روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دسوله ییزو خبرو په پیل کیدو کې باید تیری نیمګړتیاوی ورغاول شی

دا دی دهری ورځی په تیریدو سره دافغانانو وړاندوینی چی دامریکایی او مخالفو وسله والو طالبانو دترسره شویو خبرو دنیمګړتیاو په هکله رابرسیره شوی وی آهسته آهسته په کور دننه او بهر یی دملاتړ څرګندونی په ډاګه کیږی او په ترسره شویو خبرو کی دزیاتو نیمګړتیاو په هکله خپل نظر څرګندوی وړاندوینه کوی چی دخبرو له لاری دستونزو دحل مناسبه لار ګڼل کیږی خو دخبرو ګټورتوب او پایلی یی باید په پام کی ونیول شی ځکه دمخالفو وسله والو طالبانو کړه وړه راجوتوی چی باور ورباندی ناشونی دی دطالبانو ټینګار او هڅی په جګړه او دجګړی په اوږدیدو راڅرخی همدا وجه ده چی ددیپلوماسی ژبه یی کمزوری ښکاری او په جګړه کی خپلی ګټی لټوی خو په دی ډول خبری خورا زیاتی زیانمی او لاسته راوړنی نه شی ترلاسه کولی ځکه په جګړه کی ښکیلی غاړی چی دجګړی دپای ته رسیدو له پاره خبرو ته لیوالتیا ښایی نو باید ومنی چی دموقت او یا اوږدمهاله پوری دتاورتریخوالی درامنځته کیدو څخه ډډه وکړی خو که په جګړه کی دیوه بل ته دزیاتی مرګ ژوبلی داړونی هڅی وکړی هرومرو دیوه بل په وړاندی دکرکی څپه راخپریږی او خبری دزیان سره مخامخ کیږی.مخالفو وسله والو طالبانو چی دامریکایی پلاوی سره  خبری یوی هوکړی ته ورسولی وی په خپل تیری کوونکی جګړییز برید سره یی ټولی خبری ګډی وډی کړی چی اوس یی دحل لار نه شی مندلی دامریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ چی دمخالفو وسله والو طالبانو دشش درک په سیمه کی وروستی برید سخت په غوسه کړی و دطالبانو سره لیدو کتو څخه ډډه وکړه او دامریکایی پلاوی ټولی ترسره شوی خبری یی په ټپه ودرولی او ګوت څڼډنه یی وکړه چی په مخالفو وسله والو طالبانو به پوځی فشار زیات شی.دغه راز ولسمشر ټرامپ په یوه تازه ټویټر پاڼه کی لیکلی چی (( طالبان پوهیږی چی لویه اشتباه یی وکړه، خو نه پوهیږی چی څنګه یی جبران کړی طالبان پوه شوی چی داشتباه له کبله یی له امریکا سره مذاکرات ختم شول خو نه پوهیږی چی څرنګه خپله اشتباه اصلاح کړی او یا دخبرو میز ته کښینی هغه زیاته کړی چی طالبانو ددی وړاندی هیڅکله هغه بریدونه نه ووکتلی چی په څوروځو کی امریکا پری کړی دیو امریکایی سرتیری په ګډون د۱۲ کسانو وژنه غلطه او بده پریکړه وه.دمخالفو وسله والو طالبانو جګړییز دریځ وښوده چی دجګړی او ګواښ له لاری دستونزو هواریدل خورا ستونزمن اوټکنی وی نو له دی کبله ټینګار پردی دی چی که مخالف وسله وال طالبان په خپل جګړییز دریځ کی تغییر رانه ولی او په هر وخت کی جګړی اومرګ ژوبلی ته دوام ورکړی نو خبری به لاس ته راوړنی و نه لری او هیڅ وخت به یی دپیل کیدو تمه و نه شی.

باید ومنو چی دجګړی دزیان زیاته برخه دهیواد وګړی زغمی چی تل یی دجګړی دواړو لورو ته لمن غوړولی او دیوه اوربند ترڅنګ یی په بین الافغانی خبرو پیل کیدو ټینګار کړی خو دریغه چی مخالفو وسله والو طالبانو هیڅ وخت اوربند ته غاړه ده ایښی او دجګړی په دوام یی ټینګار کړی چی له امله یی په زیاته شمیرنه افغانان دمرګ ژوبلی سره مخامخ کړی.افغان دولت دسولی دمشورتی لویی جرګی په غوښتنه اوربند ته تیاری وښود خو مخالفو وسله والو طالبانو داوربند په ردیدو سره جګړه سخته او پراخه کړه او دافغانانو غوښتنو ته یی په مرګ ژوبله ځواب ووایه دغه راز ددولت دبین الافغانی مخامخ خبرو په وړاندی یی دجګړی لار غوره کړی او دهغه چا سره دخبرو له پاره لیواله دی چی دسولی دتطبیق اجراییوی واک نه لری دمخالفو وسله والو طالبانو له دریځ څخه معلومیږی چی دسولی خبرو ته تیاری نه لری او هیڅ وخت تیاری نه ښایی چی په افغانستان کی همیشنی او تل پاتی سوله رامنځته شی ځکه دسولی دخبرو لاس ته راوړنی او دهغی تطبیق په بین الافغانی خبرو کی نغښتی دی پرته دبین الافغانی خبرو څخه نور هیڅوک دافغانانو دبرخه لیک په هکله پریکړی نه شی کولی.اوس نړیوال په دی پوهیدلی چی دسولی درامنځته کیدو له پاره دهرګام پورته کیدل پرته دافغان دولت داستازو څخه به نیمګړی او پایلی به یی ناسمی وی نوله دی کبله یو شمیر بهرنی سوله غوښتونکی هیوادونه په دی اند دی چی سوله ییزی خبری باید بین الافغانی او دافغانانو په مالکیت ترسره شی.دامریکا دکانګرس دیموکراته غړی کریسی هولان وایی دامریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات یو اړخیز او ناسم وو، خو که بیا مذاکرات پیلیږی باید ټول لوری پکښی ګډون وکړی. کریسی زیاته کړی چی دافغانستان دلانجی یوازینی حل په سیاسی حل کی نغښتی ده باید چی داوار په مذاکراتو کی افغان حکومت هم دخبرو مستقیمه برخه وی. نوموړی دغه راز ویلی له افغانستانه باید امریکایی سرتیری هغه وخت وایستل شی چی دافغانستان امنیتی وضعیت سم او ښه شی هغه وایی چی افغانانو ته زما او دکانګرس دنورو غړو پیغام دا دی چی مونږ به له تاسو سره ملاتړ او مرستو ته ژمن پاتی شو دکریسی هولان څرګندونی په داسی حال کی رابرسیره شوی چی څو ورځی وړاندی یو بل امریکایی سناتور لینډسی ګراهام هم له افغانستانه دځواکونو دایستلو سره مخالفت او له افغانانو سره په دوامدار ملاتړ غوښتنه کړی وه دامریکا او طالبانو ترمنځ په ترسره شویو خبرو باندی دهری ورځی په تیریدو سره دنیوکو په شمیر کی زیاتوالی راځی. تمه ده چی دتیرو خبرو دنیمګړتیاو په رغاونی او دشتو تشو په ډکونی سره داوربند په اعلانیدو بین الافغانی مخامخ خبری چی مالکیت یی دافغانانو په لاس وی پیل شی ترڅو په افغانستان کی څو کلن اوږدمهاله جګړییزه غمیزه دتل له پاره پای ته ورسیږی او افغانان په خپل هیواد کی دورونو په څیر دهیواد په آبادی کی په ګډه مټی را ونغاړی دهیواد دپرمختګ له پاره ګړندی ګامونه پورته کړی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید