روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

دفساد سره مبارزه د افغانستان د اسلامی دولت په لومړیتوبونو کې ده

په هېواد کې د روانی ناامنی، بی ثباتۍ اوپه ټوله کې د روانی استخباراتی جګړی له عواملو او علتونو څخه یو هم دهېواد په دولتی ادارو او ارګانونو کې اداری فساد، بډی رشتوت او بیروکراسی ده چې د افغان دولت او حکومت په وړاندی یې دیوی سراسری، تلپاتی او همیشنۍ سولی دتامین په برخه کې لوی ستونزی او ننګونی رامنځ ته کړی چې له بده مرغه اوس یې هم اغیزی محسوسیږی خو د افغانستان اسلامی دولت هڅه او کوښښ کوی چې د تیر، رژیم د اداری فساد ناوړه پدیدی په دولتی اداروکې له منخه یوسی او دښی حکومتولۍ او دقانون دحاکمیت لپاره په ټولو دولتی اداروکې زمینه برابره کړی.

که څه هم دنړۍ په زیاتو پرمختللو هېوادونو کې فساد د ناوړی پدیدی په توګه شتون لری خو په هغو هېوادونو کې داسی اداری او سازمانونه هم شته چې په ډیر کم او لږ وخت کې دفساد او نورو منفی پدیدو دمخنیوی او مهار کولو توان او قدرت لری.

د افغانستان اسلامی دولت هم لکه دنړۍ د نورو هېوادونو په شان پریکړه کړی چې د اداری فساد کاغذ پرانۍ، بیروکراسۍ او په دولتی اداروکې دهر ډول ناوړه پدیدو په وړاندی مبارزه ندۍ او په دولتی اداروکې فساد مهار او عامیلین یې دهېواد عدلی او قضایی ارګانونو ته ور وپیژندل شی ترڅو دهېواد ټولی دولتی اداری د دی ناوړی پدیدی څخه پاکی شی.

د روان ۱۳۹۷ کال دچنگاښ پر ۴ مه د افغانستان د اسلامی دولت د اداری فساد سره دمبارزی عالی شورا دهېواد دجمهور رئیس محمد اشرف غنی په مشرۍ غونډه وکړه په غونډه کې د‏اداری فساد ترڅنګ دلوړپوړو چارواکو دشتمنیو دثبت دبهیر دجمهور رئیس د‏اجرایی طرحو او قضایاوو په راپور بحث وشو په سرکې دهېواد لوی څارنوال دمحبوسینو او مجوزینو دعفوی په اړوند خبری وکړی او ووی ویل: په دی طرحه کې داسی مناسبتونه هم په پام کې نیول شویدی چې دنړیوالو مناسبتونو سره همغږی او د ورته طرحی او میکانیزم څخه استفاده کیږی.

بیا دهېواد جمهور رئیس محمد اشرف غنی دلوړپوړو چارواکو دشتمنیو دثبت دبهیر په چټکتیا خوښی او خوشحالی وښوده او ویی ویل: چې دابهیر باید همداسی پرمخ لاړشی او څوک چې دخپلو شتمنیو دثبت به برخه کې همکاری نه کوی باید معاش یی قطع او د‏دندی لری شی.

زمونږ په عقیده که د‏افغانستان اسلامی دولت په تیره بیا دهېواد عدلی
 قضایې او نړیوال ارګانونه او سازمانونه چې په دی برخه کې کار او فعالیت کوی په قوی او پخی ارادی سره فساد او بیروکراسۍ او په دولتی ادارو کې د دا ډول ناوړه پدیدو دمنځه وړوله پاره مبارزه ګړندی کړی نه یوازی فساد او دا ډول منفی پدیدی به مهار، کابو او کنترول شی، بلکی په افغانستان کې به دښی حکومتولی دسولی ثبات امن او پرمختګ په برخه کې به هم پاخه او مضبوط ګامونه اخستل شوی وی.

ناصر شاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید