روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دجګړی دپای ته رسیدو پرمهال به دباور کچه لوړه شی

په هېواد کې دجګړییزو ناخوالو سره سره یوشمیر هېوادوال ډاډمن دی چې د وروسته پاتی والی څخه دوتلو په خاطر به ولسی واکمنان په شته ستونزو برلاسی ومومی او دپرمختګ په لور به لار هواره کړی ځکه د تیروخت ټولنیز ژوند په پرتله اوس مهال پرته د جګړی داندیښنی او غمیزی څخه یولړ بدلونونه ترسترګو کیږی ځکه چې په ښوونیزو چارو کې خورا زیات شمیر زده کوونکی په زده کړه بوخت دی او دنجونو له پاره دځانګړو ښوونځیو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. همدا وجهه ده چې دایشافونډیشن دیوی تازه سروی له مخی جوتیږی چې دهېواد له ۱۵ زره اسیدونکو سره خبری شوی چې و۳۳ سلنه خلکو دخپل هېواد راتلونکی ته زیاته هیله مندی ښودلی ده او ۶۱ سلنه هېوادوال ناخوښ ښکاری او ځینی نور یې دڅه ویلو ډډه کړی.

لکه څنګه چې مو ویلی د راتپل شوی جګړی دراقابوکیدو ترڅنګ دچارو د ښه سمبالښت له کبله په اداره کې سمسمکی رامنځ ته شوی چې د ایشافونډیشن دسروی له مخی دتیر کال په پرتله سږکال د دولت د ترسره شویو کړنو څخه خلک خوښ ښکاری او دمخالفو وسله والو طالبانو سره دسولی دهو کړی ته درسیدو له پاره لیوالتیا زیاته شوی ده.

په همدی توګه په سروی کې زیاته شوی چې افغان حکومت دسولی، دبیارغاونی، اصلاحاتو او یوشمیر نورو برخوکې ښی لاس ته راوړنی لری او په ښه لار روان دی.په همدی ډول ۵۱٫۸ سلنه هېوادوال د امنیت ټینګښت، نیږدی ۴۷٫۹ سلنه دبیارغاونی او ۲۸ سلنه دحکومتولی ښه کیدل اړین لاملونه ګڼلی ځکه چې دوی دخپل هېواد راتلونکی ته هیله من کوی. ویلی شو چې په هېواد کې د زیاتو اقتصادی پروژو په وړاندی دخڼډونو را پیدا کیدل د اقتصادی کمزورتیا وړګرځیدلی نوهیله پردی ده چې دسولی په ټینګښت سره به د اقتصادی کمزورتیا دپیاوړتیا له پاره مختلفی لاری ولټول شی څو دهغو ۳۷ سلنو هېوادوالو ناهیلی چې په شتو اقتصادی ستونزو یې لری په یوه ډادمنه فضا بدلون ومومی.

لکه څنګه چې دسروی په رپوټ کې د امنیتی ځواکونو څخه دخلکو د ملاتړ دکچی دلوړتیا په هکله څرګندونی شوی ډاډ څرګند شوی چې ملی وسله وال پوځ دشتو ستونزو او نیمګړتیاو ترڅنګ ددی توان لری چې دهر ډول ګواښ په وړاندی مبارزه وکړی.

هېوادوالو ته جوته ده چې دهېواد او خلکو دښمنانو دتیر په پرتله جګړه سخته او پراخه کړی ځکه هغوی تمه لری چې دجګړی په سختوالی به ځان ته دراټولیدو ځای ذګی پیدا کړی خو دملی وسله وال پوځ سرښندونکو سرتیرو په جګړییزو عملیاتو کې وښوده چې په یوازیتوب سره کولی شی ددښمن هر ډول ګواښ او تیری ته مناسب ځواب ووایې معلومیږی چې سرښندونکی سرتیری به په هر ډول شرایطوکې پرته دبهرنیو پوځی ټولګیو څخه دهېواد دفاع او ساتنه وکړی اوپه دی به وتوانیږی چې هیڅ تیری کوونکی به په جګړه کې بری ترلاسه نه کړی نوځکه دهېواد زیات شمیر هېوادوالو دایشیافونډیشن دمرکه کوونکو سره دتیرکال په پرتله سږکال د امنیت ټینګښت ته زیاته تکیه په افغان سرتیروکړی او ډادمن دی چې د امنیت په خوندیتوب کې به لازیاتی لاس ته راوړنی ولری.

په همدی توګه په سروی کې ډیرو کمو خلکو دهېواد لری پرتی سیمی دطالبانو دواکمنی لاندی ګڼلی دی.

دخپری شوی سروی له مخی هېوادوالو دهېواد روان جګړییز بهیر ته په کتو سره ډادښودلی چې که جګړه پای ومومی نوپه ډیرو پرمختیایې چارو به برلاسی ومندل شی او هغه ناخوالی چې دجګړی له امله راپاتی شوی په نیږدی وخت کې به ورته دحل لار ومندل شی. ځکه په جګړه کې دستونزو شمیر زیاتیږی او دعامه خدمتونو دکچی د راټیټدوله امله اوسیدونکی خپله ناهیلی او اندیښنی رابرسیره کوی نوکه جګړه پای ومومی نو هرو مرو به دهېوادوالو په ژوند کې یو ژور بدلون رامنځ ته شی او دهوساینی په لور به اوږد مهاله لار رالڼډه شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید