جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
دسویس د داووس ښار په اقتصادی او اقلیمی سرمشریزه کې د افغانستان دسولی او پخلاینی دکړنلاری څخه پراخه ملاتړو ښودل شو
د افغانستان اسلامی دولت دطالبانو دسقوط نه وروسته چې په ۲۰۰۱ ع کال کې له منځه لاړ افغانستان دنړیوالی ټولنی، دملګرو ملتونو دنړیوال سازمان او دنړۍ په نورونو اقتصادی سوداګریزو، تجارتی او اقلیمی نړیوالو سازمانونو کې ترننه په دی نړیوالو سازمانونو کې دیو فعال غړی په حیث پاتی شوی او ددی سازمانونو سره یې اړیکی ورځ تربلی پراخیږی.
دلته زمونږ اصلی موضوع دسویس د (داووس) ښار د اقتصادی او اقلیمی سرمشری دبدلونونو په ۱۵ می سرمشریزی باندی ده چې پنځه ورځی به روانه وی.
په دی مهمی نړیوالو سرمشریزه کې د افغانستان دسولیز او پخلاینی سیاست او د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت دکړنلاری څخه دنړۍ مشرانو پراخه ملاتړ وښود او ټول هوکړه او موافقه وکړه چې مخالفین دی د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرو ته کینی ترڅو په افغانستان او سیمه کې سوله تامین شی.
د روان ۱۳۹۷ کال دلوی په ۵ مه د افغانستان د اسلامی دولت جمهور ریس محمد اشرف غنی او اجرایې ریس ډاکتر عبدالله عبدالله هم دنړۍ دنورو مشرانو ترڅنګ ددی مهم کنفرانس په څڼډه کې دنړۍ دمشرانو سره لیدنی کتنی درلودی.
د افغانستان د اسلامی دولت جمهور ریس محمد اشرف غنی د نورو مشرانو ترڅنګ دجرمنی د دفاع له وزیری اورسولافون درلین سره هم ولیدل میرمن او رسولافون درلین دلیدنی په مهال د تروریزم او ترهګرۍ په وړاندی د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو صادقانه او رښتینی مبارزه وستایله او ویې وویل: مونږ د افغان د امنیتی او دفاعی ځواکونو دقابلیت شاهدان یو او د المان هېواد د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت دسولی دپروسه څخه دخپل هېواد ملاتړ ته ژمن او متعهد دی.
وروسته دهېواد جمهور ریس محمد شرف غنی ډاروپایې هېوادونو دهمکاری او ملاتړ څخه په مننی سره وویل: په افغانستان کې د امنیتی وضعیت ښه والی دلویو اقتصادی پروګرامونو او برنامو دتطبیق سبب شویدی او، اوس افغانستان دسیمی په څلور لاری دبدلیدو په حال کې دی امنیت ته زمونږ پاملرنه په دی پړاوکې زیاته شویده او انشاالله خپلو هدفونو ته دبل هروخت څخه نژدی شوی یو.
دبلی خوا په دی نړیواله اقتصادی او اقلیمی سرمشریزه کې دهېواد اجرایی ریس ډاکتر عبدالله عبدالله، هم وینا وکړه او ویې وویل: طالبان په ولسواکۍ او دیموکراتیکو ارزښتونو باور نه لری او د دوی پیاوړتیا او ځواکمنتوب دروسی، ایران او منځنۍ آسیا د نورو هېوادونو په زیان او تاوان هم تمامیدای شی چې باید پاملرنه ورته وشی.
باور دی که دسویس د (داووس) ښار په پنځه ورځنۍ اقتصادی او اقلیمی کنفرانس کې دګډون کونکی هېوادونو مشران د افغانستان په رهبرۍ او ملکیت، د افغان سولی دپروسی او دبین الافغانی خبرو لپاره صادقانه، رښتینی او عملی ملاتړ وکړی نه یوازی افغان مخالفین او طالبان به د افغان حکومت سره دسولی مخامخ خبرو او مذاکری ته حاضرشی بلکی په افغانستان کې به روانه تروریستی او استخباراتی جګړه هم بنده او دیوی باعزتی او سراسری سولی دتامین لپاره به یوواقعی پرمختګ او انکشاف هم رامنځ ته شی.
ناصرشاه سرحدی