روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

دخپل بام واورې زموږ په بام مه راغورځوئ

په تېرو څو لسیزو کې اشغالګرو دهرډول عصری وسلو د استعال ترڅنګ دداسې ناوړه پلانونو د پلی کولو له پاره دواک مختلفې جزیرې رامنخ ته کړې او دمیشتو وګړو ترمنځ یې داسې بې باورۍ ته لمن ووهله چې تر اوږده مهاله به یې رغاول ستونزمن وی، خو اسلامی امارت د دښمن دهر ډول دسیسو په وړاندې په ډېره هوښیارۍ سره ګام پورته کوی او ددوی دشومو پلانونو دشنډولو له پاره یې دهېڅ ډول سرښندنو څخه دریغ نه دی کړی. همدا وجهه ده چې دهرې ورځې په تېرېدو سره د اسلامی امارت لیکې پراخېږی او د دپردی پالو واکمنی به هېڅکله ونه منی. افغانانو دتاریخ په اوږدوکې ثابته کړې چې د استعمار په وړاندې د زغم حوصله نه لری. ښه به وی چې نړیوال د افغانانو تاریخ ته په ژوره توګه وګوری او ترې عبرت واخلی،ځکه افغانان سوله غوښتونکی دی هېڅ وخت نه غواړی چې دنورو په کورنیو چاروکې لاس وهنه وکړی او یا دنورو لاس وهونکو هېوادونو په څېر د واکمنۍ له پاره فرمایشونه ورکړی. هرهېواد حق لری چې دخپلې خوْښې حکومت پخپله وټاکی،خو اوس په ډېره سپین سترګۍ اشغالګر هېوادونه په مختلفو پلمو دخپلو ناوړه هدفونو دترلاسه کولو په خاطر داسې لارې لټوی چې پایلې یې دجګړو رامنځ ته کېدل دی. اشغالګر ځواکونه چې د اسلامی امارت سره دیوی نابرابرې جګړی وروسته د ماتی او تیښتی سره مخامخ شول د وتلو وروسته داسې ستونزو ته لمن ووهله چې د انسانی اصولو سره سمون نه لری هڅه کوی چې د اقتصادی بندیزونو ترڅنګ د افغانانو میلیاردونه شتمنی په امریکا یې بانکونو کې کنګل کړې ده او د افغانانو په اقتصادی ستونزو کې لاپسې زیاتوالی رامنځ ته کړی دی. اشغالګر او دهغوی ډنډوره چیانو لا اوس هم په ډېره بی شرمۍ سره هغه څه ته لمن وهی چې د افغانانو له پاره ستونزې وزیږوی. خو اسلامی امارت چې دیوه ژمن او اسلامی اصولو پربنسټ متقابلې اړیکې غواړی او تمه لری چې د افغانانو په وړاندې د آزمایښت نوی څپه رامنځ ته نکړی او هغه هېوادونه چې د اشغالګرو له پاره یې لارې ګودرې وربرابرولې او د افغانانو دمرګ  ژوبلې له پاره یې ورسره مرسته کوله، بیا ددې هڅه ونه کړی چې دخپلو زهر جنو تبلیغاتو له لارې ځان داشغالګرو او تېری کوونکو هېوادوته ورنیږدې کړی اوخپل بام واورې زموږپه بام راوغورځوی. هغوی چې دسیمې په کچه دنړۍ دبې پرې هېوادونو له نظره نه دی غورځېدلی، ښه به وی چې که موږ ته دتروریستی ډلو شتون په هکله ګوته نیسی، نو دلاس ټولې ګوتې یې بېرته هغوی ته ورګرځی.اسلامی امارت سوله غوښتونکی دریځ لری، تل یې هڅه کړې، چې دسیمې او نړۍ په کچه دستونزو دهواری له پاره دخبرو اترو دروازې پرانیزی ،ټینګار کوی چې اندېښنې باید دواقعیتونو له لارې په خبرو اترو حل شی. پوهېږو چې دوه مخی سیاست او د اشغالګرانو تبلیغات به دسیمې د امنیت دخوندیتوب له پاره ګټه ونه لری. ځکه افغانان د دوستۍ او ژمنو په ترسره کولو کې لومړیتوب لری نه غواړی چې له دې وروسته په سیمه کې دجګړې اوربیا راتازه شی.

متین

ممکن است شما دوست داشته باشید