روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دسوله ییزو خبرو پایلی په اجراییوی واک پوری تړلی دی

دمنلو ده چې دملی یووالی دحکومت په رامنځ ته کیدو سره دجګړی دپای ته رسیدو او سولې رامنځ ته کیدو له پاره عملی او مناسبی هڅی پیل شوی ځکه چې دچارو دسمون او دوګړو دهوساینی یوازینی لامل سوله ییزو هڅو ته په کاری لومړیتوبونو کې ځای ورکول اړین بلل کیږی نوله دی امله د دولت مشرتابه په کور دننه او بهر دهغو لارو په لټون پیل وکړو کومی چې دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره اړینی او ارزښتناکه دی ولسمشر محمد اشرف غنی دکار په لومړیوکې پاکستان ته ددی له پاره سفر وکړو چې پاکستان دلاس وهنی له سیاست څخه لاس واخلی او دیوه ښه ګاونډی په توګه زموږ سره دجګړییزو ناخوالو په بندیدو‌کې دمرستی رښتینی لاس راوغزوی ځکه دسیمی په کچه پاکستان زموږ سره دښو اړیکو په دردلو سره خورا زیاتو آسانتیاو او هوساینی ته لار هوارولی شی کیدای شی چې دمتقابلو اړیکو دپراختیا له امله د دواړو هېوادوګټی خوندی او دراتلونکی له پاره دباور فضا رامنځ ته شی. خو په خواشینی سره ویلی شو چې پاکستان دتیر په څیر د دوه مخی سیاست څخه کار واخیست او دښه ګاونډیتوب پرځای یې دلاس وهنی کچه دومره زیاته کړه چې جګړه دځینو ولایتونو ترمرکزه را ورسیده او ترڅنګ یې دپاکستان پوځی ځواکونو دهېواد په هغو ځایونو کې راګټی بریدونه زیات کړل کوم چې پاکستان پولی ته نیږدی پراته دی.

پاکستان تمه درلوده چې بهرنی پوځونه د افغانستان څخه په وتلودی او افغان پوځ په یوازیتوب سره دمخالفو وسله والو طالبانو دجګړی توان نه لری خو دپاکستانی استخباراتی اداری دا ډول خوبونه برعکس شول او افغان میړنی پوځ په خپل تش لاس اویوازیتوب سره لمسونکو او لسمول شویو ته وروښوده چې هیڅ تیری کوونکی ځواک افغانان دخپلی ټاکل شوی ارادی څخه نه شی ګرځولی او دخپل هېواد او ملی حاکمیت څخه به دسرپه بدله دفاع وکړی.

هېوادوالو ولیدل چې دملی یووالی دحکومت په لومړیو ورځوکې دبهرنیو دلاس وهنی له امله خورا ستونزمن حالات رامنځ ته شو دیوی خوا دنړیوالو په مرستو کې ځڼډ او دبلی خوا دلاس وهونکو هېوادو لاس وهنه.  په پوره پیمان زیاته شوه.خو دملی یووالی دحکومت مشرتابه دپراخی حوصله مندی له مخی دچارو دسمون له پاره مټی را ونغښتی او دیولړ اصلاحی پلانونو په تطبیق سره یې دغوره مدیریت له مخی زیاتی نمیګړتیاوی ورغاولی او ورسره جوخت یې دنړیوالو د مرستو د راجلبولو او دملی وسله وال پوځ دلیکو دپیاوړتیا چاری داسی سمبال کړی چې دښمن په خپلو ناوړه پلانونو کې بری ته لاس رسی پیدا نه کړو.

دغه راز دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره یې هم خپلی هڅی پری نه ښودی او د ډیروسیاسی ډلو ټپلو سره دصلاح او مشورو په ترسره کیدو سره یې مختلفی وړاندوینی ترغور لاندی ونیولی ترڅو چې مخالف وسله وال طالبان په دی قانع شی چې دپردیو په لمسون هېوادمه ددی زیات وړنه نه کړی او د افغان وژنی څخه لاس واخلی خو دریغه چې لمسول شوی دجګړی څخه لاس نه اخلی اوپه پرله پسی توګه جګړی ته دوام ورکوی.

ولسمشر چې سولی ته رسیدل خپل هدف ګڼی دکورنیو او بهرنیو خڼډونو په رامنځ ته کیدو سره سره بیا هم دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره خپلی هڅی نه دی سمپولی او دسولی دمشورتی لوی جرګی په جوړونی سره یې دټولو هېوادوالو غوښتی په کاری لومړیتوبونو کې نیولی هېوادوالو ته یې وښوده چې دلویې جرګی سپارښتنی یې عملی کوی او دسولی دخبرو اترو هغه لار چې دجرګی ګډونوالو پری ټینګار
درلوده په خپلو  طرحو کې له پامه نه ده غورځولی نوله همدی کبله یې دجرګې دسپارښتنو له مخی دښه نیت له کبله د مخالفو وسله والو طالبانو یوشمیر بندیان خوشی کړل او د هیواد په هر ځای کی چی طالبانو غوښتی وی د سیاسی دفتر د پرانستی آسانتیاوی برابرولی خو ددی ټولو سوله ییزو هڅو په وړاندی طالبانو داسی کوم ګام پورته نه کړو چی په افغان وژنه کی کمی راشی او یا دسوله ییزو بین الافغانی مخامخ خبرو له پاره لارهواره کړی.همدا وجهه ده چی هیوادوال د مخالفو وسله والو طالبانو جګړییز دریځ غندی او هغوی د پاکستان لمسول شوی ګڼی.د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ تیرو نهو پړاونو خبرو اترو راجوته کړی چی طالبان نه غواړی چی په افغانستان کی جګړه پای ته ورسیږی او د افغانانو ترمنځ راپیدا شوی تاوتریخوالی د تل له پاره پای ومومی ځکه د پریکړو اجراییوی واک د افغان دولت سره دی نور څوک نه شی کولی چی د افغانانو برخلیک وټاکی ځکه چی همدا اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی چی په سیمه کی په خبرو اترو بوخت دی او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشی کولو په هکله یی انګازی راخپری شوی ددی واک له چا سره دی چی طالب بندیان ورخوشی کړی نو له همدی امله ویلی شو چی طالبان دی د خپلو هوایی او بی ځایه هڅو پرځای د ستونزی د بنسټیزی هواری له پاره په هوش راشی او د هغی ستونزمنی غوټی د پرانیستلو په هکله چی واک یی یوازی او یوازی د افغان دولت سره دی فکر وکړی. دغه راز د دولت څخه پروړاندی شوی طرحی ځکه فکر پکار دی چی د دواړو خواو د باور رامنځ ته کیدو له پاره اړینی کرښی پکښی نغښتی دی. د څرګندولو ده چی که پاکستان د رښتینتوب کړنی ونه کړی نو راتلونکی ستونزی به د سولی رامنځ ته کیدو څخه څوک زغملی او د نورو ترهګرو ټولو په رامنځ ته کیدو سره به د جګړی ستونزی څوک ګالی نو غوره او د ډلو په ګټه به داوی چی د سولی روان بهیر ته په سرسری نظرونه کتل شی د اوس او راتلونکی له پاره هغه چاروتو پاملرنه راوګرځول شی چی دجګړی د ټولو خوا خیر ښیګڼه پکښی نغښتی وی. دولتی چارواکی چی د جګړی پیڅلتیا ته په کتو سره داسی چاری ترسره کوی چی سوله همیشنی او تل پاتی وی او د هیواد ټولی لاس ته راوړنی پکښی خوندی پاتی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید