدونو شتون او پراخیدل به دډیرو بنسټیزو اقتصادی لاس ته راوړنو په وړاندی خڼډونه رامنځ ته کړی او دیوه جګړییز ګواښ له کبله به دسوادګرییزو راکړو ورکړو په وړاندی کموالی راشی نو اړینه بریښی چی دسیمی داوسنی حالات ته په کتو سره دسیمی هیوادونه دیوه نوی خوځښت له مخی دامنیتی سمبالتیا له پاره هر اړخیز لټون پیل کړی او هغه هیوادونه چی دترهګرو دتمویل او تجهیز تر شاه ولاړ وی په وړاند یی غوڅ او پریکنده چلند تر غور لاندی ونیول شی.

لیدل کیږی چی دډیر وخت راهیسی په سیمه کی ترهګرییزه جګړه پیل شوی چی موخه یی د جګړی دپراختیا له امله دزیاتو مالی مرستو لاسته راوړل ګڼل کیږی ځکه همدا اوس او په تیره کی پاکستانی چارواکو دایتلافی ځواکونو سره په ترهګرییزی جګړی کی دملتیا په پلمه په زیاته اندازه مالی مرستی ترلاسه کړی او اوس هم هغه لاری لټوی چی دسیاسی سیالیو څخه په ګټی اخیستنی سره دمخالفو اړخونو سره داړیکو دپیوند دغښتلتوب له مخی مرستی ترلاسه کړی او مقابل لوری ته وښایی چی پاکستان ددی توان لری چی خپلی اړتیاوی دنورو څخه ترلاسه کړی خو دسیاسی سیالیو سیاست وال چی دامهال یی دپاکستان هر ډول خوځښت او هڅی تر څارنی لاندی راوستی نه پریږدی چی سرغړونه یی دومره زیاته شی چی دسرخوږی وړ وګرځی همدا اوس په نړیواله کچه دپاکستان موقف دراټیټیدو په حال کی دی او په پوره پیمانه یی دناټو دغړو هیوادو په وړاندی اعتبار له لاسه ورکړی.

ډیری اقتصادی مرستی ورباندی بندی شوی او دترهګرو دملاتړ کوونکی هیواد په توګه شمیرل کیږی.

ځکه دترهګرو ځالی چی په پاکستان کی دی اوس مهال دنړیوالو څخه پټی نه دی او دهرترهګری پیښی ترشا دپاکستان لاس ګڼل کیږی همدا وجه ده چی دناټو غړی هیوادونه څو، څو واری په دی ټینګار کړی چی پاکستان دی په خپل دوه مخی سیاست کی بدلون راولی او دترهګرو ملاتړ څخه دی لاس واخلی. لاکن معلومیږی چی پاکستان دتیر په څیر دترهګرییزو دلو څخه دنورو هیوادو په وړاندی ناوړه ګټه اخلی او ددی لاری خپل مالی تشه ډکوی.

همدا اوس دهند او ایران دپوځی ځواکونو دمرګ ژوبلی مسئولیت هغه ډلو په غاړه اخیستی کوم چی په پاکستان کی پټن ځایونه لری.

معلومیږی چی دپاکستان ددوه مخی سیاست درابربڼډیدو له امله به پاکستان دداسی ستونزو سره مخامخ شی چی خلاصون به یی ناشونی وی ځکه اوس ددی وخت رارسیدلی چی اړیکی باید رښتینی او چلند باید روڼ وی ترڅو دمتقابلو اړیکو دپراختیا لامل وګرځی او دغوره اړیکو دپیوند له مخی دراکړی ورکړی له پاره مناسبی لاری پراختیا ومومی نو له دی کبله مناسبه ده چی پاکستان په خپل دریځ کی بدولون راولی او دسیمی روان حالات ته په کتو سره دښو او سوله ییزو چارو په رامنځ ته کیدو کې دسیمی دسولی او ثبات له پاره لار هواره کړی او دیوه ګډ پرامختیایی کاروان په رامنځ ته کیدو سره همیشنی جګړییزی ناخوالی دتل له پاره له مینځه ولاړشی او دخوښی او خوشحالی ترڅنګ دسوکاله ژوند څخه برخمن شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید