روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دفراه ولایت والی، د دې ولایت له ګڼو ملی سوداګرو سره ګډه ناسته وکړه

فراه ولایت والی، د دې ولایت له ګڼو ملی سوداګرو سره په خپل کاری دفتر کې د امنیت او سوداګرۍ په موخه ګډه ناسته وکړه.

نن ملا نورمحمد «روحانی» د فراه ولایت والی په خپل کاری دفتر کې د دې ولایت له ګڼو ملی سوداګرو سره وکتل.

په دی لیدنه کې د فراه ولایت د ملی سوداګرو له خوا د ټولو سوداګرېزو چارو، امنیت، پانګې اچونې، بریښنا او نورو اړوندو شته ستونزو، ننګونو او خنډونو یادونه وشوه.

د فراه ولایت والی د دوی ټولې ستونزې واوریدې او پر وخت سره یې د حل او په هره برخه کې د پوره امنیت او ساتنې ډاډ ورکړ، والی همدارنګه د اوسنی بازار د لوړو نرخونو، درنو بارونو د کنټرول او نورې بېلا بیلې سوداګرېزې لازمې سپارښتنې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید