جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
پدې اړه جوړه شوی غونډه کې خوست والی مولوی محمد نبی عمری، د عامې روغتیا سرپرست رئیس صاحب ګل خالد، د عامې روغتیا اړوند همکارو موسساتومسولینو، روغتیاپلانو او خصوصی سکتور مسؤلینو او د مختلفو اداراتو استازو ګډون کړی و.
خوست والی مولوی محمد نبی عمری وویل, نن ورځ د WHO په مالی همکارۍ د پی سی آر ماشین د یو لک پنځوس زره امریکایی ډالرو په لګښت فعال او د نوموړی ماشین لپاره ځانګړی ځای ترمیم او دا دی ګټې اخیستنې ته سپارل کیږی.
ښاغلی عمری زیاته کړه,چې یاد ماشین د نړۍ له پرمختللیو او عصری ماشینونو له جملې څخه دی, چې د مختلفو امراضو تشخیص معاینات په ډېر کم وخت او دقیقه توګه ترسره کوی.
د ولایت والی وویل؛ د افغانستان ا. ا ژمن دی, چې د عامې روغتیا سکتور په برخه کې به وړ اصلاحات رامنځته او ولسونو ته به د روغتیا په برخه کې وړ خدمات عرضه شی.
نوموړی د عامې روغتیا مسؤلینو او همکارو موسساتو څخه د کړیو خدماتو مننه وکړه او له دوی یې غوښتنه وکړه, چې د عامې روغتیا ریاست سره په ګډه د روغتیا په برخه کې د خوست مېشتو غوښتنو ته رسیدګی وکړی.
د عامې روغتیا سرپرست رئیس صاحب ګل خالد پخپلو خبرو کې وویل, چې یاد ماشین څلرویشتو ساعتونو کې د ۱۵۰ ټیسټونو د ترسره وی ظرفیت لری.
د نوموړی په خبره د پی، سی، آر ماشین د کرونا ټیسټونو سربېره, د HIV,HCV,HBS او دې ته ورته نورو ویرسونو د تشخیص وړتیا لری.