جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
دجنایی جرمونو په کنترول کې دپام وړ کمښت راغلی او دصفر کچی رسولو ته یې لازم اقدامات شوی.پدی اړه دشریعت ورځپاڼی خبریال دجنایی جرمونو له محترم ریس مفتی صاحب عبدالصمد(حنفی)سره لنډه مرکه کړی چې خپریږی.
پوښتنه:-دامارت په راتګ سره دجنایی جرمونو کچه ښکته شوی ده د ښکته کیدو اندازه یی څومره راته ویلی شی,او وجه یې څه ده؟
ځواب:-دتیر پرتله دامارت په راتګ سره دجرمونو کچه په خورا ډیر توپیر سره ښه شوی ده.پرته له کابله دهیواد په نورو ولایاتو کې دجنایی حرمونو په وړاندی امنیت ۹۵%ښه شوی ده.او.دښکته کیدو وجه یې داده چې اوس له مجرمینوسره حکومت لاس نلری او هرمجرم دشرعی قانون په چوکاټ کې محکمه کیږی.
پوښتنه:-تاسو وویل چې په نورو ولایاتو کې دجنایی جرمونو کچه تقریبا صفرته راښکته شوی په کابل کې یې وجه څه بولﺉ ؟
ځواب:-په کابل کې دجرمونودکولو ډیری عوامل دی چې یو له هغو یی دپخوا څخه دغیرمسؤلو کسانو مسلح پاته کیدل دی ,بل مشکل پکښی داده چې په کابل کې ګڼه ګوڼه ډیره او بی ترتیبه ده دری برخی آبادی یې خلاف دقانون خلاف دنقشی جوړه ده.
پوښتنه:-آیا تاسوته داسې هیوادوال عارض شوی دی چې زموږ سره مسؤلو کسانو زور زیاتی کړی لکه په تیره اداره کې؟
ځواب:-تراوسه موږ هیڅ داسې کومه عریضه نلرو چې په مسؤلو کسانو د شوی وی.
پوښتنه:-نو تاسو دامنیت دلا ټینګښت او دجرمونو دصفر کچی ته راښکته کولو لپاره موڅه کړی؟
ځواب:-موږهم پدی کوشش کې یو چې دجرمونو اصلی سرچینه پیدا کړو چې هغه مختلف شیان دی,چې یو له هغو څخه دسوالګرو په جامه کې جنایات کول او دهغه لپاره هم الحمدالله امارت لایحه جوړه کړی ده چې ددوی راټولول او په منظم شکل ددوی دکور سرپرستی کول دی,او موږ دکشف لپاره دکنترول منطقوی لپاره د زرو په شااوخوا کې پیاده په شخصی جامه کې کسان ګومارلی چې نور هم زموږ دهیوادوالو سر او مال په امن شی.
محمد تحصیل