روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دبریښنا د پایو ړنګول او تخریبول یو ستر جنایت دی

بریښنای انسانانو او د بشری ټولنی دپرمختګ لپاره یو ډیر اړین ضرورت ګڼل کیږی. افغانستان یو فقیر او جنګ ځپلی هېواد، ده او له ۴۳ کالو را پدی خوا جګړه ورباندی تحمیل شوی ده او ددغی اوږدی جګړی په بهیرکې د افغانستان عام المنفعه تاسیسات دپردیو په لمسونه، نه یواځی د بریښنا تاسیسات بلکی روغتونونه، ښوونځی، پلونه او مسجدونه ړنګ او تخریب کړای شوی دی چې ددی عام المنفعه تاسیساتو د زیان کچه په میلیون ها و ډالروته رسیږی خو جبرانول یې ناشونی او ډیر وخت ته اړتیا لری.

ترڅو هېواد دبین المللی ټولنی په مرسته دځان بسیاینی مرحلی ته ورسیږی. نن نړی پدی پوهیږی چې په ټول افغانستان کې د اسلامې امارت بیرغ رپانده ده او په ټول هېواد کې الحمد الله پوره امن تامین شوی دی او د افغانستان ټول ولس اوس په پوره امن کې ژوند کوی داچې اوس یوشمیر مغرضی کړی او پردی پال دانشی زغملی چې دتیر جمهوریت په وخت کې د ۴۵ بهرنیو هېوادو عسکری قواوی چې په مدرنه وسلو او هوایې ملاتړ سمبال وی خو دولس امن خوندی نه وه نن چې اسلامی امارت په خالی جیب په خالی شویو بانګونو او دهوایې پوځ دملاتړ د نه موجودیت په صورت کې دولس په ملاتړ پدی وتوانیده چې په ټول هېواد کې پوره امن راوست یوشمیر معرفی کړی چې نه غواړی په افغانستان کې سوله وی امن وی نو دپردیو لاسکوسی او غلامان په دی یې لټه کې دی چې دبریښنا پایی دپروان ولایت په اړونده ولسوالی، کې تخریب کړی دا باید په ډاګه وویل شی ددغو دوه دبریښنا پایو په ړنګولو او تخریبولو سره اجیری ډلی یواځی خپل باداران خوشحالوی حال داچې دنوموړو پایو په ړنګولو سره د (لس) ولایتونو په شمول دکابل بریښنا قطع شوی وه نو اوس به د افغانستان خلک قضاوت کوی چی لدی تجارتی بریښنا څخه څومره بی وزله افغانانو ګټه ترلاسه کوله، څومره دښوونځیو زده ګوونکی او دپوهنتونونو محصلینو د درسونو د ویلو او کمپیوتر او انترنت څخه استفاده او ګټه اخستله او اوس په توره تیاره کې دشپی له خوا ناست دی او تیاری ته ډوډی خوری دایو ناروا عمل او یوستر جنایت ګڼل کیږی ښه به داوی چې دا وران ویجاړ افغانستان وروسته له دی په کنډواله بدل نګړو او له تیرو تیروتنو څخه پند واخلو ځکه افغانستان دتولو افغانانو ګډ ګور دی دا وران ویجاړ کور په یواځی او یو شخص نه جوړیږی دا په یووالی او ملی اتحاد سره جوړیږی لکه چې جاپان په یوه ورځ له افغانستان سره په یوه ورځ خپلواکی ترلاسه کړه همدارنګه هندوستان هم څوکاله وروسته له افغانستان څخه خپلواکۍ ترلاسه کړه خو دخپلو خلکو په ملاتړ او یووالی سره یې خپل ملکونه ورغول او آبادیې کړل او آن داچې نن سبا نوموړی هېوادونه په شمول دترکېی هېواد چې دیونان هېواد څخه یې خپلواکۍ ترلاسه کړه دخود کفایې مرحلی ته رسیدلی دی او کله ناکله له مونږ سره هم انسانی مرستوته را دانګی او منندویه یې یو. دبریښنا دتاسیساتو ړنګول او تخریبول د اسلامی امارت پرنظام باندی دومره اغیز نلری متل دی چې وایې: څوک چې فیل اخلی له مخکی فیل خانه هم ورته جوړوی. اسلامی امارت هرڅه په واک کې لری خوپرولس بریښنا قطع کول دایو انسانی او اسلامی کارنه بلکی له خلکو سره دښمنی او زیان رسونه یوبشری جنایت دی چې نور وروسته له دی له دا ډول ناروا کړنو او اعمالو څخه باید په کلک ډډه وشی که څه هم د افغانستان اسلامی امارت مسؤلو امنیتی چارواکو ولس ته اطمینان ورکړ چې دبریښنا دپایو دړنګولو عاملین ونیول شول او په خپل جرم او جنایت یی اعتراف کړی او دشرعی نظام دقانون له مخی به خپله جزا ومومی. دا هم باید وویل شی چې د افغانستان پریمانه اوبه له ډیرو کلونو را پدی خوا ګاونډیو هېوادونو ته په وړیا توګه ورځی او بهیږی او ځینی هغوی د افغانستان پر اوبو دبریښنا بندونه جوړ کړی او بریښنا یې بیا د زرنج پرخلکو پلوری او مونږ دکمزوری اقتصاد له کبله پدی نه توانیږو چې پرخپلو ډیرو اوبو لکه دکنړ، لغمان، پنجشیر، هلمند، کوکچی او آمو سیندونو پراوبو باندی دبریښنا بندونو جوړ او خپلی بی اوبو او شاړی مځکی پری خړوبه کړو او هم خپل هېواد له تجارتی بریښنا څخه خلاص او دخپلی بریښنا خاوندان شو. او هم په اجیری ډلګی پدی نه توانیږی چې زمونږ دبریښنا عام المنفعه تاسیسات ویجاړ کړی او دلسو ولایتونو ولسونه دی په توره تیاره کې کینوی. که څه هم مونږ به بغلان ولایت کې دبریښنا دوه بندونه لرو چې یو،یې دبغلان ولایت خلکوته اوبل تولیدی فابریکوته بریښنا تولیدوی خو ولټاژیې خورا کمزوری او ټیت دی. همدارنګه د نغلو ماهیپر دبند بریښنا او دکجکی دبند بریښنا تاسیسات هم مونږ لرو خو هغه په کورنیو جګړو کې زیانمن شوی دی او بیا رغونی ته اړتیا لری.

خو نن سبا جنګ ځپلی افغانستان دبین المللی ټولنی مرستوته ډیره اړتیا لری ترڅو د افغانستان موجوده اسلامی نظام چې اوس په ټول افغانستان کې خلک ترحاکمیت لاندی په ارامه فضا کې ژوند کوی او خپلی ورځنی چاری د امنیت په ډاډمنه فضا کې ترسره کوی او پدی فکر، ترس او وحشت کې قرار نلری لکه چې په تیر نظام کې چې شپنی بمباری به کیدی او چابه دشپی له خوا خپلی مزرعی ته داوبو لګولو لپاره نشو ورتلای اوس چې اسلامی امارت پر افغانستان پوره حاکمیت لری خلک هم دورځی او هم دشپی له خوا خپلی چاری پرمخ وړی له خلکو سره اوس دا ترس نشته چې څوک به دشپی له خوا پردوی چاپه واچوی او نامعلوم ځای ته به یې بوزی او له سرنوشت څخه به یې کورنی تری خبری نه وی اوس که څوک په یوه جرم هم نیول کیږی کورنۍ یې ډیر ژر خبریږی په تیر نظام کې زمونږ ډیر مسلمان ورونه دشپی له خوا په چاپوکې نیول کیدل او آن داچې له سرنوشت څخه به یې دوه دری کاله کورنی اطلاع نه درلود دری کاله وروسته به یې دسره صلیب په وسیله او یا نورو بشر دوسته موسسو له خوا به یې اطلاع ترلاسه شوه چې فلانی شخص په کوانتانامو زندان کې دی. نو راځی چې نوره جګړه ختمه کړو، نور غمیزی ختمی کړو او دیوه ودان افغانستان لپاره د وروری لاسونه ورکړو او دپردیو په لمسون خپل کور، کلی او هېواد وران نکړو.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید