جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
ګټلی چې پلرونو موږ ته ژوند دخـپلواکـۍ دی
تل میندوهم راکړی مـوږ ته لوست د آزادی دی
مــدام پـه هسکه غـاړه یې روزلی یـوه په مینه
رټلی یې هـرچـالپاره ژونـد دبـردګــی دی
پــه تـوره او مـیړانه نـړیوال مـوږ ته حیران و
هــمدابه یـې ویل چـې دا اتل قـوم دنړی دی
غفلت ګوره په ژوند کې چې په موږ څه چاری وکړی
دبل سـازتـه نڅا پـه موږکې عیب دساده ګی دی
نــړی پــه نـوښتونو کـې فضا ټوله تسخیر کړه
زمونږ په زړه کې شک یې لاورتګ هم دسپوږمی دی
افغان ولسه ویښ شه نوی عصر نـوی ژونـد دی
چې بیرته پاتی نه شی دغه وخت ستاد سـیالی دی
نفاق او تربګنی کــې مــودټولـو بدمرغی ده
راځی زړونه صفا کړو دا مـووخت د ورورولی دی
دپلار نیکه تاریخ ته لږ پـه زغــرده نظر وکـړی
له تیرو څخه زده کړه خپله کـار دهـوښیاری دی