روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دا څوک دی، چې زموږ ځنګلونو ته اور اچوی؟

ز، ش

په دې وروستیوو کې یوځل بیا د ننګرهار، کونړ، نورستان او خوست ځنګلونو ته اور اچول شوی دی، له ډېره بده مرغه دا اور په تدریجی توګه په پرله پسې توګه ځنګلونو ته اچول کېږی، یعنې له کونړه را نیولې، ننګرهار، نورستان او آن د خوست ځنګلونه، یو پر بل پسې سوځول کېږی!؟ دا اور اچونه له همدې امله د سترې اندېښنې وړ ده!

دا سوځول شوی ځنګلونه له ډیورنډ کرښې سره په څنګ کې پراته دی، یا هم ورڅېرمه سیمو کې، له همدې امله د دې اور اچونې لاملونه ډېر ژور او د خورا سترې اندېښنې وړ دی! منو چې دا اور لګېدنه په ملی کچه د خبرونو سرټکی ګرځېدلې ده، خو لا ملونه یې لا هم ګونګ او پټ پاتې دی!؟

د سترې اندېښنې مسئله خو دا ده، چې په دغو ځنګلونو کې اور د پستې او جلغوزو ځنګلونو او ونو ته اچول شوی دی! په داسې حال کې چې د دې مهمو او با ارزښته مېوو، راټولولو وخت هم دی.

پستې او جلغوزې د افغانانو مهمه مېوه ده، چې بهر او په ځانګړې توګه چین ته صادرېږی او په خپل افغانی نامه او ټاپه یې په نړیوالو بازار کې خپل ملی نوم خپل کړی هم دی! دا چې په دغو نړیوال بازار کې جلغوزو د افغانانو لپاره ډېره ګټه وکړه، نو دا جلغوزې د [تورې طلا] په نامه یادې شوې دی او له همدې امله یې د هغو تاریخی او قسم خوړلو دښمنانو زړونه ور لړځولی،چې له دې وړاندې به یې د خپل زړه په خورا ټیټه بیه په ناقانونه توګه پیرلې او بیا به یې نړیوال بازار ته په خپل نامه صادرولې او ستره ګټه به یې ترې پورته کوله! خو اوس دا مېوې د افغانانو په نامه، د افغانانو له خوا په نړیوال بازار کې پلور کېږی. دا نه یوازې د افغانانو لپاره ستره او مهمه مسئله ده، بلکې ټول افغانان پرې ویاړی. کله چې د خوست پستې او جلغوزې په خپل افغانی نامه هندوستان او چین ته صادرې شوې او دا لړۍ د لومړی ځل لپاره پیل شوه، نو ټولو افغانانو یې د زړه له تله هرکلی وکړ، که څه هم ګټه یې یوازې او یوازې د خوست خلکو ته رسېده، خو دا چې ځنلګونه ملی شتمنی ده، نو په ملی کچه یې هرکلی هم وشو ! نن هم پر دغو ځنګلونو اور لګېدنه، په ملی کچه غندل کېږی او دې ناوړې چارې په ملی کچه لویې او ژورې اندېښنې هم  را ټوکولې دی!

پر دغو ځنګلونو وروستۍ اور لګېدنه، د خوست ولایت د قلندر ولسوالۍ د غرو  سرونو په ځنګلونو کې رامنځته شوه. دغه اور لګېدنه د روانې غبرګولی په ۲۲ مه سهار د قلندر ولسوالۍ د «داوۍ» سیمې د جلغوزیو په ځنګل کې رامنځته شوه. دا غرونه ډېر لوړ دی او دا اور اچونه په خورا لوړه څوکه کې شوې ده، چې هلته د هر راز اور وژنې ضد خدمات ناشونی دی، بلکې یوازې او یوازې ځوانان ورتللی شی، له همدې امله د خوست با احساسه ځوانان ورغلل او د اور وژنې هڅه یې وکړه، چې موږ ترې د زړه له تله مننه کوو.

له دې وړاندې په کونړ ولایت کې د روانې غبرګولی میاشتې په ۱۱ مه د چپې درې ولسوالۍ په «دیګل» سیمه کې اور اچول شوی دی، دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې د کونړ ګاونډ نورستان ولایت په ځنګلونو کې هم اورلګېدنه شوې وه. اور لومړی د نورستان د نورګلام ولسوالۍ په ځنګلونو کې پیل شو. د نورستان اور خو داسې سخت او پراخ و، چې د سیمې چارواکیوو او خلکو یې د وژلو او مهارولو په چارو کې پاتې راغلل او آن له ګاونډی چین څخه په رسمی توګه د مرستې غوښته وشوه، چې د نورستان په اور وژنه کې مرستې ته را ودانګی!

لکه څرنګه مو چې وړاندې ووېیل، د ننګرهار ولایت هم له دې اور اچونې پاتې نه شو، د ننګرهار د هسکې مېنې په ځنګلونو کې د اور لګېدنې هم سخت حساسیتونه را وپارول.

د اور اچونې دا مسئله یوازې د ډیورنډ کرښې په دې غاړه کې را ایساره پاتې نه شوه، بلکې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته هم په ځینو ځنګلونو کې په همدې تېرو څو ورځو کې اور لګېدلی دی. ددغو پرلپسې اور لګېدنو لاملونه په رسمی توګه لا تر اوسه نه دی روښانه، خو ولس د دې سپیناوی غواړی!

چارواکی او کارپوهان به دې اور لګېدنې ته رنګارنګ نومونه ورکوی او یا به دا د طبیعت کړنه بولی، خو داسې هم وېیل شوی، چې وروستۍ اور اچونې د سیلانیانو د اور بلولو زېږنده دی!؟ خو دا د دغو اورونو لګېدا، اصلی لاملونه کېدای نه شی؛ منو چې په ګرده نړۍ کې ځنګلونه اور اخلی او دا پېښې په خورا پرمختللو هېوادونو لکه امریکا، چین، اسټرالیاو او … کې رامنځته کېږی، یا په بله وینا د نړۍ د ګرمسېره سیمو په ځنګلونو کې د اور لګېدنې کومه نوې خبره نده؛ خو د افغانستان په دې سیمه کې داسې پېښې ځکه پوښتنې را ولاړوی، چې دا اور اچونه، داسې منظمه اور اچونه ده،چې ترې قصدی او عمدی عمل ښکارېږی! ځکه له یو اړخه پدې سیمه کې دمخه اورونه نه دی لګېدلی او له بلې خوا بیا کونړ او نورستان دواړه سړې سیمې هم دی!

په همداسې حال کې بیا چارواکو ژمنې کړې چې دا پېښې به څېړی،خو دا مسئله ډېره ژوره او جدی ده، چې باید له ځنډ پرته وڅېړل شی. موږ پورته په دغو ځنګلونو کې د هغو ونو چې سوځول شوې یا هم سوځول کېږی، اهمیت په ډاګه کړ او دا مو هم ووېیل چې له نښو نښانو داسې ښکارېږی، چې دا عمدی او قصدی اور اچونه ده، له همدې امله دا مسئله په ملی کچه د سترې اندېښنې وړ ده! د دې پلټنې هم ملت ته ډېرې مهمې دی، ملت غواړی، چې دا مالومه کړل شی، چې دا څوک دی، چې زموږ څنګلونو ته اور اچوی؟ دا کسان باید ونیول شی او پر خپله سزا ورسول شی! له چارواکیو مو هم ستره غوښتنه دا ده، چې دا کسان ونیسی او مجازات یې کړی. که داسې ونه شی، خدای مه کړه، د ملت د دې شمتنیوو دښمنان به لا پسې زړور او آن له دې هم سترو وېجاړیوو ته لاس واچوی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید