روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دانتخاباتو کمسیون ته څیرمه  دچاودنې له امله یو پولیس  شهید شو

 دهغه ځانمرګی  برید له امله چې پرون له غرمې وروسته دانتخاباتو خپلواک کمیسیون  ته څیرمه وشو یو پولیس  شهید او یوبل پولیس  ټپی شو .

 دکابل ولایت دامنیې قوماندانۍ  ویاند حشمت الله  ستانکزی دباختراژانس خبریال ته وویل هغه سړی چې پرون له غرمې وروسته  یوه نیمه بجه  داعتراض کوونکو نوماندانو دغونډې په سیمه کې په خپل بدن  کې ځاى پرځاى  شوى چاودیدونکی توکی واچوی  دپولیسو له خوا وپیژندل شو او خپل چاودیدونکی توکی یې واچول چې ددغې چاودنې له امله یو پولیس   شهید او یوبل پولیس ټپی شو . یوشمیر نوماندانوچې نومونه یې دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون له فهرست څخه  حذف شوی وو دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون په وړاندې اعتراضی غونډه جوړه کړې ده . 

ممکن است شما دوست داشته باشید