روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دباور د رامنځ ته کیدو له پاره د اوربند اعلانیدل اړینه خبره ده

دادی یوځل بیا په هېواد کې د اوږد مهاله جګړی دپای ته رسیدوله پاره په کور دننه او بهر یولړ انګازی راخپری شوی هېوادوال هیله لری چې راخپری شوی انګازی داځل دسوله ییزو لاس ته راوړنو سره مل وی ترڅو د افغانانو دسولی د رامنخ ته کیدو یوازینی هیله په یوه رښتینی واقعیت بدلون ومومی دڅو کلو راهیسی سوله ییزی هڅی دهېوادوالو هیلی راوټوکولی او ډاډمن شو چې کور ورانه جګړه به پای ته ورسیږی او په هېواد کې به تل پاتی سوله رامنځ ته شی خو سوله ییزی هڅی دلاس وهونکو هېوادو دلاس وهنی له امله تردی دمه ټکنی او عملی بڼه یې نه ده مندلی نوله دی کبله دهېوادوالو راټوکیدلی هیلی مړاوی ښکاری او پردی تمه دی چې دسولی دعملی هڅو په بهیرکې به څه وخت دلاس ته راوړنو څخه برخمن شی.

خو معلومیږی چې سولی ته ورغلی لارستونزمنه او دخڼډونو ډکه ده ځکه چې په کور دننه هم دملی یووالی دحکومت ترمنځ سولی ته د رسیدو په لاره‌‎کی ستونزی شتون لری ځکه چې دسولی د طرحی په وړاندی  توپیرییز چلند په کور دننه دوړاندوینو همغږی نیمګړی ښکاری له همدی کبله غوره او پرځای وه چې دتیرو پنځه کلونو په اوږدوکې دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره داسی چاری ترسره شوی وی چې دټولو سیاسی ګوندونو او مخورو شخصیتونو له یوه آدرس او په یوه غږ دترتیب شوی سوله ییزی طرحی څخه دملاتړ دڅرګندونو ترڅنګ په عملی کیدو کې دهیڅ ډول هلوځلو څخه دریغ نه وی کړی.

خو په خواشینی سره ویلی شو چې دسولی روانو هڅو ته په کتو سره په زیاته پیمانه هېوادوال ګیلمن ښکاری او په هېواد کې دسیاسی ډلو ټپلو او دځینی مخورو څیرو په کړو وړو نیوکه کوی ځکه چې ددی ملی پروسی په وړاندی یې داسی چلند غوره کړی چې دملی ګټو دخوندیتوب دملاتړو سره نه ښایې ځکه دشخصی او ګوندی ګټولټون او ترڅنګ یې په ملی مسایلو کې ځان نانګاره کول دهېواد دملی ګټو سره سمون نه خوری نو همداوجهه ده چې تردی دمه د لیدو کتو پرمهال لاس ته راوړنی نه دی ترلاسه شوی نوځکه هېوادوال دتیر په څیر ناهیلی دی.

خواوس چې یوځل بیا په کور دننه او بهر دسولی دخبرو په هکله انګازی راګرمی شوی کله په مسکو کله دچین او کله په قطر کې دخبرو په هکله خبری کیږی نو د هېوادوالو پام یې یوځل بیا دغه لومړیتوب ته راګرځولی او تمه یې پیدا شوی چې په ټوله کې به داځل افغانان دتیرو ترسره شویو خبرو دنیمګړتیاو په رغاونی سره داسی هڅی پیل کړی چې دباور ترڅنګ بین الافغانی خبرو له پاره لار هواره کړی چې هېوادوال یې دلاس ته راوړنو څخه برخمن شی.

ځکه ترسره شوی خبری اوږد مهاله او دهېوادوالو بی باوری یې رامنځ ته کړه او دسولی روان بهیر ورته دیوی پروژی په توګه ورمعلوم شو. له دی کبله هېوادوال ټینګار کوی چې په هېواد کې دننه دی دټولو سیاسی ډلو ټپلو او دهېواد مخور شخصیتونو په ګډون ټولی ناندرییزی خبری پای ومومی او په هغو لارو چارو دی کار پیل شی چې دیوه ګډ دریځ له مخی دهېواد روان ستونزمن بهیرته دحل معقو لی لاری ولټول شی.

دتیرو ترسره شویو خبرو په ټپه دریدلو وښوده چې په تاوتریخوالی کې دسولی غږ نه اوریدل کیږی هرهغه څوک چې په رښتیتنوب سره سوله غواړی نو باید دخبرو اترو له پاره دباور فضا رامنځ ته شی څو دجګړی ټولی خواوی په دی ډاډه او باوری شی چې دښه نیت له مخی دباور فضا رامنځ ته شوی کیدای شی چې دیوه او بل خبرو ته غوږ کښیښودل شی او په هېواد کې د روانی جګړی د پای ته رسیدو له پاره مناسبه لار ومندل شی.

په ټوله کې افغانان دخبرو دپیل کیدو له پاره داوربند اعلانیدل چې دجګړی د دواړو غاړو له پاره به دباور فضا رامنځ ته کړی اړین بولی نو هیله ده چې مخالف وسله وال طالبان داوربند په اعلانیدو سره دبین الافغانی خبرو له پاره لار هواره کړی او دمخامخ خبرو په وړاندی شته خڼډونه له منځه یووسی څو د افغانانو ترمنځ مخامخ خبری پیل او جګړییزی ستونزی را بربڼډی شی چې دجګړی ستونزه او پایښت چیری او دله منځه وړوله پاره یې دکومو ګامونو پورته کیدل لازمی او مهم ښکاری خو که موخه او هڅی جګړییزی او دامتیازونو لاس ته راوړل ادامه ومومی نوسولی ته رسیدل به اوږد مهاله او دمرګ  ژوبلی کچه به لوړه شی چې دا ډول ناوړه هڅی د افغان ولس په ګټه نه بریښی او دهېواد او خلکو ددښمنانو دشومو هدفونو دلاس ته راوړنو له پاره لار هواروی.

په تمه یو چې دولسمشرییزو ټاکنو وروستی پایلی اعلان شی او دټاکنو له لاری دیوه مسؤل واکمن په توګه داسی هڅی چې دسولی پیچلی او اوږده لار په ګړندیتوب سره رالڼډه او هېواد داوسنی ناوړه حالات څخه دهوساینی په لور وروخوځوی ځکه چې هېواودوال ددی بی ګټی جګړی څخه اندیښمن ښکاری هیله لری چې ژرتر زره یوتل پاتی سوله رامنځ ته شی.

دولسمشر محمد اشرف غنی دوهم مرستیال سرور دانش ویلی: چې افغان حکومت دتاوتریخوالی دکمولو او اوربند داعلام په بدل کې دطالب زندانیانو دخوشی کولو په اړه چمتووالی ښودلی هغه زیاتوی چې حکومت یوی باعزته سولی ته پیاوړی هوډ لری خو ټینګار کوی چې دتاوتریخوالی کمیدل اوربند او له افغان دولت سره دطالبانو مخامخ مذاکرات پیلول د اعتماد سازی له پاره خورا مهم دی.

ښاغلی دانش زیاته کړی: دقانون په چوکاټ کې دوی چمتو دی چې مهم طالب بندیان خوشی کړی خو په بدل کې یې طالبان هم باید داعتماد سازی له پاره یوڅه وکړی داپه داسی حال کې ده چې څه موده وړاندی داسی راپورونه ورکړل شول چې طالبانو له زلمی خلیل زاد څخه غوښتی وو. چې دانس حقانی او حافظ رشید په ګډون اتیا طالب زندانیان ورته له افغان زندانونو څخه خوشی کړی. خو حکومت په دی اړه توند غبرګون وښود او زیاته یې کړه، انس حقانی خپل افغانان وژلی او دهغه په اړه خبری ورته سری کرښی دی.

دولسمشر دمرستیال له ویناڅخه معلومیږی چې دولت دباور فضا د رامنځ ته کیدوله پاره تیاری نیولی ترڅو مخالف وسله وال طالبان هم د افغان دولت دمشرتابه په څیر دجګړی پای ته رسیدو او په افغان وژنه کې دکمښت د رامنځ ته کیدوله پاره داسی ګام پورته کړی چې دتاوتریخوالی پرځای باور رامنځ ته کړی او د روانی جګړی په ناخوالو کې کمی ترسترګوشی او په سوله باندی افغانانو له لاسه وتلی باور بیا را پیدا او دهوساینی هیلی دهر افغان په زړه کې را وټوکیږی. 

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید